دسمبر 16, 2018

د تصوف او عرفان هغه ستوری چې له مداره و ووت خو علمي ځلا یې لا هم زړونه تنويروي 

د تصوف او عرفان هغه ستوری چې له مداره و ووت خو علمي ځلا یې لا هم زړونه تنويروي 

د بشیر خلیفه صاحب رحمه الله ژوند لیک:

عبد الرحیم (ثاقب) 

اوسنی افغانستان او پخوانی خراسان د اسلامي نړۍ د علمي مشاهیرو ټاټوبی دی.

په احادیثو کې د صحاح سته له جملې څخه د سنن ابی دادود مؤلف حضرت امام ابو داود السجستاني رحمه الله په دې علمي ټاټوبې کې خاپوړې کړي ، شیخ الاسلام محمد بن محمد بن بکرالخلمي رحمه الله همدې علمي موطن ته انتساب لری  اوامام ابواللیث  السمرقندي  ثم البلخي هم دلته نشأت کړی دی .

ابوریحان البیرونی ، ابن سیناء بلخي، مولانا جلال الدین بلخي او سید جمال الدین الافغاني هم د افغانستان په علمي ځانګو کې ځنګیدلي ، دلته یې روزنه شوې او له همدې ځایه یې نړۍ ته د علم، ساینس، تهذیب او سیاست په برخه کې قابل قدر خدمتونه کړي دي. 

خلاصه دا چې افغانستان د علم او علماو موطن دی ، د متبحرو علماوو ، د مجاهدو علماوو او د تصوف او عرفان په نبض پوهو علماوو.

د دغه متبحرو د تصوف اوعرفان په نبض پوهوعلماوو څخه یوهم د خانقاه عالیه نقشبندیه مجددیه عمریه د مؤسس جناب حضرت نور المشائخ رحمه الله د خلف صالح حضرت ضیاء المشائخ (رحمهما الله تعالی) وروستي خلیفه شیخ الحدیث والتفسیرالحاج مولوي عبدالحکیم (مشهور په بشیر خلیفه صاحب رحمة الله تعالی علیه)  دی چې مونږ غواړو د نوموړي د علمي، جهادي او عرفاني ژند په اړه دلته درنو لوستونکو معلومات وړاندې کړو.

زوکړه او زده کړې یې:
مرحوم  مولانا عبد الحکیم ( بشیر خلیفه صاحب) له نن څخه پوره یوه پیړۍ وړاندې په (۱۳۳۷هـ ق)  کې غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د مرحوم مولوي فیض محمد په علمي او روحاني کورني دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې.
لومړني دینې تعلیمات یې له خپل والد صاحب پيل کړل ، د منځنیو زدکړو په پیلولو سره یې والد صاحب وفات او د خپل علمي او ټولنیز ژوند ټول مسؤلیت د ده پر اوږو ور ولویده.

خو دا چې جناب خلیفه صاحب په فطري لحاظ د متین عزم ، لوړ احساس او کلک عزم خاوند و نو د والد صاحب وفات یې پر عزم او اراده منفي اغیز و نه کړ او نور یې هم د علمي زدکړو سلسلې ته دوام ورکړ.

حضرت خلیفه صاحب بشیر د وخت مروجه علوم صرف ، نحو ، بلاغت ، عقائد ، منطق ، فقه  اواصول الفقه  د هیواد له سترو او متبحرو علماوو لکه علامه سید عبدالمنان ( د لاغرو ملا صاحب)  او استاد کُل مولانا محمد اعظم ( مشهور په ملا صاحب ناخیل) څخه تر سره کړل .

کله چې په کال۱۳۶۰هجري قمري کې د حضرت نور المشائخ  رحمه الله په لاس د غزني په ولایت کې د نور المدارس (فاروقي) تأسیس وشو نو حضرت خلیفه صاحب بشیر د لومړنیو طالبانو په جمله کې د لوړو شرعي تحصیلاتو د اکمال په غرض په دې علمي مرکزکې شامل شو.

جناب خلیفه صاحب بشیرد خپل علمي استعداد او فطري نبوغ له مخې د مدرسې په ممتازو طالبانو کې ګڼل کیده اوهماغه و چې هلته د ټولو شرعي علومو ترتکمیل وروسته د نور المدارس فاروقي په دوهمه دوره فاضلانو کې په لومړنۍ ممتازه درجه فارغ التحصیل شو.

