دسمبر 16, 2018

دنفرت لوی نهر اودقطر پر ضد نوی پلان 

دنفرت لوی نهر اودقطر پر ضد نوی پلان 

حسن مومند

قطر چې له ۳ خواوو دفارس خلیج اوبو راګېر کړیدی، یواځې دیو هېواد سعودي عربستان سره د وچې له لارې وصل دی او کابو۵۰ سلنه خوراکي مواد او د اړتیا وړ نور شیان یې د همدې لارې خپل هېواد ته راواردول او همدا ورته ترټولواسانه او کم مصرفه لار وه خو دواړو هېوادونو داړیکوخرابېدوله امله سعودي عربستان دتېرو کابو۱۵میاشتو راهیسې دقطر پر وړاندې خپله پوله تړلې ده او قطر اړ دی چې خپل د اړتیا وړ شیان دسمندر او هوا له لارې دنورو هېوادونو څخه راوارد کړي.

قطر دسعودي سره ۶۰ کیلو متره ګډه پوله لري چې سعودي عربستان اوس دا پوله له منځه وړل؛دقطر جغرافیه تغیرول او دا هېواد په جزیرې بدلول غواړي.

قطر ته دسزا ورکولو په موخه دسعودي عربستان دولت ددې عزم اظهار کړی چې دقطر سره خپله ۶۰ کیلومتره اوږده پوله به له منځه وړي او دپولې سره به څنګ کې خپل لور ته یوکیلومتر دننه،  ۶۰ کیلومتره اوږد او ۲۰۰ متره پلن نهر کني چې ورسره به د وچې له لارې قطر له نړۍ پرې او په یوې جزیرې بدل شي.

څو ورځې دمخه د السبق په نوم دسعودي یوې جریدې کې  راغلي و چې ولي عهد محمدبن سلمان غواړي چې دقطر سره دسعودي عربستان پر پوله ژر ترژره نهر وکنستل شي او قطر پر یوې جزیرې بدل کړای شي ؛ نوموړې جریدې دا هم لیکلي دي چې دسعودي عربستان دولت غواړي چې نهر له اتومي فضله موادو ډک کړي ترڅو په راتلونکي کې ددې ځمکنۍ پولې دتلو راتلو لپاره د بیا کارول کېدو ټول امکانات له منځه ولاړ شي.

دسعودي رسنئ وایې چې دنهر کنستلو دې پروژې ته دقتاة السلوي نوم ورکړل شو یدی؛ددې پروژې دعملي کولو لپاره دسعودي دولت له لورې دنهرونو کنستلو ۵ مشهورو نړیوالو شرکتونو ته دعوت ورکړل شوې و چې ورسره مذاکرات ترسره شویدي او ژر به هغه شرکت اعلان شي کوم ته یې چې دولت ورکول او ددې پروژې په اړه ورسره تړون کول غواړي.

دسعودي دولت وایې چې پدې پروژې به ۷۵۰ ملیونه ډالر لګښت راشي اودا به په ۲ کلونو کې تکمیل شي.

دمحترمو لوستوالو په علم کې به وي چې دتېر ۲۰۱۷ م کال په جون میاشت کې دقطر سره دسعودي عربستان او دسعودي عربستان دمهمو اتحادیانو مصر،بحرین او دعربو متحده اماراتو روابط په خرابېدو شول چې ډېر ژر خبره داقتصادي او دیپلو ماتیکو اړیکو پرېکوڼ ته ورسېده؛سعودي عربستان دقطر پروړاندې خپله ځمکنۍ لار وتړله او خپل ټول هوایې شرکتونه یې دقطر دهوایې کرښو دکارولو نه منع کړل او دقطر هوایې شرکتونه یې دخپلو کرښو دکارولو نه منع کړل؛دقطرداتباعو ترڅنګ سعودي عربستان دقطر هغه اوښان هم له خپلو سرحدي سیمو نه قطر ته ور وشړل کوم چې به دڅرېدو لپاره سعودي عربستان ته راتلل.

لکه دمخه مو چې وویل قطر ۵۰ سلنه خوراکي مواد او داړتیا وړ نور اشیاء دسعودي عربستان له لارې خپل هېواد ته راوردول.

