د اتل شهید مولوي ثمرګل مختار رحمه الله ژوند لیک

 د اتل شهید مولوي ثمرګل مختار رحمه الله ژوند لیک

لیکوال:عمرمختار احمد  

دا یو واقعیت دی چې د یو چا د شخصیت تر شا د هغه د تقدیر فیصلې حتمي وي او دا هم واقعیت چې الله تعالی  له لوري د یو کارلپاره منتخب اشخاص د ژوند په ټول بهیر کې یو لړ نادرې خاطرې او کارنامې له ځانه سره لري .

که د تاریخ پاڼې راواړو نو وبه ګورو چې د اسلام نومیالي داعیان ، غازیان او عالمان د خپل ژوند له پیله  له  نورو خلکو سره په مزاج ، خوی او عاداتو په توپیر کې واقع وي او د په همدې اساس دوی له نورو مخکي شي او یو ستر تاریخ جوړ کړي.

د لوګر جهاد پروره خاوره او د اتلانو ټاټوبی هم د داسې ډیرو اتلانو له کارنامو او تاریخونو ډک دی چې یو له هغو څخه اتل شهید مولوي صاحب ثمرګل مختار رحمه الله دی.

اتل شهید مولوي ثمرګل مختار په ۱۳۵۶ هـ ش کال د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالي د مس عینک په تاریخي او مشهوره سیمه کې په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې دې دنیا ته سترګې پرانیستلې  ، مولوی صاحب رحمه لله د ګلزار زوی او خدای نظر لمسی دی.

نوموړی لا د څلورو کالو نه وو چې کورنۍ یې د کمونستي نظام د راتګ سره سم پاکستان ته مهاجره شوه،نو له همدې کبله د مولوي صاحب رحمه الله اکثریت د کوچنیوالي عمر د هجرت د دیار په مختلفو کیمپونو کې تیر شوی خو ډیری برخه د ماشومتوب عمر یې قبایلی سیمې اورکزئ ایجنسي او د غلجیو د مهاجرو په کیمپ کې تیرشوي ، د کوچنیوالي په دوران مولوي صاحب د همزولو په منځ کې د نهایت شوخ او زړور شخص په توګه شهرت درلود ، چا به چې په کوچنیوالي کې لیدلی وو او بیا به یې چې اوس ورسره ملاقات وشو نو هیڅ به یې فکر نه کاوه چې دا هماغه شخص دی ځکه مولوی صاحب په اوسني عمر کې د ډیر ارام طبیعت څښتن وو.

مولوي صاحب لومړنۍ زده کړې د مسجد له امام څخه پیل کړي او همدارنګه د مسجد د درسونو تر څنګ یې د ښوونځي زده کوونکی هم وو چې تر نهم ټولګي یې ښوونځی ولوست او بیا چې کله د مجاهدینو د حکومت د تأسیس په اساس د مهاجرو په کیمپونو کې اکثریت ښوونځي وتړل شول نو له مولوي صاحب رحمه الله هم ښوونځی پاتي او د مسجد د درسونو په تعقیب یې مدرسې ته یې مخه کړه ، د مولوي صاحب د مدرسې په لومړنیو کلنو کې په افغانستان کې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشرۍ د طالبانو اسلامي تحریک د افغان مظلوم او مسلمان ملت د دفاع او د ټوپکیانو او پاټکیانو له ظلم څخه د خلاصون په موخه پیل شو، په همدې وخت کې د مولوي صاحب رحمه لله کورنۍ د اورکزی ایجنسي څخه د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې دسمندر کیمپ ته ولېږدېده او هلته یې په دارالعلوم امام ابوحنیفه رحمه الله کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

مولوي صاحب رحمه الله د خیبر پښتونخوا د ټل ، هنګو ، پیښور او وزیریستان  او د افغانستان د خوست او جلال اباد په مختلفو مدرسو کې  درسونه ویلي دي او بلاآخره په دوه زره پینځم  میلادي کال کې د دارالعلوم اسلامیه زرګري د الشیخ عبدالستار جان رحمه الله سره لویه دوره وکړه او له هم دغه ځایه یې د فراغت سند ترلاسه کړ.

د مولوي صاحب رحمه الله د طالبي دوره ډیره اوږده وه او د لوګر په طالبانو کې یې د یوه مشر طالب په حیث شهرت درلود دا له دې کبله چې د مولوي صاحب څخه څو ځله درسونه پاتې شو تقریبا درې ځله هغه وخت کله چې د اسلامي امارت د کابل له نیولو وروسته په  شراو فساد له پاتې شونو سره په جګړه بوخت وو نو مولوي صاحب هم خپل درسونه پریښودل او د شهید ملا عبدالباقي اخند په جبهه کې یې د جګړې لومړی کرښې ته ور ودانګل ، مولوي صاحب ډېر وخت دجګړې په لومړۍ کرښه کې تېراوو .