شيوخ او استاذان یې 

حضرت خلیفه صاحب بشیر د وخت  په مروجه علومو لکه صرف ، نحو ، بلاغت ، عقائد ، منطق ، فقه ، اصول الفقه  ، علم الحدیث او علم التفسیر کې ښه مهارت درلود ، او د تدریس په مهال به ورسره د هرفن شاګردان او طالبان اوسیدل.

نوموړي د علم د حصول په مهال ډیر کوښښ کاوه چې په سیمې کې له ترټولو ښو او جیدو علماو څخه تحصل د علومو وکړي  چې د هغو له جملې څخه یې د ځینو استاذانو نومونه په لاندې ډول دي :

 ۱ –  د هیواد او سیمې په کچه  ستر عالم ، زبده محدث علامه سید عبدالمنان ( د لاغرو ملا صاحب)  رحمه الله .

۲ – د هیواد په کچه ستر عالم او استاذ کل مولانا محمد اعظم ( مشهور په ملا صاحب ناخیل) رحمه الله 

۳ – د هیواد او سیمې په کچه جید عالم ، مشهور فقیه او محدث علامه  عبدالرحمن  مشهور د نانګه په ملاصاحب 

۴ – د جمال خیلو مشر ملاصاحب رحمه الله 

شاګردان یې :

جناب خلیفه صاحب چې د خپل ژوند زیاته برخه یې په تدریس کې تیره کړې د هیواد په سطحه په زرګونو شاګردان روزلې چې هغوی بیا هر یو په خپل ځای کې د علم دین د اشاعت او تدریس منارونه وو چې نور په زرګونوشاګردان یې روزلي، او ښه امتیاز یې دا وه چې هغوي ټول په خپل وخت کې د اسلام د لارې تکړه مجاهدین او هر یو په خپلې سیمې کې د شوروي اشغال په خلاف د جهادي جبهاتو مسؤلین وو .

چې د مشت نمونه یې خروار په توګه یې د ځینو نومونه په لاندې ډول دي:

۱ – مشهور فقیه ، محدث او تکړه عالم مولانا عنایت الله ( مشهور د کسټم په خلیفه) صاحب چې هم تکړه عالم ، هم د شوروي اشغال په مهال د مقر ولسوالۍ جهادي امیر او هم په تصوف او سلوکو کې تکړه مرشد.

۲ – مولوي فقیر محمد ( مشهور په ملافقیر ملاصاحب)  د هیواد مشهور عالم او د جهادي جبهې آمر.

۳- مولوي عبدالرحمن فدايي تکړه عالم او دقره باغ ولسوالۍ د مجاهدینو عمومي جهادي قومندان .

۴ – د هیواد په کچه مشهور عالم او د محمدیه مدرسې تکړه استاد مولانا حاجي محمد صادق صاحب

۵ –  جید عالم میا صاحب عبدالحکیم تکړه مبارز چې د کمونستانو لخوا اسیر او شهید کړای شو.

۶ –  تکړه عالم شیخ داد محمد صاحب اکاخیل

۷- تکړه عالم خلیفه سدوزی صاحب 

۸- جید عالم خلیفه صاحب موسی جان 

۹ – شیخ الحدیث خلیفه صاحب محمد انور /خوست 

۱۰ – شیخ الحدیث خلیفه صاحب محمد رحیم / خوست

پورتني کسان  سره له دې چې هر یو په خپلې سیمې کې له مشهورو علما وو څخه شمیرل کیدل او هر یوه یې له ځانه سره ډیر شاګردان لرل ، د هغه ترڅنګ هریو په خپل وخت کې د شوروي اشغال په مهال تکړه مجاهد او اکثریت یې د جهادي جبهو مسؤلین وو.

د سلوکو او تصوفي مراحلو تکمیل یې

دا چې حضرت خلیفه صاحب د نورالمدارس د فاضلانو په جمله کې د غوره اخلاقو، ښه علمي استعداد او خاص اخلاقي تهذیب څښتن و نو له همدې امله د مدرسې د مؤسس حضرت فضل عمر مجددي (نورالمشائخ) رحمه الله د خاصې توجه وړ وګرځیده او نوموړ ته یې د ظاهري علم تر څنګ د باطني علم ، تصوف او تزکیې په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه وکړه .

