دسمبر 16, 2018

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره « 22 – دوه ویشتمه برخه »

د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره « 22 – دوه ویشتمه برخه »

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني
په کابل کې د علماؤ ترعنوان لاندي د فتوا د متن شرعي تحلیل:
د فتوا په سریزه کې د سولي پيژنده ، د سولي اړتیا ، په اسلام کې د سولي اهمیت، او د مسلمانانو په منځ کې پر سوله د ټینګار بحث شوی ، خو په دې ټول بحث کې د فتوا علماؤ کوشش کړی ، چې د افغانستان معاصر جهاد ، د مسلمانانو په منځ کې په خپل منځي جګړې سره تعبیر کړي ، او پر دې يې د قرآن او سنت څخه روایات راوړي ، چې د مسلمانانو په منځ کې جګړه یو ستر جرم دی ، ورسره د سولي پر اهمیت يې خبره کړې ، د نصوصو له سرسري الفاظ څخه استدلال کړی او نصوص يې په تحقیقي انداز سره نه دي څیړلي ، او بل دا چې په افغانستان کې د محارب امریکایانو شتون ته يې بالکل اشاره هم نه ده کړې ، د امریکایانو د یرغل او اشغال څخه په څنګ تیرشوي . تر دې ځایه موږ د علماؤ د فتوا شرعي تحلیل د معتبرو کتابو په حوالو سره په مخکنیو قسطو کې په تفصیل سره بیان کړ ، اوس د فتوا پر دوهم عنوان باندي د مذهب د معتبرو کتابو په رڼا کې بحث کوو ، چې ایا د کابل میشتو علماؤ خبره تر کومه حده پر حقیقت ولاړه ده .
کابل میشته علماؤ دوهم عنوان داسي قائم کړی : « په افغانستان کې روانه جګړه نا جائزه او هیڅ شرعي صبغة نه لري » . تر دې عنوان لاندي علماء بيرته هغه مخکنۍ خبره کوي ، چې په افغانستان کې جهاد نه ، بلکي د مسلمانانو په منځ کې خپل منځي جګړه ده ، او دواړو طرفو ته مسلمانان وژل کیږي ، بیا لیکي : چې د مسلمانانو قتل په شریعت کې یوه توجیه هم نلري ، پر دې خبره نور دلائل هم وايې . خو تر پایه دا نشي ثابته ولای چې د افغانستان معاصر جهاد ، یو بین المسلمین جګړه ده ، یوازي له دې چې د امریکایانو پر شتون سترګي پټي کړي . موږ تر راتلونکي عنوان لاندي د افغانستان معاصر جهاد د شریعت او مذهب د معتبرو کتابو په رڼا کې څیړو :
ایا د افغانستان معاصر جهاد په روښتیا یوه نا روا جګړه ده ؟
شرعي جهاد دوه ډوله لري :
1 – جهاد الطلب
2 – جهاد الدفع
په درر الحکام شرح غرر الأحکام : 1 / 282 کې داسي لیکي : « (هو فرض كفاية بدءا) أي ابتداء يعني يجب علينا أن نبدأهم بالقتال وإن لم يقاتلونا فإن الرسول – صلى الله عليه وسلم – كان مأمورا في ابتداء الأمر بالصفح والإعراض عن المشركين كما قال الله تعالى {فاصفح الصفح الجميل} [الحجر: 85] وقوله تعالى {وأعرض عن المشركين} [الحجر: 94] . . . ثم أمر بالقتال مطلقا في الأزمان كلها والأماكن بأسرها بقوله تعالى {وقاتلوهم حتى لا تكون فتنة} [البقرة: 193] {وقاتلوا المشركين كافة} [التوبة: 36] ، و {قاتلوا الذين لا يؤمنون بالله ولا باليوم الآخر} [التوبة: 29] إلى غير ذلك من الآيات » .
په یاد عبارت کې د جهاد الطلب یا اقدامی جهاد بحث شوی ، چې مسلمانان پر کفارو د دې لپاره حمله وکړي ، چې یا به د مسلمانانو قیادت مني او یا به جزیه ورکوي ، دا رنګه جهاد ته جهاد الطلب یا اقدامي جهاد ویل کیږي او پر مسلمانانو يې تر سره کول فرض کفایه دی ، که يې یو څو نفره تر سره کړي ، د نورو مسلمانانو زمه خلاصیږي او که يې په نړۍ کې یو څوک هم ونه کړي ، نو ټول مسلمانان ورباندي مجرم بلل کیږی .
وروسته لیکي : « (و) فرض (عين إن هجموا) أي هجم الكفار على ثغر من ثغور دار الإسلام فيصير فرض عين على من قرب منه وهم يقدرون على الجهاد » .
په دې عبارت کې د فرض عین بحث شوی ، وایې : چې که کفارو د مسلمانانو پر یو ښار باندي هجوم راوړي او حمله ورباندي وکړي ( لکه : پر افغانستان چې امریکایانو حمله کړې ) وکړه ، نو په دې حالت کې جهاد فرض عین ګرزي ، څوک چې ورنیږدي وي پر هغوی فرض دی .