د مولوي صاحب د وینا له مخي کله چې جنرال مالک په مزار کې د امارت سره د همکاري مکارانه ژمنه وکړه نو زما په شمول په زرګونو طالبانو مزار ته د تللو اراده وکړه له تګ څخه وړاندې شهید مولوي صاحب احسان الله احسان طا لبانو ته د تقریر په بڼه لازمې لارښوونې او توصیې وکړې او بیا په طیارو کې طالبان مزار ته انتقال شول خو مونږ ځکه پاتې شو چې په طیارو کې ځای نه وو دا له دې کبله چې هر طالب کوښښ کاوه چې ځان له نورو مخکې کړي نو ځکه مونږ پاتې شو ، پاتې طالبان ډیر خپه وو چې ولې مونږ پاتې شو نو د مولوي صاحب د وینا له مخي شهید مولوي صاحب احسان الله احسان رحمه الله ډاډ راکړ چې تاسې مه خپه کېږئ کله چې مونږ ورسېدو نو بیا به حالاتو ته په کتو ستاسې د انتقال لپاره هم لاره جوړه کړو خو کله چې شهید مولوی صاحب احسان الله احسان او ورسره طالبان هلته ورسېدل نو د جنرال مالک د غدر او خیانت له مخې ټول په شهادت ورسېدل.

له مولوي صاحب څخه بیا هغه وخت درسونه پاتې شول کله چې صلیبي وحشي اشغالګرو په ګران هېواد افغانستان د خپلو داخلي مزدورانو د همکاري په مټ یرغل وکړ نو مولوي صاحب رحمه الله هم خپل ویښ او لوړ ضمیر د سنګر تر غېږې ورساوه او د لوګر د مجاهدینو د مولوي صاحب عبدالله حسیني حفظه الله په جبهه او د الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله په محاذ کې د یو مشر مجاهد په توګه خپل جهادي فعالیت پیل کړ، مولوي صاحب رحمه الله به تل د هغه وخت د مجاهدینو د حالت او سختو شیبو او سختیو کیسې کولې او تل به یې دا ارمان لرلو چې کاش هماغه وخت شهید شوی وای.

مولوي صاحب د یو لنډ وخت لپاره د درسونو د تکمیل په موخه له سنګره لیرې پاتې شو په پای کې په دوه زره پینځم میلادي کال کې د دارالعلوم اسلامیه زرګري څخه د شهید مولوي صاحب سنګین فاتح رحمه الله سره یوځای د فراغت دستار وتاړه له فراغت لږ وخت وروسته د خپلې کورنۍ سره یوځای خپل اصلي ټاټوبي لوګر ته راستون شو، په لوګر کې د میشتېدو کال وروسته یې د لوګر په محمدآغې او د کابل په خاکجبار کې د مجاهدینو په انسجام او جهادي فعالیتونو پیل وګړ.مولوي صاحب رحمه الله ډیرکله په ډیرو وړو جهادي فعالیتونو کې هم د یو فرد په توګه خپله برخه اخیستله، هیڅکله یې د مشرتوب او فوقیت غوښتنه او تقاضا نه درلوده، کله چې د لوګر د محمدآغې په ولسوالۍ کې جهادي فعالیتونه پراخ شول نو مولوي صاحب رحمه الله د څو مسلسلو کلنو لپاره د محمدآغې ولسوالۍ د ملکي ولسوال یا ملکي کمیسون د مسول په توګه دنده ترسره کړله او همدارنګه د مجاهدینو په منځ کې د یو مشر او مصلح مجاهد حیثیت درلود ، تقریبا ټولو مجاهدینو یې نظر او رایی ته کامل احترام درلود او له خبرې یې نه تېرېدل.

بلاخره د صلیبیانو د چاپي په نتیجه کې اسیر او د باګرام کرغېړن زندان ته ولېږدول شو چې تر اتلس میاشتني زندان وروسته له باګرام زندان څخه را خلاص او خپل جهادي فعالیت ته یې د تیر په څېر دوام ورکړ، له زندان څخه د ازادېدو وروسته مولوي صاحب د لوګر ولایت د ولایتي نظامي کمیسون د عضوې په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

مولوي صاحب ثمرګل مختار رحمه الله د خپل مسولیت په موده کې د مجاهدینو اصلاح ، اتحاد او نظم ته ځانګړې پاملرنه درلوده ، په مجاهدینو یې ځانګړی اغیز درلود ، د مجاهدینو په منځ کې د یو مصلح او خیرخواه او مشر مجاهد حیثیت درلود.