د خدای وړکړي استعداد له مخې جناب خلیفه صاحب له خپل مرشد او مربي جناب نور المشائخ صاحب څخه د باطني علم (تصوف او سلوکو) مراحل هم په ډیر لنډ وخت کې طی او د ظاهري علم ترڅنګ په باطني علم کې هم د خپلو اقرانو په جمله کې تر ټولو وړاندې و.

علمي او تربیوي فعالیتونه یې.

حضرت شمس المشائخ جناب خلیفه صاحب رحمه الله له نور المدارس څخه تر فراغت وروسته د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د مخورو مشرانو په غوښتنه خپلې سیمې ته راغی او دلته یې د سیمې د خلګو د ځوان نسل په علمي او روحاني روزنې او پالنې پیل وکړ .

نوموړی په خپلې سیمې کې د شرعي علومو د تعلیم او تدریس ترڅنګ په سلوکو او تصوف کې هم د پام وړ خدمتونه وکړل او په دې برخه کې یې ښه علمي شهرت ترلاسه کړ.

په غزني ولایت کې د نوموړي په لاس د سلګونو دیني عالمانو تر روزل کیدو وروسته کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د کندهار ښار د دو راهي سیمې سره نیږدې د بختیارو په کلي کې د شرعي علومو تدریس پیل کړ.

په کندهار ولایت کې تر څوکلن تعلیم او تدریس وروسته د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم (مجددي) رحمه الله په لارښوونه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ ته ولیږل شو.

د پغمان په خواجه مسافر سیمې کې هم د سیمې د خلګو د دیني ښوونې او روزنې مسؤلیت ورته سپارل شوی و چې نوموړي وکړای شول په کمه موده کې د پغمان ولسوالۍ په سطحه یوزیات شمیر د دیني علومو طالبان وروزي.

په پغمان ولسوالۍ کې د تدریس په مهال د ژمي په رخصتي کې د کابل پوهنتون او کابل پولیتخنیک یو زیات شمیر هغه محصلین هم چې د یني مفکوره یې لرله جناب خلیفه صاحب ته د دیني زدکړو د ترلاسه کولو لپاره راتلل چې د هغو له جملې څخه یو هم د هیواد مشهورعلمي او فکري شخصیت مرحوم انجنیر عبدالله ګل ( ریان) صاحب و چې له کمونستانو او ملحدینو سره د جهاد او فکري مبارزي سرخیل ګڼل کیده او په دې لاره کې یې نه هیردونکي فعالیتونه وکړل.

په پغمان کې تر څوکلن علمي فعالیت وروسته بیاهم د حضرت ضیاء المشائخ رحمة الله تعالی علیه په هدایت دا ځل د پکتیکا ارګون ولسوالۍ ته ولیږل شو او هلته یې د یوې نو تأسیسه مدرسې د مشر مدرس په حیث د سیمي د ځوانانو په دینې ښونې او روزنې کې د پام وړ خدمتونه وکړل.

هجرت ، جهاد او سیاسي مبارزه یې
دا چې جناب خلیفه صاحب له پیله د انګریزانو په خلاف د هیواد د ستر غازي او نامتو مجاهد حضرت فضل عمر ( مجددي ) نور المشائخ صاحب رحمه الله تر روزنې لاندې را تربیه شوی و نو د ده په وینې او رګونو کې هم له پیله د جهاد او مبارزې مینه وه .

کله چې په ۱۳۵۷ هـ ش کې ملحدو کمونیستانو د یوې پوځې کودتا په وسیله د هیواد واک تر لاسه کړ دا مهال جناب خلیفه صاحب د هیواد د ځوان نسل په علمې روزنې او تدریس لګیاو .

د ثورکرغیړنې کودتا له څو ورځو تیریدو وروسته ملحدو کمونستانو جناب خلیفه صاحب هم تر تعیقب لاندې ونیو اوغوښتل یې چې نوموړی هم د نورو زرګونو دیني عالمانو په څیر د ایمان او اسلام په جرم د زندان تورو تمبو ته واچوي.

ځکه هغوي ته په غزني ، کندهار، پکتیکا او کابل ـ پغمان کې د جناب خلیفه صاحب دیني او فکري خدمتونه ښه معلوم و ؛ ځکه یې نوموړي تر جدي تعقیب لاندې ونیو.

هماغه و چې نوموړی د سیمې د نورو علماوو په مشوره مجبور شو چې د ملحدو کمونیستانو په خلاف د جهادي اعداد لپاره هجرت وکړي او خپل کلي او سیمه پریږدي.