دقطر هوایې شرکتونه چې دنړۍ په سطحه ړومبی مقام لري دقطر داقتصاد ډېره مهمه ذریعه ده؛دسعودي عربستان،بحرین او دعربو دمتحده ایالاتو دبندیز نه پس قطر ترهوایې محاصرې لاندې راغلو له ایران پرته پرې ټولې هوایې کرښې بندې شوې او یادو هېوادونو فکر وکړ چې قطر به دسخت قحط او اقتصادي بحران سره مخامخ شي او زموږ ټولې غوښتنې به په ټیټ سر ومني؛قطر دیادو هېوادونو په مقابل کې دسختې لهجې کارولو او سنګر نیولو نه ډډه وکړه ؛ په لفظي شخړې کې دوخت ضایع کولو،دخپلو مخالفینو په مخالفت کې دزیاتوالي راوستلو او دځان لپاره د لازیاتو ستونزو پیدا کولو پرځای یې چوپتیا غوره وګڼله؛خپله ټوله توجو یې داقتصادي مشکلاتو مخنیوي اوپه ښه طریقې دخپل نظام چلولوته راواړوله خو ترڅنګ یې په خپل موقف هم کلک ودرېدلو؛ ددوئ یو فشار ته یې هم سرټیټ نکړ او دخپل معقول موقف نه یې هم دفاع وکړه او هم یې په نړۍ کې دخپلو حامیانو دزیاتولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې.

دا چې دقطر پرضد دا ټول اقدامات دایران سره دقطر دښو روابطو درلودلو له امله رامنځته شول نو ایران هم دموکې نه په استفادې دخپلو حریفانو دپلانونو دناکامولو لپاره جدي هڅې پیل کړې؛قطر سره یې په اړیکو کې لازیات وسعت راوست او دایران دخوراک وزارت دیو کامیاب پلان له مخې د سمندر له لارې قطر ته دزیاتو خوراکي موادو او اړتیا وړ شیانو واردول پیل کړل؛نو سعودي او اتحادیانو یې چې ګومان کاوه هغسې ونه شوه ؛ نه خو قطر دقحط سره مخامخ شو او نه هم داقتصادي بحران سره مخامخ شو .

په تېرو کابو ۱۵ میاشتو کې اردن،اومان او کویت درې واړه عربي هېوادونه بې طرفه پاتې شول او دکویت امیر دمنځګړي په حیث دقطر او سعودي عربستان ترمنځ دسولې هڅې هم وکړې خو څه ګټه یې ونکړه ځکه چې سعودي دخپلې غوښتنې نه یو فیصد هم نه تېرېږي.

سعودي دنظامي عکس العمل ښکاره کولو ګواښونه هم وکړل خو قطر سر ټیټولو ته تیار نه شو نو سعودي عربستان دقطر سره دخپل سرحد ختمولو او په جزیرې دقطر بدلولو پرېکړه وکړه.

قطر د تېر په څېر دسعودي داوسني اعلان په مقابل کې هم کوم غبرګون ندی ښکاره کړی؛یواځې دقطر یو شمېر شنونکو پدې اړه دتأسف اظهار کړیدی.

اوس پوښتنه داده چې دقطرپه څېر دیومسلمان ،سني ،عرب  ګاونډي هېوادسره مخالفت ولې رامنځته شو مخالفت بیاپه دښمنۍ بدل اودښمني ولې دومره جوره شوه؟ 

ددې پوښتنې دجواب موندنې لپاره لږماضي ته سر ورښکاره کول اوپه لنډه توګه دتېروحالاتو رایادول اړین دي .

 قطر  دګلف (خلیج )شوری رکن دی ؛ ګلف شوری کې یواځې هغه هېوادونه غړیتوب لري چې دفارس خلیج سره یې پولې لګېدلی دي یانې بحرین ، عراق ، کویت ، اومان ، قطر  ، دعربو متحده امارات اوسعودي عربستان  . 

ګلف شوری په ۱۹۷۶م کې رامنځته شوی اوله هماغه وخت نه  دټولوهېوادونو بهرنۍ پالیسي یوه  او دسیمې په سطحه کابو په ټولوپرېکړوکې سره یوه خوله وي  او طبعي ده چې تر ټولوزیات نفوذ پکې دسعودی دی ؛ سعودی چې څه وایې دګلف یوغړی هېواد هم ورسره مخالفت نه ښکاره کوي اوهمداکار ددې شوری په خیر ګڼي . 

تر ۱۹۹۵م پورې چې داوسني امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی  نیکه  شیخ خلیفه آل ثانی دقطر امیر ودقطر پالیسي هم همداسې وه چې دسعودي دټولوپرېکړوسره به هم غږی و اوهیڅکله به یې دسعودي سره مخالفت نه ښکاره کولو خو د ۱۹۹۵م دجون میاشت کې شیخ حمد بن خلیفه آل ثانی  خپل پلار  معزول اوپخپله پر واک قابض شو. 