اوس نو د افغانستان حالت څنګه ارزوو ؟ ایا په افغانستان کې د طالبانو مقابل کې په روښتیا یوازي مسلمانان جګړه پیل کړې او پر مخ يې وړي ؟ او که بالمقابل پر افغانستان امریکایانو یرغل کړی ، له افغانانو سره يې وسله واله مقابله پیل کړې او ورسره افغانان د غلامانو په رقم استعمالیږي ؟ په دې ټول پوهیږو ، چې پر افغانستان د امریکایانو د حملې په وخت کې نه اوسني اشرف غني شتون درلود ، نه په اصطلاح دې ملي ردو ، ملي پولیس یا اربکیو ، خو امریکایانو پر طالبانو په خپل ټول توان سره حمله وکړه ، له مسلمانانو څخه يې بنديخانې ډکي کړې ، شهیدان يې کړل ، آن له خپل هیواد څخه يې شړلو ته اړ ايستل ، نو په دې حال کې چې بیا هم یو څوک دا جهاد یو افغاني جګړه تعبیره وي ، بیا د قتال بین المسلمین نصوص ، د افغانستان پر اوسني حالت تطبیقه کوي ، نو په روښتیا چې هغوی د شرعي نصوصو معنوي تحریف کونکي دي .
په دې ټولو اتفاق لرو چې افغانستان یو خپلواک اسلامي هیواد دی ، خپلواک حکومت او شرعي امیر یې درلود ، امریکایانو ورباندي مسلحانه حمله وکړه ، دا یو واقعي خبره ده ، چې د افغانستان په هر غره او کوڅه کې امریکایان بلد نه ول ، نو ضرورت و چې له یو څو اجیرو او غلام افغانانو څخه کار واخلي ، او د افغانستان په تسخیر کې استعمال کړي .
په فقه اسلامي کې د محارب کافر حملې ته د ( هجوم ) یا ( نفیر عام ) الفاظ استعمال شوي ، د هجوم او نفیر عام په وخت کې پر هر مسلمان د کفارو دفع کول داسي فرض دي لکه لمونځ او روژه ، تر دې پوري ، چې زوی د مورو پلار ، او پوره وړی د دائن او غلام د بادار له اجازته پرته جهاد ته وتلای شي .
د فقه حنفي مشهور عالم علامه كاساني رحمه الله تعالی په ( بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع: 7 / 98 ) کې وایې : فأما إذا عم النفير بأن هجم العدو على بلد ، فهو فرض عين يفترض على كل واحد من آحاد المسلمين ممن هو قادر عليه ؛ لقوله سبحانه وتعالى {انفروا خفافا وثقالا} [التوبة: 41] قيل : نزلت في النفير .
وقوله سبحانه وتعالى : {ما كان لأهل المدينة ومن حولهم من الأعراب أن يتخلفوا عن رسول الله ولا يرغبوا بأنفسهم عن نفسه} [التوبة: 120] ولأن الوجوب على الكل قبل عموم النفير ثابت ؛ لأن السقوط عن الباقين بقيام البعض به ، فإذا عم النفير لا يتحقق القيام به إلا بالكل ، فبقي فرضا على الكل عينا بمنزلة الصوم والصلاة ، فيخرج العبد بغير إذن مولاه ، والمرأة بغير إذن زوجها ؛ لأن منافع العبد والمرأة في حق العبادات المفروضة عينا مستثناة عن ملك المولى والزوج شرعا ، كما في الصوم والصلاة ، وكذا يباح للولد أن يخرج بغير إذن والديه ؛ لأن حق الوالدين لا يظهر في فروض الأعيان كالصوم والصلاة ، والله تعالى أعلم .
د بدائع د عبارت مفهوم داسي دی : کله چې نفیر عام شي ، یعني : کفار د مسلمانانو پر یو ښار حمله وکړي ، نو ( جهاد ) فرض عین دی ، پر ټولو هغو مسلمانانو باندي فرض دی ، چې وس يې ولري ، ځکه الله تعالی فرمايې : {انفروا خفافا وثقالا} [التوبة: 41] .
او بل الله تعالی وايې : {ما كان لأهل المدينة ومن حولهم من الأعراب أن يتخلفوا عن رسول الله ولا يرغبوا بأنفسهم عن نفسه} [التوبة: 120] .
او دا چې د جهاد فرضیت خو وړاندي لا ثابت و ، یعني : پر مسلمانانو جهاد فرض کفایه و ، خو کله چې بیا کفار د مسلمانانو پر یو هیواد حمله وکړي ، او په لږ مجاهدینو يې دفع نه کیږي ، نو پر نورو باندي فرض ګرزي ، پر هر مسلمان داسي فرض دی ، لکه لمونځ او روژه ، غلام به د بادار ، ښځه به د میړه له اجازته پرته جهاد ته ځي ، ځکه د الله حق د بنده پر حقّ مقدم دی ، لکه په روژه او لمانځ کې چې د یو چا اجازت ته ضرورت نشته ، همداسي په دفاعي جهاد کې هم د چا اجازت ته اړتیا نشته .