په ۱۳۵۸ کال کې کله چې په غزني ولایت کې د هیواد د نورو ولایتونو په څیر د مجاهدینو لومړني فعالیتونه پیل شول جناب خلیفه صاحب لومړنی شخص و چې په سیمه کې د جهادي فعالیتونو د تنظیم او ترتیب په غرض له دار الهجرت څخه هيواد ته راستانه او په غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ کې یې د کمونیستانو خلاف جهادي فعالیت پیل کړ.

په قره باغ ولسوالۍ کې د جهادي فعالیتونو په تنظیم او تنسیق کې د جناب خلیفه صاحب ترڅنګ د هغه استاذ ، استاذ کل ملاصاحب ناخیل ، مرحوم خطیب صاحب ، مرحوم مولوي بهادر خان صاحب ، مرحوم مولوي عبد الحکیم صاحب او د سیمې نورو علماوو هم فعال رول درلود.

په قره باغ ولسوالۍ کې د کمونیستانو په خلاف تر مسلح جهادي فعالیت پیل کیدو وروسته لومړنی شهید مولوي اغامحمد رحمه الله د ګاومیشک د سیمې اوسیدونکی او تر هغه وروسته بیا ملا محمد ابراهیم رحمه الله د جناب خلیفه صاحب مشرزوی د ولسوالۍ په سطحه لومړنی شهید ګڼل کیږي.

یعني د شهید ملا محمد ابراهیم په شهادت سره جناب خلیفه صاحب د قره باغ د ولسوالۍ د جهادي جبهې د مشر په حیث لومړنی مسؤل و چې د اسلام او خاوري په دفاع کې اولنۍ قرباني له خپله کوره ورکړه.

د ملا محمد ابراهیم په شهادت سره جناب خلیفه صاحب ټولو مجاهدینو او د قره باغ ولسوالۍ خلګو ته دا درس ورکړ چې د جهاد لاره د شهادت او سرښندنې لاره ده او دا سرښندنه مونږ هر یو له خپله کوره باید شروع کړو.

په قره باغ ولسوالۍ کې د کمونیستانو او شوروي اشغالګرو په خلاف د جهادي فعالیت پیل او بیا تر ډیر وخته پوري د جهادي جبهي امریت هم د جناب خلیفه صاحب په غاړه وه.

له افغانستان څخه د شوروي یرغلګرو تر وتلو او په هیواد کې د تنظیمي ګډوډیو په وخت کې جناب خلیفه صاحب د خپلې سیمي د علماواو طالبانو په تنویر، ارشاد او د هغوي په متحد ساتلو کې مهم رول درلود. 

 د نوموړي د همدې ارشادې او توجیهي هڅو په برکت د قره باغ ولسوالۍ او په مجموع کې غزني ولایت له تنظیمي جګړو څخه محفوظ او د علماو په کنټرول کې پاتي شو.

د طالبانو د اسلامي تحریک تر تأسیس وروسته 

په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي تحریک تر تأسیس وروسته د غزني ولایت د علماو په انسجام او د طالبانو له اسلامي تحریک سره د هغوي په کامل حمایت کې جناب خلیفه صاحب محوري رول درلود .

ځکه د تحریک تر تأسیس وړاندې چې د هیواد د ولایتونو په سطحه د طالبانو ولایتي تشکیلات وو په هغو کې د جناب خلیفه صاحب دوهم  زوی مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د قره باغ ولسوالۍ عمومي مسؤل و.

چې د تحریک د تأسیس له پیل نه له خپل ټول محلي تشکیل سره د تحریک له لیکو سره یوځای او په خوست ، پروان او لغمان ولایتونو کې یې د مسؤل او والي په حیث دنده تر سره کړه .

د طالبانو د اسلامي تحریک په اوائلو کې جناب خلیفه صاحب د غزني ولایت د علماو د یوه پلاوې په مشري کندهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د تحریک له تأسیسي مشر مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد سره وکتل او هغوي ته یې د خپلې سیمې د ټولو علماو مشائخو او جهادي قومندانانو د حمایت ډاډ ورکړ.

د اسلامي امارت د واکمني په مهال جناب خلیفه صاحب د خپل علمي او ارشادي مصروفیت ترڅنګ د قره باغ ولسوالۍ د علماو د شوری مسؤلیت هم په ښه توګه تر سره کړ. 

