د غازي شهيد محبوب الله فاروق ژوند پاڼه او شهکاري 

د غازي شهيد محبوب الله فاروق ژوند پاڼه او شهکاري 

م سعد کټوازی

زموږ د هېواد تاريخ له مودو را هېسي له شهکاريو ډك دی، د همدې شهکاريو او اتلوليو په مټ دلته نړيوالې امپراطورۍ را نسكورې او دړي وړي شوې دي او همدغه شهکارۍ  د اسلام او مسلمانانو د بريا او برم تر لاسه كولو رښتونی تعبير دی.

له همدې امله نړيوال كفر زموږ د هېواد يواځې په پېنځه اتياسلنه خاوره د يو بېلگه ايز اسلامي حكومت او امارت چې لاهم د كورني شر او فساد سره په خونړۍ جگړه بوخت و واكمنې ونشوه زغملای، د هغه په وړاندې يې يو نړيوال كفري ائتلاف چې د اسلام په تاريخ كې د احزاب له جگړې وروسته دوهم ستر ائتلاف بلل كېږي رامنځته كړ.

د ولس له غېږي ورپسې را پورته شويو شهکارانو د پرلپسې ډول ډول اتلوليو په مټ ياد ائتلاف د اسلام او مسلمانانو په گټه تغير كړ، اوس چې د هغه لخوا د اسلامي حكومت او امارت په له منځه وړلو ۱۸ كاله اوړي پايله يې نوره هم د كفري ملتونو له زغمه په وتو شوه، هغه اندېښنې چې له د وولسېزو راسې يې درلودې نوري هم مخ په وده شوې، اسلامي امارت د اتلس كاله وړاندې څو برابره لوړ ځواك، غښتلتيا، انسجام او هر اړخېزو ابتكارونو پرلور ور وگرځېد.

شهکاري هغه ياد و چې د معاصري نظامي، سياسي او فكري جگړې په ميدان كې پرې له تمي پورته له يوې هېښونكې لاري مو سيال لوری را  پرځولی، د صلېبي ير غل په وړاندې وسلوالو شهکاريو څخه يو كسيزي او ډله ايزې سرښندنې (استشهادياني) ، كمينونه، نفوذي ــ غلچكي او چريك غوندې رسابريدونه د ياد ونې وړ دی، لاندې څو كرښي د يو نفوذي مجاهد په ژوند او شهکارۍ كاږم.

زوكړه: شهيد محبوب الله فاروق د امين الله زوی، د عبدالصمد لمسی او د سيمي د جيد ديني عالم مولوي هدايت الله صاحب حفظه الله وراره په۱۳۵۸ هجري شمسي كال د پكتېكا ولايت وازيخوا ولسوالۍ د خضرخيلو كلي په يوه دين دوسته، جهاد پروره او غريبه كورنۍ كې زېږېدلی و، لومړنۍ زدكړي يې د كلې له ملاامام څخه ترلاسه كړې، خو دا چې دوی يواځې دوه وروڼه و، د لطف الله په نوم مشر ورور يې په پخواني جهاد كې شهيد شو پلار يې هم اوږده ناروغي درلوده فاروق كورنيو بوختياو او اقتصادي ستونزو منځنيو او لوړو زدكړو او همدا راز جهادي فعاليتونو ته پرېنښود.

جهاد: وازيخواه چې د پكتيكا له لېري پرتو ولسواليو څخه ده د هېواد د اشغال په څلورم كال چې لاهم شهيد فاروق خپل شخصي ژوند درلود بهرنيو اشغالگرو په ولسوالۍ كې بيس جوړ كړ او هلته يې واړول، ورسره سم په۲۰۰۴ زېږديز كال شهيد فاروق د خپل ديني او ملي احساس له مخې له خوښيوډك شخصي ژوند ته شا او د يو نفوذي مجاهد په توگه يې د پوليس دنده پيل كړه.

دا چې بهرنيان د هېواد له نقشي، د غيور او مجاهد ولس له مزاج او احساس سره بلد نه و، يواځې د هغو له سادگۍ  ډك تاريخ يې سرسري پېژاند او ناوړه گټه يې ترې اخېسته، له بل لوري شونې ده د هېواد په سطحه تر دې مهاله د كورنيو مزدورو له ليكو په دوی لاس نه و پورته شوی نو ځكه يې د داسي ورځې تمه هم نه درلوده د كومې چې شهيد فاروق انتظار كاو.

كه څه هم بهرنيو عسكرو او عادي مشرانو يې له كورنيو مزدورو سره كومه پوله نه لرله خو شهيد فاروق د مجاهدينو له لوري د وركړل شوي رول له مخې په دوی كې د لوړ پوړ بهرني په لټه كې و، د څه د پاسه يونيم كال اوږدې مودې دروند انتظار د پوليس كېدو سترې موخي ته و رساوه، د ۲۰۰۶زېږدېز كال……مياشت كې يې د يرغلگرو له خواه د هېواد جنوب زون نظامي مشر(په كپټن يادېده) له يو ژباړن سره په رسا برېد كې په نښه كړ، ځای پرځای يې و وژل، او د دوی دوه ساتونكې يې مرگونې ټپيان كړل، له همدې امله تر ډېره برېده شونې ده په ټول هېواد كې لومړی نفوذي مجاهد شهيد فاروق او دغه لومړی نفوذي بريد و.

