اوس هم ناوخته نه دی

اوس هم ناوخته نه دی

په افغانستان کې له اوولس کلنې پوځې مداخلې او یرغلیزي جګړې وروسته د امریکا د متحده آیالاتو چارواکي دې نتیجې ته رسیدلي ښکاري چې د افغانستان له اسلامي امارت سره مخامخ مذاکرات وکړي او هغه معضله چې د اوولس کلنو بمبارونو، پوځي عملیاتو او قسماقسم جنګي ستراتيژیو په تجریه کولو سره حل نه شوه اوس غواړي د خبرو او تفاهم په میز یې حل کاندي.
له اوولس کلنو تجربو څخه د سپيني ماڼۍ د واکمنو دغه نتیجه ګیري یوه پرځای زده کړه او پند اخیستنه ده. د اسلامي امارت له سیاسي استازو سره  د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نماینده زلمي خلیلزاد ملاقات او مذاکرات، د تفاهم او سوله ییز حل په لاره کې هغه اساسي او د حساب وړ اقدام دی چې د هرچا توجه یې جلب کړې ده .
په عین حال کې دغه انکشاف د اسلامي امارت لخوا د سولې او تفاهم هغه غږ ته مثبت ځواب دی چې دوه لسیزې پخوا یې د افغان اولس په استازیتوب د امریکایي واکمنو تر غوږونو رسولی و. هغه دا چې د اسلامي امارت هدف د افغانستان د اوږدې جګړې او بحران پای ته رسول دي او نه غواړي د سیمي او نړۍ له کوم هیواد سره د ټکر په نتیجه کې د خپل اولس ستومانۍ او ستونزې لا پسې زیاتي کړي.
اسلامي امارت له پیله په دې نظر و چې که امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه هره  مدعا لري نو د خبرو له لارې یې مطرح کولای او د حل لاره ورته موندل کیدلای شي. له امریکایي یرغل وروسته د جګړې په اوولس کلن بهیر کې هم اسلامي امارت د مسلح جهادتر څنګ له تیري کوونکو سره د مذاکراتو دروازه پرانیستې ساتلې وه او تل یې له بهرني مداخله ګر جهت سره په مؤثرو او معنی لرونکو مذاکراتو ټینګار درلود.
پرځای خو دا وه چې امریکایي چارواکو کلونه وړاندې د اسلامي امارت د سوله ییز حل غږ ته مثبت ځواب ورکړی وای، تر څو د هغو بې دریغه مرګ ژوبلو او تلفاتو مخه نیول شوې وای چې په روانه جګړه کې پیښ شوي دي. خو دا چې اوس امریکایي چارواکو د سولې په اړه خپله اراده څرګنده کړې، اوس هم ناوخته نه دی، اسلامي امارت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې په پایله کې یې د افغانستان اشغال او جګړییز بحران پای ته رسیږي او زموږ د مسلمان اولس دلوی ارمان اسلامي نظام او دهیواد والود سر، مال او عزت د خوندیتوب سبب ګرځي.
افغان اولس هیله من دی چې د تفاهم او افغان ــ امریکا مخامخ مذاکراتو له لارې به روانه معضله حل او له اشغاله راپیښه جګړه پای ته ورسیږي. او زموږ دردیدلی ملت به د سولییز او خپلواک ژوند هغه ارمان ته ورسیږي چې له تیرو څو لسیزو یې د هغه لپاره ډیرې ستومانۍ ګاللې او بې ساري قربانۍ ورکړې دي.

Related posts