تر امریکايي اشغال ورسته 

پر افغانستان تر امریکايي اشغال وروسته هم جناب خلیفه صاحب د هیواد د نورو مجاهدو علماو په څیر آرم نه کیناست او په خپل ټول توان سره یې د خپلې سیمې خلګ د اشغالګرو خلاف جهاد ته تشویق کړل .

د امریکايي یرغلګرو خلاف جهاد کې یې هم د قربانۍ او سرښندنې لړۍ له خپله کوره پیل کړه ، په دې وخت کې سره له دې چې نوموړی د عمر په لحاظ ډیر مشر خو د عزم او ارادې په لحاظ تر ډیرو ځوانانو تکړه و.

زه د امریکايي اشغال په لومړنیو شپو ورځو کې د جناب خلیفه صاحب په خپل کلي کې د هغه لیدو ته ورغلم .. 

ماسپښین مهال و مرحوم خلیفه صاحب د ماسپښین لمانځه لپاره د کلي په مسجد کې تشریف درلود.

تر لمانځه ووسته یې په مینه  رغبړ راسره وکړ، زما د ورڼو او ملګرو پوښتنه یې راڅخه وکړه .

دا هغه مهال و چې امریکایانو د طالبانو بندیان ګونتنامو زندان ته لیږدول.

 مرحوم خلیفه صاحب د هماغو بندیانو هم پوښتنه وکړه او ویل یې چې په عبدالحق مي ډیره اندیښنه او خوا بده ده .. له دې خبرې سره یې په سترګو کې اوښکې راغلي .

دا لومړی ځل و چې ما د شهیدانو یا بندیانو په اړه د خلیفه صاحب په سترګو کې اوښکې لیدې.

ځکه ما هغه وخت هم نوموړی لیدلی و چې خپل زوی یې مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د کابل په شمال کې د شمالي ټلوالي د ځواکونو لخوا تازه اسیر شوی و.

د خپل زوی د اسارت په مهال ما کله هم د خلیفه صاحب مبارک په سترګو کې اوښکې نه دې لیدلې ، او نه ورباندې دومره متأثر و.

همدا راز د امارت د واکمنۍ په مهال چې به هرطالب په سیمه کې شهید شو نو خلیفه صاحب به یې شخصا ځان جنازي ته رساوه او د هغه خپلوانو اوکورنۍ ته به یې د تسلی او ډاډ خبرې کولې.

خو د ګونتنامو بندیانو په خبره یې زړه ډیر مات و او د هغو بندیانو له جملې څخه یې د ملاعبد الحق نوم  مکرر یاداوه.

ملا عبدالحق (وثیق) د امارت د واکمنۍ په مهال د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال و چې د یوشمیر غدرکوونکو لخوا په غدر سره تر نیول کیدو وروسته امریکایانو ته وسپارل شو او هغوی ګونتنامو زندان ته یو وړ.

خلیفه صاحب د خپل عادت له مخې احسان فراموش نه و.

ملاعبدالحق وثیق به د خپل مسؤلیت په وخت کې د خلیفه صاحب او مجددي کورنۍ زیات درناوی کاوه ، ځکه خلیفه صاحب هم د ګونتنامو تر ټولو بندیانو وثیق ته زیاتې دعاوې کولې او ډیر يې یاداوه.

بس هماغه د ماسپښین تر لمانځه وروسته مو لنډه ناسته وکړه نور یې ماته د مأثرو اذکارو او مسنونو دعاګانو د ډیرو ویلو په توصیې کولو سره زه د مرحوم ریان صاحب کورته تري را رخصت شوم. 

جناب خلیفه صاحب د امریکايي اشغال په مهال ترهغوپوري په خپل کلي او وطن کې پاتي شو تر څو یې د کابل رژیم بي مروته او مزدورو اربکیانو په کلي برید وکړ او د ده تر ټولو کشر زوی عبدالله اخوند زاده یې د ده په مخ کې په ډیر ظلم شهید کړ.

