دسمبر 16, 2018

د شهید مولوی سیف الله “خالد” ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهید مولوی سیف الله “خالد” ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

صفي الله “رائد”
دا چې د اسلامي امارت صف تر ننه پورې داسې واحد او متحد پاتې شوی، ستر علت یې همدا دی، چې دوی له مشره تر کشره، له رهبره تر عسکره ټول په الهي مینه مست او د شهادت په انتظار دي او دغسې مرګونو ته لبیک وایې.
دا چې مرګ څه نوی شی نه دی او نه هم طالبان په خپلو صفونو کې په لومړي ځل له داسې سختو فراقونو سره مخکېږي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په ډیرو سختو حالاتو کې ډیر نور مخکښ مشران له لاسه ورکړي.

د میدان ښار جلریز ولسوالۍ اتل شهید مولوی سیف الله خالد تقبله الله نه خو د طالبانو په صف کې لومړی شهید دی او نه به هم اخرینی شهید وي؛ اسلامي امارت د خپلې شرعي وجیبې له مخې د اسلام په دفاع کې تر دې سترو قربانیو ته تیار دی او وي به ان شاءالله.

یاد غښتلی ټولی د خپلو مشرانو په شهادتونو خفه نه، بلکې په شهادتونو یې ویاړي؛ ځکه چې د شهید په وینو صف پیاوړی کېږي. شهادت سره صف لا ګړندی کېږي.
هو! شهادت هغه مینه ده چې د ډېرو زړونو مینې پکې رانغښتي.
شهادت: هغه ستره هیله ده چې لاهم د ډېرو تنکیو ځوانانو هیلې او آرمانونه پورې تړلي.
شهادت پدې تنکیو مستشهدینو دومره ګران دی چې آن اورونو ته وردانګي.
نه غواړي، بل هېڅ نه غواړي! مګر شهادت غواړي؛ شهادت یې ارمان، شهادت یې مرام وي او خپل مرام ته ځان رسول غواړي.
هو! شهادت: یوه داسې ښکلې ډالۍ ده چې رب جل جلاله یې یواځې خپل نازولي بنده ته ورکوي.
چې دا دی نن د هغو نازولو په کتار کې د شهید خالد تقبله الله نوم هم ولیکل شو.

شهید مولوی سیف الله “خالد” تقبله الله د شهید مولوی بادام ګل ځوی په ۱۳۶۲ کال د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ د زیولات خدرخیلو کلي کې زېږېدلی.

دا چې له کتاب سره یې بې کچې مینه درلوده نو له همدې امله یې د عمر ډېره برخه په تعلیم او تعلم کې لګولې وه.
د عصري علومو سربېره یې دالله تعالی سېڅلی کتاب (قران عظیم الشان هم په زړه کې ژوندی ستاتلی و. د قران کریم د حفظ سره سره یې په فنونو کې هم خپله تنده خړوبه کړې وه.

شهید خالد تقبله الله په دوه زره او شپږم(۲۰۰۶)ء کال کې له جامعه حقانيه اکوړه خټک مشهورې مدرسې څخه د بخاري شریف سند تر لاسه کړ.
څو کاله پرلپسې یې په مختلفو مدارسو کې د فنونو تدریس هم وکړ، چې په دې وروستیو کلونو کې یې د امریکایي یرغلګرو او دهغوی لاس پوڅو ګوډاګیو سره په ګرمو سنګرونو کې ښکېل او په دې بهیر کې د زیاتو مصروفیتونو له کبله درس او تدریس ترې نیمګړی پاتې شو؛ د میدان ښار دنګو غرونو ته راغی او د هیواد د آزادۍ توره یې په لاس کې واخیسته.

شهید قاری سیف الله خالد د اسلامي امارت تر قیادت لاندې یو له مخلصو او زړورو اشخاصو څخه ګڼل کېده.
تل به یې په خپله خاوره د اسلامي نظام حاکمېدل یو لوی ارمان یاداوه.
خالد چې څومره ما پېژانده، په خپل هدف کې خاص او خدای جل جلاله ته یو راست انسان و.

څلور کاله پرلپسې د خپلې (جلریز) ولسوالۍ نظامي مسئول پاتې شوی و.

کله چې څلور کاله وړاندې د اسلامي امارت لخوا د جلریز ولسوالۍ لپاره نظامي مسئول وټاکل شو، په همدې کال کې یې د یادې ولسوالۍ پر پوستو پراخ بریدونه تر سره کړل چې په نتیجه کې یې شاوخوا ۱۲ پوستې فتحه او ګڼ شمېر مهمات چې څو رنجر موټر او ټانګونه هم پکې و د غنیمت په توګه ونیول.
دا چې شهید خالد تقبله الله اسلامي امارت او اسلامي نظام ته یو وفادار شخص و، د دویم کال لپاره یې یو وار بیا د میدان وردګو ولایت په تشکیلاتو کې د جلریز ولسوالۍ دنظامي مسئول په حیث نوم ولیدل شو.
د دویم کال له لاسته راوړنو له جملې یې یو د سه کلا سیمه له اربکیانو په مکمله توګه پاکول و، چې ټول په ټوله د اسلامي امارت مجاهدینو ته په لاس ورغله.
خالد د دریم کال لپاره بیا هم پخپل ځای برقرار پاتې شو.
هو! خالد د خالد بن ولید یو رښتینی لاروی وو او د خالد بن ولید په څېر یې یو ځل بیا په دوښمن کارنده بریدونه پېل کړل او وحشي دښمن ته یې یو ځل بیا د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، ګڼې پوستې او سیمې یې د دوښمن له پلیتو قدمونو ور پاکې کړې.
سږکال خالد قاری صاحب په خپله ولسوالۍ کې د څلورم ځل لپاره بیا هم نظامي مسئول وټاکل شو، چې تر کوچني اختر وروسته یې یو ځل بیا په ګڼو پوستو او بېزونو بریدونه پېل کړل چې په پایله کې یې د خوجه صیب لوی بېز او شاوخوا څوارلس نورې پوستې فتحه شوې او ګڼ شمیر مهمات یې له دوښمن څخه تر لاسه کړل، چې درې غټ ټانګونه او څو رنجر موټر هم پکې شامل وو.

سیف الله قاری صاحب یو با اخلاقه، ځیرک او خندنی انسان و، داسې انسان چې تل به یې خبرې په خندا او مسکا پېلولې، د مجلس او خبرو سړی و.
دا سپېڅلی غمی له ډېره وخته د مکار دوښـــــمن تر څار لاندې و؛ ځکه دوی غوښتل چې دا پاکيزه غمی مات کړي؛ځکه چې د همدې پاکېزه غمي شعاو یې سترګې برېښولې او سوزولې.

چې بلآخره د یکشنبې په ورځ د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۹ تاریخ د غزني ولایت د شلګر په ولسوالۍ کې د یرغلګرو کافرانو له لوري د ډرون په ناځوانمردانه برید کې د همدې ولایت د مرکز میدانښار له نظامي مسئول سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل.

د شهید مولوی سیف الله خالد تقبله الله هجر که څه هم دروند دی، مګر دا چې د الله تقدیر دی، مونږ پرې راضي یو، هغه سپیڅلی انسان په رښتیا چې یواځې له شهادت سره جوړېده.

نحسبه کذالک والله حسیبه

Related posts