شیخ حمد دقطر دپرمختګ لپاره ډېر ګړندي ګامونه پورته کړل ؛  د ایل . این .جي . غاز صنعت ته یې په هېواد کې ډېره وده ورکړه ؛ دنړۍ دسترو صنعتونواواولویو اقتصادونوسره یې  اقتصادي اوصنعتي تړونونه وکړل او مهمه داچې دقطر ټوله اقتصادي اوبهرنۍ پالیسي یې دسعودي داغېزواو نفوذ نه ازاده کړه ؛ قطر الجزیره نومي آزاد تلویزوني چینل هم پرانست چې دخلیجي هېوادونو په اړه  ښه آزادانه راپورونه  خپروي او حقایق راسپړي چې په اړه یې څوځلې سعودي اونوروخلیجي هېوادونو خپله دا اندېښنه ښکاره کړیده چې ددې تلویزون له لارې ددوئ په کورنیو چارو کې لاسوهنې کېږي اوله دې لارې یې دهېواد امن اوثبات ته خطرونه متوجې کېږي نوباید له دې کار نه قطرتېر شي خوقطر تل دمطبوعاتو دازادۍ خبره رامخې ته کړیده اوهمدې اصل ته په پناه ور وړلویې  ددوئ ددې اعتراضونونه خپل ځان خلاص کړی اوددوئ غو ښتنه يې نامعقوله ګڼلی ده . 

سعودي عربستان ؛نوروخلیجي هېوادونه اوتر څنګ یې امریکا اونورلویدیځ هېوادونه له قطرنه پدې هم ډېرناراضه وو چې قطرددوئ په وینا دتروریستانوګوندونو اخوان المسلمون اوحماس سره مرستې کولې اود اخوان المسلمین  یوشمېر مشرانوته یې په قطر کې پناه ورکړی وه .

په ۲۰۱۳م کې چې شیخ حمد آل ثانی دواک واګې خپل ځوی شیخ تمیم ته ور وسپارلې نو دسعودي په شمول دخلیج ګلف شوری غړوهېوادونوتمه وه چې نوی امیر به دسیمې په سطحه دریاض کړنلاره تعقیب کړي چې دهمدې کار لپاره هغه دسعودي باچا عبدالله ریاض ته راوغوښت او په کلکه یې ورنه وغوښتل چې په هر حالت کې دې خپله پالیسي دګلف شوری دغړو هېوادونو دپالیسۍ سره برابره کړي اودالجزیره تلویزون له لارې دې ددې هېوادونوپه کورنیو چاروکې دې دلاسوهنو نه ډده وکړي ؛ دقطرامیر دباچا عبدالله غوښتنې ته په ښکاره مثبت ځواب وویلو او پدې اړه ددواړو ترمنځ یوتړون هم رامنځته شو خوچې دقطرپالیسۍ کې کوم اساسي بدلون رانغلو نولږه موده پس سعودی داسې وګڼله چې قطر خپلوکړو وعدو ته ژمن ندی نو ځکه په ۲۰۱۴م کې دقطر سره دخلیجي هېوادونو اختلافات ډېر شول اوسعودي عربستان ، بحرین اودعربومتحده اماراتودقطر سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې  خو ښه داوه چې هغه مهال دقطر په هوایې شرکتونوبندیز نه ولګېدلی اودکویت امیرشیخ صباح چې دقطر دامیر سره یې شخصي ښې اړیکې درلودلې رامنځته شواو دده د۸ میاشتومسلسلوهڅوپه نتیجه کې حالات بېرته نورمال شول  ؛ داخوان المسلمون مشران ترکې ته واستولی شول اوداماراتودالاصلاح غړو ته هم دقطر نه دوتلوحکم وشو .

له دې بعدحالات عادي وو؛ سعودي یابل کوم هېواد دقطر په اړه کوم شکایت اواعتراض نه و راپورته کړی او دتېر۲۰۱۷م کال دمئ په ۲۰ مې او ۲۱مې نېټې چې دسعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې کومه غونډه جوړه شوی وه اوپکې راټول شوي ټول عرب مشران دایران مخالف فریق ګڼل کېدل په هغه غونډه کې هم نه یواځې داچې دقطرامیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی شتون درلود بلکې هغه له هغو مشرانوځنی و چې دغونډې دمشر میلمه ډونلډټرمپ سره دلیدنې موکه هم ورکړل شوی وه؛ شیخ تمیم دسعودي باچا سلمان اونه هم دهغه دځوی محمدبن سلمان په تندي کې د نارضایت کومه نښه لیدلی وه  ؛ دغونډې نه پس هم هیڅ کومه حادثه یا ستونزه نه وه رامنځته شوی  خوددې غونډې نه ۲۰ ورځې پس په ناڅاپي ډول د قطر سره دخلیج اتحاد دغړوهېوادونودحالاتو دخرابۍ خبره رامخې ته شوه اوبیاخبره دخرابۍ دې حد ته ورسېده چې دسعودي ، متحده عرب اماراتواومصر په شمول ورسره ۷عربوهېوادونودیپلوماتیکی اړیکې پرې کړې ؛ ديپلوماتان خپلوهېوادونوته راوغوښتل شول ؛سوداګریزې راکړې ورکړې بندې شوې ؛  سرحدات وتړل شول ؛ دیوبل دهوایې کرښوکارول منع اعلان شول اوقطر داسلامي فوځي اتحاد نه هم وویستل شوحال داچې قطر دیمن په جنګ کې دسعودي ډېر مهم اتحادي و.