جناب خلیفه صاحب چې دا مهال د عمر په لحاظ ډیر کمزوري او پر افغانستان د امریکايي اشغال له وجې ډیر ناتوانه شوی و د خپل زوي د شهادت او د هغه د جنازې پر سر د هغه د وړو یتیمانو او کوروالو ژړا صحنه په خپلو سترګو ولیده ، خو بیايي هم جهادي حوصله له لاسه ور نه کړه، لومړی یې د شهید عبدالله اخوند زاده په روح د مبارک قرآن تلاوت وکړ او بیا یې د خپل کور ، کلي او سیمې خلګو ته وویل چې دا ډول مظلومانه شهادتونه زمونږ د ظالم دښمن د شکست زیری مونږ ته راکوي ، مونږ به د دغو شهیدانو په وړاندې بي تفاوته نه پاتې کیږو او د هغوي له یرغلګرو قاتلانو څخه به د هغوی انتقام اخلو.

اي مسلمانانو !  تاسو حوصله له لاسه مه ورکوي که مو دښمن هرڅومره ظالم او ځواکمن دي خو منتقم خدای مو ډیر طاقتور او مقتدردی ، هغه به حتما تري د خپلو مظلومو بندګانو انتقام اخلي .

د شهید عبد الله اخوند زاده تر شهادت وروسته بیا جناب خلیفه صاحب هجرت ته مجبور او د شهید له یتیمانو سره یوځای د یرغلګرو او د هغوي د بیدینه ملاتړو د مظالمو له وجې د کور او کلي پریښودو ته اړیستل شو.

خو د هجرت له دیاره یې هم په غزني ، خوست ، پکتیکا ، ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې د اشغالګرو په خلاف د مجاهدینو او عام ولس ترغیب او تشویق جاري ساته او تل به یې له خپلو متعلقینو، ارادتمندانو، شاګردانو ، مُریدانو او عامو خلګو سره په غونډو کې هغوي د اشغالګرو خلاف جهاد ته هڅول.

د ژونډ ټولنیز مشخصات یې

مرحوم خلیفه صاحب د خپلو علمي ، جهادي ، دعوتي او سلوکي کمالاتو او فعالیتونو له وجې یو فرد او شخص نه ؛ بلکې کاملا یوه علمي مدرسه او یو فکري مکتب و .

د نوموړي د عمر زیاته برخه په تدریس ، جهاد او دعوت الی الله کې تیره شوې.

مرحوم خلیفه صاحب د طریقه نقشبندیه د نورو خلفای کرامو په څیر له جهاد سره ځانګړی تعلق درلود.

د ژوند د هرې دینې شعبې په عملي کیدو کې یې په اتباع د سنتو ډیر ټینګار کاوه 

نوموړی به تل ویلو چې کتاب الله او سنت الرسول د اسلام او تشریع اساسي مصادر دي.

باید د مسلمانو ټول کړه وړه که هغه عبادات دي ، که معاملات دي ، که نظام جوړونه او سیاست دی او که احوال شخصیه او اخلاق دي د قراني آرشاداتو ، او نبوي سنتو برابر وي ، له بدعتونو او خرافاتو څخه یې خلګ په کلکه منع کول.

د تصوفو او عرفان په برخه کې یې ټول کوښښ دا وه چې په دې پاکه سلسله کې څوک له ځانه جوړ کړي بدعتونو په عباداتو کې شمیر نه کړي. 

ټوله هڅه او هاند یې دا وه چې د علم باطني په روح خلګ پوه کړي .

نوموړی به خپلو شاګردانو، متعلقینو او مریدانو ته دا توصیه کولو چې عمل په کتاب الله او حدیث د تصوف روح ده ، هرڅوک که غواړي اصلي صوفي اووسي هغه باید کتاب الله اوحدیث د خپل ژوند سرمشق وګرځوي او په کامله معنی پر هغه عمل وکړي.

له بدعتونو او خرافاتو لیري اووسي ، له خپلو مسلمانانو وروڼو سره محبت وکړي ، د الله د دین د فاع په لاره کې جهاد وکړي او د باطني تزکیې او پاکي لپاره له خپلو مشائخو او مرشدینو سره په تعلق کې اووسي.

پر دې سر بیره  جناب خلیفه صاحب په خپل علمي او جهادي ژوند کې ځینې ډیرې ښې ځانګړتیاوې لرلې ، نوموړی د تدریس ، تعلیم او دعوت په برخه کې ښه عالم ، ښه مدرس او ښه داعي او په جهادي جبهاتوکې یو ښه مجاهد و ، د جهاد او تدریس ترڅنګ په ملي او ټولنیزو مناسباتو کې د خپلې ټولنې یو ملي او ولسي شخصیت و.