د علامه کاساني رحمه الله تعالی له عبارت نه هم دا ثابته شوه ، چې په افغانستان کې جهاد فرض عین دی ، ولي چې امریکایانو د معاصر ټکنالوجي ، طیارو ، ټانګانو او د پر مخ تللې وسلو په مټ پر افغانستان یو وحشیانه حمله وکړه ، نو که علماء ودې حالت ته بیا هم د ( هجوم ) او یا ( نفیر عام ) حالت ونه وايې ، نو بل به په کوم وخت کې دا صورت جوړيږي ؟
د فتوا علماء د محارب امریکایانو له یرغل څخه سترګي نشي پټولای ، او نه هم پر دې انکار کولای شي ، چې افغانستان یو اسلامي هیواد نه دی ، یوازي د علامه ابن قیّم رحمه الله تعالی په خبره ، چې وايې : ( فجهاد الدفع يقصده كل أحد ولا يرغب عنه إلا الجبان المذموم شرعا وعقلا . الفروسية : ص : 189 )
ژباړه : جهاد دفع د هر مسلمان کار دی ، دا یوازي هغه بې غیرته خلک نه کوي ، چې د دوی بې غیرتي شرعا هم بده ګڼله کیږي او عقلا هم ، او جهاد طلب یوازي د غوره مسلمانانو کار دی .
د ابن قیّم رحمه الله تعالی په خبره څوک چې د خپل ځان ، هیواد او مسلمانانو دفاع له کفارو څخه نه کوي او یا د هغوی د اشغال لپاره دلائل تراشي کوي ، هغوی هغه بې غیرت خلک دي ، چې هم شرعا بد ورته ویل شوي ، او هم عقلا نا کاره بلل شوي .
په روښتیا دفاعي جنګ یو انساني فریضه ده ، مثلا : که دغه افغانان امریکاته ولاړ شي ، هلته پر امریکایانو باندي حمله وکړي ، نو ستاسو څه خیال دی ، ایا هغوی به لاس تر زنې ورته کښېني ؟ او که به پر دغو مسلمانانو باندي په خپل ټول وس او توان سره حمله وکړي .
بیا پر مسلمانانو خو د انساني فرېضې سره سره یو الاهي حُکم هم دی .
د رسول اله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د جهاد دفع ژوندی مثلا د احد او خندق غزاګاني دي ، د احد په غزا کې هم کفار راغلل پر مسلمانانو يې حمله وکړه ، مسمانانو له ځان څخه د دفعه کولو په خاطر له هغوی سره جهاد وکړ ، او د خندق په غزا کې هم کفار را جمعه شول ، پر مدېنه منوره يې حمله کوله ، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر قیادت لاندي مسلمانانو د هغوی سره جهاد وکړ .
كله چې د بدر په غزا کې کفار له ډیر ذلت سره مخ شول ، د هغوی په زړه کې د تل لپاره یو درد پاتي و ، چې له مسلمانانو څخه انتقام واخلي ، د دې لپاره د ابو سفیان په مشرۍ سره را ټول شول ، خپل ټول وس او توان يې وکړ ، جنګي وسائل یې برابر کړل ، خو دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د کفارو له چل ول څخه خبر و ، د دفاعي حالت لپاره يې اسلامي لښکر تیار کړ ، او په ښه ميړاني سره يې له کفارو سره د احد غره په لمن کې مبارزه وکړه .
د خندق غزا همدا رنګه وه ، کله چې د بني نضیر یهودو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره معاهده ماته کړه ، نو هغه وشړل ، هغوی د انتقام لپاره د عرب مشریکین جنګ ته تیار کړل ، هغوی پر مدېنې منورې باندي هجوم راوړ ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ قیادت په خپل لاس واخیست او له هغوی سره يې تر هغو مبارزه وکړه ، تر څو الله ذلیل او مات کړل .
په اوسني حالت هم امریکایانو په خپله اعلان وکړ ، چې موږ د نیویارک د برجونو د حملې انتقام اخلو ، او پر افغانستان يې حمله وکړه ، نو دې حالت ته په کتو سره د افغانستان معاصر جهاد تر ټولو سپېڅلی جهاد دفع او فرض عین جهاد دی .
په داسي واضح حال کې بیا هم د امریکانو پر شتون سترګي پټول او سپېڅلي جهاد ته د مسلمانانو خپل منځي جګړه ویل ، یو شرعي دلیل هم نه لري .
خلاصه دا شوه ، چې د کابلي فتوا د علماؤ دا خبره چې د افغانستان جهاد یوه شرعي صبغه نلري ، بې بنسټه او له شریعت سره په ټکر کې ده .
که څوک وايې : چې اوس خو په افغانستان کې د طالبانو په مقابل کې زیاتره افغانان وژل کیږي ، او افغانان خو مسلمانان دي ، وژل يې نا روا دي ، پر دې به په را روان قسط کې ان شاء الله تعالی تفصیلي بحث وکړو .

Related posts