د۲۰۱۴م کال برعکس خبره ولې له پیل نه دخرابۍ ډېرې اوچتې سطحې ته ولاړه  اوهر څه په یوځل اعلان ؟  

اصل خبره داده چې سعودی قطر ته په زړه زړه کې ډېر غصه و خو داوباما دواک پرمهال دایران او  امریکا دروابطودښه کېدوله امله سعودي دقطر پر ضد څه نه شو کولای ځکه ورسره وېره وه چې داسې نه قطر دایران په تلې کې ځان ور ونه غورځوي ؛ خوچې څنګه  د ډونلډ ټرمپ دسفر په ترڅ کې سعودي امریکادایران اوقطر پرضد په خپل څنګ کې ولیدله نودآرام سا یې واخسته اوبیخي لکه دچا پرضد چې دجنګ اعلان کېږي  په شپه شپه کې بې له کوم اخطار یا خبر ورکولویې دقطر پرضد پرېکړې اعلان کړې اوپه هماغه شپه کې یې نافذې هم کړې . 

هو! دچارو کابوټولو شنونکو په اند خبره ټوله سعودي ته دټرمپ دسفرنه خرابه شوه ؛ کله چې په ریاض کې ټرمپ ودرېد اوښه په جهر یې ایران تروریزم ته وده ورکونکی هېواد وګڼلو او دایران په اړه یې دسعودي پالیسي تائید کړه نودا سعودي ته ددې خبرې څرګند پېغام و چې باید دقطر پر ضد اقدام وکړي ځکه چې قطر دایران سره ښه روابط لري نوله دې وروسته سعودي پرېکړه وکړه چې خپل یو اتحادي ته به هم اجازه ورنکړي چې دایران په اړه دسعودي دپالیسۍ سره خپل مخالفت ښکاره کړي ؛ سعودي په صراحت سره ویلي دي چې قطر دایران سره په ملګرتیا دتروریستي ګوندونومرسته کوي. 

دسعودي داقدام نه پس چې دامریکا ولسمشرټرمپ کومې څرګندونې کړی وې هغه هم همداخبره  تائیدوي ؛ ټرمپ ویلي و چې داسعودي ته دده دسفر ثمرات دي ځکه چې هورې دتروریزم دتمویلونکوهېوادونو پر ضد دیولړ اقداماتو یادونه شوی وه .

اسرائیلو هم دقطر سره دسعودي اونوروعربي هېوادونوپرېکوڼ ستایلی و او ویلی یې وچې اوس دتروریزم پر ضددیوداسې ستر اتحاد جوړولو وخت را رسېدلی دی چې اسرائیل هم دهغه اتحاد برخه جوړېدای شي ؛ په یوې جلا ویناکې داسرائیلودفاع وزیر لیبرمین هم  ویلي و چې قطر دترویستانوحمایت کوي.

( اختلافات رامنځته کړه اوپه جنګ  اخته کړه ) پالیسي د امریکا ډېره زړه پالیسي ده چې په سیمې کې یې ډېر پخوا یانې دعراق اوایران دجنګ دزمانې نه په کار اچولې ده ؛ دشام  اوعراق کورنئ جګړې اودیمن جنګ دهمدې پالیسۍ تسلسل دی چې له امله یې دشیعه او سني ترمنځ ددښمنۍ ډېر لوی  اور بل شویدی چې شاید دا اور دمنځني ختیځ ډېره برخه (خدای مکړه ) لولپه کړي .

اوس  ددې نه پس امریکا سني مسلمانان هم سره ویشل ؛ په خپلو منځونوکې په جنګونو اخته کول اودهمدوئ په لاس  داسرائیلو اولویدیځ ضد افکارو ځپل اوله منځه وړل غواړي چې دابه  په عربي هېوادونوکې ډېر ستر انتشار رامنځته کړي چې ورسره به دا سیمه سخته کمزورې اوبد امنه شي ؛ بیا به  پر عربي هېوادونو دمسلطو شاهانو اوشیخانو دولتونه هم باقی پاتې نه شي نوباید قطر اوسعودي دواړه  دحالاتو دنزاکت ادراک وکړي  مسلمانو مهمو  هېوادونوته دثالثۍ موکه ورکړي اوستونزه دخبرو له لارې حل کړي  ګني بیابه لاسونه مروړي خو وخت به ځنې تېر وي .

Related posts