سېمه اېز غښتلی مجاهد، د فاروق كلېوال او همسنگره طالب العلم محبوب الله صادق وايې امريكايې كپټن د ولسوالۍ په يوه اطاق كې له كورنيو گوډاگيانو سره  غونډه درلوده ترڅو هغوی د مجاهدېنو په وړاندې د ولسي خلكو را پارولو ته و هڅوي، له ښه بخته د غونډې د اطاق د دروازې ساتنه شهيد فاروق او يو بل عسكرته سپارل شوې وه، لومړی نوبت هم د هغه بل عسكر و خو فاروق ترې په څه بهانه د هغه نوبت واخېست، د ياد عسكر له قانع كولو شېبه وروسته ور پسې د باندې راغی ترڅو هغه او له برېد وروسته د وتلو لاره و څاري.

له ډاډ ترلاسه كولو سره سم يې د اطاق له دروازې په امريكايې كپټن مخامخ بريد ترسره كړ هغه او ژباړن يې و وژل شول او دوو ساتونكو يې ژور ټپونه و خوړل، غازي فاروق لومړی ولسوالۍ ته څېرمه بازار پوري ځان ورساو، او بيا د یونیفورم بدلولو او له يو دوكاندار څخه د هغه د موټرسائكل په ترلاسه كولو په خوندې توگه د مرجانې كلي له لاري مجاهدېنو ته ورسيد.

له دې شهکارۍ وروسته غازي شهيد محبوب الله فاروق د شهادت تر ورځې د سيمي د مخكښ، وتلي او غښتلي مجاهد محترم ملا عبد الباسط آغاصاحب تر قومانده لاندې د فرد په حيث جهادي دنده په مخ يوړه، د وازيخواه ولسوالۍ مربوط شاوزه، مهمان كلا، گواشتې، مرجانې او گڼو نورو سېمو كې يې فعاليت وكړ، د يو غښتلي، مدبر او زړور مجاهد په توگه يې په زړه پوري چاري تر سره كړې.

شخصيت او خاطرې: 

شهيد فاروق يو داسي زړور ، د ستري حوصلي، ښي وړتيا، اوسپنيز هوډ او لوړو اخلاقو څښتن، مخلص، مينه پال خوږمن ځوان و چې د خلكو په زړونو كې يې ځانگړی ځای درلود او د ملگرو تمركز يې ځانته را خپل كړی و، له علماو، طالبانو او مجاهدينو سره يې زياته مينه او هغو ته يې په لوړ كيفيت احترام درلود، د مشرانو يې مثالي اطاعت كاو.

ياد اتلوال بريد د مشرانو له لوري د ور كړل شوي رول سره سم او د مياشتو له انتظار وروسته تر سره كول د اسلامي امارت اهدافو او د مشرانو لارښوونو ته  په لوړه كچه د هغه وفاداري، تعهد او ژمنتيا په ډاگه کوي او داهم ترې جوتېږي چې هغه د يادې شهکارۍ لپاره وړ شخص و.

د هغه نږدې ملگری محمد شعيب بدر وايې ما له شهيد فاروق سره څلور كاله تېر كړل، هغه ته چې محترم اغاصاحب كوم موترسائكل د جهادي چارو لپاره وركړی و څه زوړ و، هغه به ويل دا به نه وايو چې ولي مي نوی موتر سائكل نشته ځكه په دې سره د امېر له اطاعته سر غړاوی راځي او نيت خرابېږي، هغه به ماته هم ويل جهاد په ښه نيت كوه، له اړتيا پرته يې خبري نه كولې، زياتر به په مجلس كې پټه خوله ناست و، چې ورته ځېر به شوې د هغه شونډې به د خدای پاك په ذكر خوځېدلې، د ژمي په موسم كې به يې د او لاد د نفقې لپاره په گاونډې هېواد كې مزدوري كوله.

شعيب او محبوب الله صادق دواړه وايې:شهيد فاروق د عملياتو په پلان كې بيخې جدي و، د بريد په وخت يې د شاته تگ، وېري او وار خطايې په نوم څه نه پېژندل، هروخت به يې په لوړه روحيه ورته پوره تابيا لرله او څوك ترې نشوای وړاندې كېدلای، په خپل ژوند هېچا كوم بد نه و ترې لېدلي، له ملگرو او عامو ولسي وگړو سره يې يو زړه راكښونكی تعامل دلود او له همدې امله هر چا ته گران او د سترگو تور و.

شهادت يې: 

غازي شهيد فاروق او د محراب خان په نوم يو ملگري يې هغه مهال چې له گواشتې  سيمي د كور په لور روان و د زانكخېلو په كلي كې د/۱۴۳۲/سپوږمېز كال د صفرالمظفر/۶م چې د /۲۰۱۱/ زېږديز كال د جنوري له/۱۵/مي نېټې سره برابره ده د هفتې په ورځ د كورنيو مزدورو عسكرو په كمين واوښتل، له څه ځنډ كلك مقاومت او دښمن ته له دروند ځاني زيان اړولو وروسته د خدای ج د لاري دغه نه ستړي كېدونكی شهکار مجاهد، د نفوذي بريدونو د بنسټ ډبره، د مورکۍ د خوښيو د ژوند يواځېنۍ سرمايه غازي محبوب الله فاروق له خپل ملگري سره د شهادت جام په سر واړا و (انا لله و انا اليه راجعون).

شهيد فاروق شاته مور جانه (چې اوس هغه هم په دې نړۍ نشته)، تور سرې او څلور او لادونه پرېښودل، هو! غازي شهيد فاروقله لسگونه زره كيلومتره لېري او لاندې ځمكې څخه د اشغال په موخه راغلی امريكايې او د هغه ژباړن و وژل، د يو ستر غازي په توگه په سرو سترگو گرځيد، په زړه پوري جهادي ژوند يې وكړ او په پای كې خدای پاك د شهادت په لوړ مقام و نازاوه، روح دې يې ښاد او ياد دې يې تل ژوندی وي.

Related posts