هرځای چې نوموړي وخت تیر کړي هلته به د سیمي خلګو د خپلو ټولو ذات البیني منازعاتو د حل او فصل لپاره ده ته مراجعه کوله او نوموړي به هم د خپل علم ، فقاهت او علمي بصیرت په رڼاکې د هغوي مشکلات ورته حل کول.

د جناب خلیفه صاحب ژوند ډیر ساده ، فقیرانه او له تجمُل ، ترفه او تکلف څخه پاک و .

نوموړی سره له دې چې د خپلي سیمې په کچه ښه مدرس، ښه مجاهد، ښه دعوتګر، په تصوف او عرفان کې ښه مرشد، او په اجتماعي مناسباتو کې ښه بلد ټولنیز شخصیت و، خو د دې ټولو کمالاتو باوجود یو نهایت مشفق او د بیوزله خلګو زیات خواخوږي و.

 له هرچاسره یې تعامل لله في الله و ، هیڅ وخت یې د وخت د حاکمانو په تقاضا د اسلامي شریعت د احکامو له تعمیل څخه عدول نه دی کړی ، له ډیر ستر حاکم ، دولت مند، او یوه فقیر او عادي شخص سره یې تعمل یو ډول و .

دوځلي یې سعودي عربستان ته د حج د فریضې اداء کولو په خاطرسفر کړی ، او نور ټول ژوند یې په تدریس، دعوت ، جهاد  ارشاد او ریاضت کې تیرشوی دی.

ښايي له حضرت نور المشائخ او ضیاء المشائخ رحمهما الله تعالی وروسته له جناب خلیفه صاحب بشیر پرته د تصوف او عرفان په برخه کې بل چا نه دومره فعالیت کړی وي او نه یې هم دومره شاګردان، متعلقین اوارادت مندان درلودلي وي.

حتی له افغانستانه بهر هم ډیر کسان د خلیفه صاحب په مریدانو کې شامل و چې د هغو له جملي څخه یو عراقي عالم الشیخ ابو توحید و چې د شوروي اشغال په مهال جهاد ته راغلی او بیا په غزني ولایت کې د نوموړي کلي ( بشیر کلي ) ته ورغی او هلته یې وخت ورسره تیر کړ.  

جناب خلیفه صاحب مرحوم د علم او تدریس په برخه کې په زرګونو شاګردان لری او د هغه ترڅنګ په باطني علم کې یې د خلیفه صاحبانو شمېر له اتیا تنو څخه اوړي، چې ځينې يې وفات او ډېری یې اوس هم په کابل، کندهار، غزني، پکتیا، پکتیکا ، مزار شریف، د ډیورڼد کرښې پوري غاړي په پیښور او کویټه کې د تصوف او ارشاد په خدمت بوخت دي.

د مرحوم خلیفه صاحب د ژوند محصول پنځه او لادونه دي چې د هغوی له جملې څخه دری نارینه او لادونه هر یو مشر ملامحمد ابراهیم اخوند زاده د کمونیستي اشغال په مهال د کمونیستانو لخوا شهید کړای شو، کشرعبدالله اخوند زاده صاحب یې د امریکايي اشغال په مهال د امریکايي مزدورانو لخوا شهید کړای شو او  منځوي زوي یې مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د اسلامي امارت د حاکمیت په مهال له مفسدینو سره د مقابلې په ترڅ کې اسیر او ډیر وخت یې په اسارت کې تیر کړ.

چې په دې اساس جناب خلیفه صاحب د ابو الشهیدین لقب په خپلولو سره هم د شوروي اشغال په خلاف له خپله کوره د اسلام په دفاع کې شهید ورکړي ، هم یې د امریکايي اشغال په مهال له خپله کوره شهید ورکړي او هم یې له مفسدینو سره د مقابلې په مهال کې له کوره اسیر لرلی دی.

د جناب خلیفه صاحب قائم مقام او ځای ناستی.

د خلیفه صاحب مرحوم د دوو زامنو تر شهادت وروسته د هغه په نارینه او لادونو کې اوس یو مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب د هغه خلف صالح ، قائم مقام او ځای ناستی دی.

محترم مولوي محمد اسحاق اخوند زاده صاحب هم د خپل والد بزرګوار له نیکې علمي، اصلاحي ، ارشادي او سلوکي تربیي څخه په ښه توګه برخمن او د خپل والد بزرګوار په حسنه اخلاقو او ښه تعامل متصف دی.