مولوي صاحب د ډلبازیو ډیر بد راتلل له همدې کبله یې د شهادت تر ورځې د خپلې ځانګړې ډلګۍ څښتن نه وه خو بالعکس د ټولو ډلګیو او ګروپونو مجاهدین یې خپل ګڼل او مجاهدینو هم ورته پوره احترام درلود.

په عام ولس د ترحم یوه ځانګړې نمونه وه ، هیڅوک دا نشی  ثابتولاي چې مولوي صاحب دي د خپل جهادي موقف څخه په استفادې په چا ظلم زور زیاتی او حتی چا ته تېزه خبره کړې وي برعکس کله به چې د کوم مجاهد له خوا پر عوامو د زیاتي څخه خبر شو نو سخت به خفه او دردمن وو له همدې کبله یې د عام ولس په زړه کې ځانګړی ځای درلود.

د اسلامي امارت د ټولو لوایحو او د جهادي اُصولو متابعت یې ځانګړې خاصه وه او همدارنګه نورو مجاهدینو ته به یې هم تل د یادو لوایحو د مراعتولو او په نظر کې نیولو توصیې او لارښوونې کولې ، د امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله خاص محب وو او تل به یې دده رحمه الله د غیرت ، اخلاص او تاریخي کارنامو څخه په ډیر افتخار یادونه کوله.

د مولوي صاحب فکر دومره محکم وه چې له رنګارنګ حالاتو سره د مخامخ کېدو باوجود د چا تاثیر لاندې رانغی او نه یې خپل فکر او جهادي تګلاره بدله کړله، د ټولو سختو حالاتو باوجود یو نه بدلېدونکی او  په حق باندي ثابت قدمه  طالب(مجاهد) وو.

نوموړی د ۱۳۹۵ه ش کال د اسد میاشتې په اولسمه نیټه د دوشنبې په شپه د لوګر د محمدآغې د سرخاب په دره کې د صلیبي او مزدور دښمن په یو وحشیانه چاپه کې د خپلو نورو لسو ملګرو سره یوځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. تقبله الله

داچې مولوي صاحب د عمر په اخر کې د هیپاټایټیس بي یا تور زېړي شدیده ناروغي هم لرله او ډاکټرانو حتی له پیاده تلو څخه هم منع کړی وه خو ولې مولوي صاحب دومره سختې ناروغي هم له جهاد څخه راونه کرځاوه.

د  مولوي صاحب ملګري کیسه کوي چې له شهادت څو ورځې وړاندې یې په یو مخامخ تعرضي برید کې برخه واخیستله او د جنګ په جریان کې مکررا له الله تعالی څخه د شهادت غوښتنه کوله .

د مولوي صاحب له ملګرو څخه یوکس چې د چاپې په وخت کې ورسره یوځای وو کیسه کوي کله چې پیره کوونکي مجاهد غږ وکړ چې مولوي صاحب عسکر دي نو ځینو ملګرو وویل چې مولوي صاحب څنګه کوو ځان به وباسو نو ده ورته وویل چې ځان ویستل نشته په دښمن شروع وکړئ او همدلته به شهیدانېږو  نوموړی مجاهد وایي چې مجاهدینو له راغلیو امریکایانو او عسکرو سره جګړه پیل کړه خو ترڅو چې ټول له کوټې وتل نو کوټه یې په ډرون وویشتل او مولوی صاحب سخت زخمي شو او د کوټي دهلیز ته راګذار شو او مسلسل په کوټه د سپکو وسلو پیرونه هم پیل شو نو مولوي په سخت زخمي حالت کې هم وسله استعمالوله خو لاسونو اوبدن یې ورسره وفا نه کوله او په همدې وخت کې له ملګرو بخشش هم وغوښته او ورسره پیاده عسکرد ړنګې کوټې دهلیز ته راننوتل چیرته چې مولوي صاحب په ډیر سخت زخمي حالت کې له څو نورو شهیدانو ملګرو سره پروت نو مولوي صاحب په لوړ اواز د شهادت کلمه وویله نو د عسکر ورپام شو چې دا خو لا ژوندی پاتي نو یې ځای پر ځای په شهادت ورساوه هغه مجاهد کیسه کوي چې ما ځان غلی کړ نو یوبل ته یې وویل چې دا هم مړ دي په داسې حال کې چې زه ژوندی وم.

مولوي صاحب ترشا دوه واړه زامن او درې لوڼې او همدارنګه د مجاهدو شازلمیانو یو داسې ستر کاروان پرېښود چې نږدې هره ورځ یې د الله جل جلاله او د الله جل جلاله د دین په دښمنانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وي

 

پای

Related posts