دسمبر 16, 2018

پر جنګي مجرمانو د عدالت تطبیق 

پر جنګي مجرمانو د عدالت تطبیق 

د بشري حقونو د څار ادارې (Human Rights Watch) د ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ په میاشت کې په افغانستان کې د جنګي جرائمو او لویو جنایت کارانو په اړه یو مفصل راپور نشر کړ چې په هغه کې یې د امریکا له حمایت څخه برخمن د کابل د ګوډاګۍ رژیم اته تنه چارواکي د سترو جنګي جنایت کارانو په حیث معرفي کړي و.
په دې مفصل او مستند راپور کې د هغه مهال څو مطرح چارواکي لکه د ملي امنیت رئیس اسدالله خالد، د بلخ والي عطا محمد نور، د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق،په پکتیکا کې د محلي پولیسو مشر عزیز الله کاروان، په کندز کې د اربکیانو مشر میرعالم، په روزګان کې د اربکیانو مشر عبدالحکیم شجاعي او څو تنه نور پوځي او استخباراتي چارواکي د لویو جنګي مجرمینو په حیث معرفي شوي وو. دغه راپور چې د ګڼ شمیر ځورول شویو کسانو سره د مرکو په اساس ترتیب شوی و، له هغو مظالمو یې پرده پورته کوله چې یادو شویو قاتلانو په افغان اولس ترسره کړي وو، خو امریکایي چارواکو او رسنیو ورباندې پرده غوړولې وه.
څرنګه چې دا راپور د یوې نړیوالې ادارې لخوا ترتیب شوی و، تمه کیده چې امریکایي چارواکي او د بشر د حقوقو نور مدعیان به ورته توجه وکړي او د یادو جنګي مجرمینو په اړه به اقدام وکړي. خو امریکایي اشغالګرو  د پخواپه شان د دې جنایت کارانو ملاتړ ته دوام ورکړ او د هغوی په هر اړخیز مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ سره یې د نورو جرائمو او مظالمو فرصت هم ورته مهیا کړ.
خو د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین چې همیشه یې د خپل ځوریدلي ملت د مظلومیت غږ اوریدلی او د ظالم له لاسه د مظلوم د ګریوان په خلاصولو کې یې له هیڅ نوع هڅو دریغ نه دی کړی. یو ځل بیا یې له مظلوم اولس سره خپله خواخوږي ثابته کړه او د پخوا په شان یې په ظالمو جګړه مارانو د عدالت تطبیق ته دوام ورکړ.
په تیرو څو کلونو کې له یادو جنګي مجرمینو سره د اسلامي امارت او امریکایي چارواکو تعامل ته که دقیق نظر وکړو نو را معلومه به شي چې اسلامي امارت د مظلوم افغان اولس اړخ نیولی او په دغو ظالمانو یې عدالت تطبیق کړی دی. اما بالمقابل امریکایي اشغالګرو چې د بشر د حقوقو د ساتنې شعارونه هم بدرګه کوي، د لوړو یادو شویو جنګي جنایت کارانو ملاتړ ته یې دوام ورکړی او په هر اړخیز سیاسي او پوځي ملاتړ سره یې هغوی پرلپسې تقویه کړي دي.
د یادو جنګي جنایت کارانو له جملې د مجاهدینو لخوا په اسدالله خالد برید وشو چې نوموړی په کې سخت ټپي شو. خو امریکایانو په ډیره عجله د هغه مرستې ته ودانګل، نه یوازې یې نوموړی د باګرام پوځې اډې او بیا امریکا ته د علاج لپاره انتقال کړ، بلکې د هغه وخت امریکایي ولسمشر بارک اوباما یې شخصا عیادت هم وکړ.
د نورو جنګي مجرمینو له جملې یوازې په سږ کال کې د اسلامي امارت مجاهدینو دوه ستر قاتلان عزیز الله کاروان او جنرال عبدالرازق دخپلو اعمالو په سزا رسولي او له منځه وړي دي. عبدالحکیم شجاعي چې د سلګونو بې ګناه وګړو قاتل دی، تازه په تازه د مجاهدینو تر برید لاندې راغلی،ډیر جګړه ماران یې وژل شوی. دغه ستر قاتلان او جنګي مجرمین چې لاسونه یې د زرګونو بې ګناه انسانانو په وینو سره دي، له منځ تلل یې د مظلومانو او اغیزمنو وګړو د حق اخیستلو او عدالت د تطبیق په برخه کې ستر او تاریخي ګام بلل کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت له پیله، له همدې شعار سره قیام کړی و، چې د خپل مظلوم اولس او مستضعفو وګړو ګریوان به د ظالمانو له پنجو خلاصوي. ظالمان او قاتلان به د خپلو اعمالو په سزا رسوي او داسلامي عدالت په تطبیق سره به خپل اولس ته  د ډاډمن او سوکاله ژوند شرائط مهیا کوي. موږ هماغه شعار ته لا هم ژمن یو او د عدالت د تطبیق مرام  یوازې د شعار تر حده نه، بلکې عملاسرته رسوو.

Related posts