نوموړی سره له دې چې د خلیفه صاحب په ژوند کې د هغه په خدمت سخت مصروف و مګر د هغه ترڅنګ یې جهادي ، دعوتي او سلو کي فعالیتونه هم پر مخ وړي او په دې برخه کې یې ښه رول لرلی دی .

نوموړی په جهادي برخه کې همدا اوس په خپلې سیمې کې د امریکايي اشغالګرو په خلاف د یوې مجهزې جهادي دلګۍ د مشري ترڅنګ نورهم د دعوت او ارشاد په برخه کې خپل فعالیت کوي.

په تصوفي او سلوکې برخه کې یې هم د تصوف او ریاضت ټول مراحل د خپل والد صاحب تر مراقبت او روزنې لاندې په احسن وجه تکمیل کړي او له امله یې د لومړي ځل لپاره خپله د جناب خلیفه صاحب لخوا د خلافت دستار ورپه سر کړل شوی او دوهم ځل د خانقاه عالیه نقشنبدیه قلعه جواد کابل د سجاده نشین حضرت احمد امین جان مجددي صاحب لخوا اعزازا د خلافت دستار ور په سر کړل شو.

نوموړي د مرحوم خلیفه صاحب د صالح خلف په توګه د جناب خلیفه صاحب ټولو متعلقینو او ارادتمندانو ته قابل قدر او احترام دی او ټول ورته د مرحوم خلیفه صاحب د ځای ناستي په سترګه ګوري.

وفات او رحلت یې 
جناب خلیفه صاحب (رحمة الله علیه) په خپل حیات کې ډېر بې تکلفه او عادي ژوند درلود چې دې بي تکلفي یې په صحت هم ډیر ښه تاثیر درلود.

نوموړی ډیر وخت په تدریس ، دعوت او ریاضت تیرا وه.

د شپې قیام اللیل ، د ورځې پر فرائضو سربیره نور ټول مسنون مؤکد معمولات ، د دوشنبې او پنجشنبې د ورځې روژه یې په ډیر اهتمام تر سره کول.

همدي مذهبي معمولاتو د نوموړي پر صحت داسې مثبت اثر درلود چې سره له دې چې اوس په خپله سیمه کې د ده هم عمره څوک نه وه مګر د ده صحت ډیر ښه او خپل ټول معمولات او ورځنۍ چارې یې په ښه توګه تر سره کولې.

 نوموړي په خپل ټول ژوند کې دوه ځله ناروغه شوی چې یوځل څلور کاله وړاندې د توبرکلوز په ناروغۍ مبتلا او بیرته تري روغ شو ، اودوهم ځل څلور میاشتې وړاندې د ضعف او کبر سن له وجې پرمختلفو ناروغیو مبتلاء شو چې له امله یې پر بستر پري وت خو دا هرڅه یې په سړه سینه وزغمل.
بالاخره د معرفت، روحانیت او علمیت دغه ځلانده ستوری د (۱۴۴۰هـ ق د محرم الحرام د میاشتې په ۹ نېټه ، چې د ۱۳۹۷هـ ش د سنبلې/وږي له ۲۹نیټې سره سمون خوري) د چهارشنبې په ورځ مازیګر قضاء د ماښام تر لمانځه لږ مخکې له دې فاني نړۍ څخه د ابديت په لوري وکوچیده او په زرګونو مجاهدین، شاګردان او متعلقین یې په ویرجن حالت کې ترشا پریښودل
انا لله و انا الیه راجعون 

پورتني معلومات مو عجالتا د جناب خلیفه صاحب د متعلقینو او ارادت مندانو د مکررې غوښتنې په اساس ترتیب کړل.

د جناب خلیفه صاحب علمي ، جهادي او ټولنیز شخصیت او د اسلام او هیواد په لاره کې د هغه کړي خدمتونه  د دې ایجاب کوي چې مکمل کتاب ورباندې ولیکل شي. 

تر هغو چې د جناب خلیفه صاحب نور متعلقین او لیکوال ارادت مندان د هغه د ژوند په جلا جلا برخو نوري لیکنې کوي ما د اوس لپاره د غه مختصره لیکنه ترتیب کړه هیله ده چې جناب خلیفه صاحب د متعلفینو او ارادتمندانو لپاره به مورد د استفادي وګرځي. 

Related posts