دسمبر 16, 2018

د ټاکنو په تحریم سره اولس د امارت موقف عملا تائید کړ

د ټاکنو په تحریم سره اولس د امارت موقف عملا تائید کړ

څو ورځې وړاندې د میزان د میاشتې په ۲۸ مه نیټه د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګیانو لخوا د پارلماني ټاکنو تر عنوان لاندې هغه عملیه ترسره شوه چې له تیرو څو میاشتو ورته پراخ تبلیغات کیدل. د دې تش په نامه انتخاباتو په اړه اسلامي امارت خپل موقف له وړاندې اعلان کړی و. هغه دا چې د اشغالګرو په شتون کې، د هغوی تر مخامخ او مباشر واک او سلطې لاندې، د هغوی په تمویل، تبلیغاتي کمپاین او د هغوی د پلان او پروګرام له مخې د ټاکنو ترسره کول، هیڅکله د اعتبار وړ او خپلواک انتخابات نه شي بلل کیدای. بلکې یوازې د تمویل کوونکو اشغالګرو د پلانونو سرته رسول او د اولس دوکه کول دي.
اسلامي امارت له افغان مؤمن اولس څخه غوښتنه کړې وه، چې د دې تش په نامه ټاکنو په سرتاسري تحریم او نه ګډون سره اشغالګرو ته خپل دیني او ملي موقف عملا وروښيي. تر څو اشغالګر او د هغوی کورني اجیران پوه شي، چې د دې هیواد قاطع اکثریت عام اولس د اشغالګرو له پلانونو څخه کرکه لري او په هیڅ صورت د هغوی په پروسو کې ګډون نه کوي.
افغان مسلمان او مجاهد اولس چې خپل دیني او ملي اقدارو ته کلک تعهد لري، اشغالګر د دین او مؤمن اولس دښمنان بولي او د هغوی هره دسیسه د هیواد او اولس پر ضد او زیان ګڼي، داسلامي امارت غوښتنې ته یې په لبیک ویلو سره د ټاکنو جعلي پروسه په یومخیز ټول تحریم کړه، تر دې چې د ټاکنو په ورځ ډیر کم خلک هغه هم یوازې د ګوډاګۍ ادارې اړوند مامورین او معاشخواره او د کاندیدانو ناظرین د رای اچولوپه مراکزو کې ترسترګو کیدل او داشغال ملاتړې رسنۍ مجبورې شوې د اولسي ګډون د ښودلو لپاره پخواني او جعلي انځورونه خپاره کړي.
د کره محاسبې له مخې د افغانستان اویا فیصده نفوس چې په کلیوالي سیمو کې اوسي، په دې ټاکنو کې هیڅ ډول شرکت نه درلود او نه هم په اطرافي سیمو کې کوم ټاکنیز مرکز پرانیستل شوی و. د ډیرو ولایاتو په ښارونو کې هم د مجاهدینو د نفوذ له امله د رایو مراکزو شتون نه درلود. یوازې په پلازمینه کابل او ځینو لویو ښارونو کې چې ټاکنیز مراکز پرانیستل شوي وو په هغو کې د خلکو ګډون دومره کم و چې د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې محاسبې له مخې په کابل کې یو د رای ورکولو محل چې باید پنځه زره کسانو په کې رایې کارولې وای، یوازې سل تنو په کې رایې ورکړې وې.
د اولس لخوا دټاکنو سرتاسري تحریم یوازې کومه ادعا نه ده بلکې د نړۍ او هیواد اکثرو مطبوعاتو او د ټاکنو څارونکو بنسټونو هم  وویل چې په دې تش په نامه ټاکنو کې خورا لږ شمیر خلکو ګډون کړی دی.
د افغانستان اسلامي امارت چې د دښمن د دغې تیرایستونکې پروسې ناکامي او سرتاسري پریکون د خپل مجاهد اولس تاریخي کارنامه بولي، د هیواد په اشغال کې په دخیلو ټولو اړخونو غږ کوي چې د اولس لخوا د دې پروسې تحریم په ژوره توګه وڅیړي. ځکه ستاسو لخوا د دومره پراخ تبلیغ،تطمیع او بیلابیلو فشارونو سره سره د اولس لخوا په ټاکنو کې نه ګډون ثابتوي چې افغان اولس له اشغال او ورسره تړلیو ټولو پروسو څخه کرکه لري او هیڅ نوعه باور ورباندې نلري. که تاسو واقعا د اولسونو ارادې ته احترام لرئ نو باید چې په افغانستان کې هم د افغان اولس جمعي ارادې درناوی ولرئ او خپل ناروا اشغال ورباندې تحمیل نه کړئ.

Related posts