اګست 25, 2019

په لغمان کي داعش په نطفه کې شنډ او تاریخي درس ورکړل شو

په لغمان کي داعش په نطفه کې شنډ او تاریخي درس ورکړل شو

د لغمان ولایت له والي سره ځانګړې مرکه 

پوښتنه : د لغمان ولايت محترم والي صاحب په پیل کې که لطف وکړئ او د لغمان په عمومي جهادي او امنیتي وضيعت راته رڼا واچوئ چې په کومو ولسواليو کې د اسلامي امارت سلطه او نفوذ  وجود  او  اجيره  اداره د  لغمان په کومو برخو کې  واکمنه ده ؟

ځواب : د الله (جل جلاله) په نصرت  لغمان ولايت په سلو کې ۸۰ سلنه  خاوره  د  مجاهدينو په  ولکه کې ده  او  تقريبا ۲۰ سلنه چې فقط قيرسرک  او  د  ولسوالیو تعميرونه  دي  د  دوي  په  ولکه کې دي خو بیا هم مجاهدینو هغوي په پاخه سرک او ودانیوکې  په ارام نه پریږدي وخت ناوخت  ورباندې مواثر او پریکنده  عملیات ترسره کوي  او ځپي یې .

که په لنډه توګه ووایو په لغمان کې  الحمدلله د مجاهدينو مورال ډير لوړ دی او د دښمن مورال  ډير ضعيفه  او ناتوانه  دي ؛ تردې  چې دوي خپل ټانګونه  او جنګي مهم وسایط له دې وېرې چې  مجاهدين  یې  د ولایت  په مربوطاتو کې  ونه نېسي  نو ماښام  ماښام  یې د  ولایت  ودانیوته رسوي او هلته  یې  خوندي کوي .

 پوښتنه : وخت ناوخت راپورونه رازي چې يرغلګر او د هغوي غلامان د عامو خلکو کورونو او مسکوني سیمو ته  د چاپو  او عملیاتو په نوم ځي هلته هر ډول وحشتونه سرته رسوي خلک شهیدانوي، شتمني  یې  چور کوي  او کورونه یې  ړنګوي دغه پېښې څومره حقیقت لري او له دغه وحشت  څخه  د  غليم  هدف  څه  دی ؟

ځواب : یقیني خبره ده چې  دښمن  مسکوني  سیمو ته ورځي  په  عامو کورونو  باندی چاپې غورځوي بمباريانې کوي په کومو کورونو چې شک کوي چې هلته به  مجاهدين اوسېدلي وي  هاغه کورونو ته  اورونه  اچوي  اوورانوي یې.

د  لغمان  په علينګار کې  خصوصا  ډېر  وحشتونه یې  کړي دي ، ولس یې ځپلی دی، ولس ته یې تاوانونه  رسولي دي  او  دا د  يرغلګرو  له پخوا نه  عدت ده  چې کله شکست سره مخامخ شي  نو  بيا  دارنګه  وحشت او ظلمونه کوي  هغه هم  صرف  ددې  لپاره چې دغه ولس د مجاهدینو د همکاری نه لاس واخلي  خو  ان شاءالله دوي به له دې ارمانونو سره  ګور ته  ځي ؛ د افغانستان  ولس غيرتي  او  ډېر  قهرمان ولس دی په دغه شيانو ولس د مجاهدينو د همکاری نه لاس نه اخلۍ  بلکي  نور هم  ورسره په کلکه  دریږي  او دا وحشتونه  د يرغلګرو  او  اشغالګرو  د  شکست يوه نښه  ده  ان شاءالله دغه ظلمونه  او  وحشتونه به دوي ته هیڅ  نتيجه  ورنکړي. 

 پوښتنه :  والي صاحب آیا تاسې ته داسې کوم  ډول شواهد او دقیق معلومات لاسته درغلي چې د داعش په ځای پرځای کولو ،اکمال  او پاللو کې   امریکایانو  یا مزدورې  ادارې لاس  درلود ؟ 

 ځواب : د دې لپاره باید دا ووایم کله چې مونږه په لغمان کې د داعش ضد عمليات شروع کړل په هغه ورځ  باندې د دوي کومک ته امريکایې ډرون  طيارې او بي ۵۲ طيارې راغلې  په  مونږ  باندې یې  ۲ ډرونه وکړل چې  څلور تنه مجاهدین یې  شهيدان کړل؛ دا  عملا ټولو مسلمانانو ولېدل چې د دوی همکاری لپاره  امريکايان راغلل ، بيا کله چې مونږ کنده ګل تصفيه کړ ؛ د فيروز په نوم  د داعشيانو د  مشر په کور کې مونږ داسې  اسناد پيدا کړل چې له تښتېدلو د ا عشیانو داسې کارټونه پاتې وو چې امریکایي بیرغونه په کې وو  او د  امريکايانو د یوې کمپنی ادرس هم په کې وو  ؛ په د غو کارټونو کې د د اعشیانو نومونه ، مکمل شهرت  او عکسونه هم موجود وو ؛ د یو داعشي چې وکیل نومیده مونږ یي کارټ پیداکړ عکس یې هم پرې لکېدلی وو ؛  یوه بله پارچه هم ورسره وه په دغه پارچه باندې د دفاع وزارت له خوا ټولو امنیتي منسوبینو ته لیکل شوي وو چې دغه سړي سره یوه امریکايي تفانچه او یوه وسله ورسره ده تاسې مزاحمت ورسره مه کوی .

کله چې د لغمان ولایت څخه داعشیان وشړل شول او دوی کنړ ته واوښتل ؛ بیا کله چې د کنړ د چپې درې د ديګل دره فتح شوه نو د قاري عبید داعشي په کور کې مو له یو بکس نه داسي عکسونه لاس ته راغلل چې د قاري عبید ورور په کې له حنیف اتمر سر ه یو ځای ناست وو ؛ او ورته نور اسناد هم تر لاسه شوي دي ، همدارنګه کله به چې  امريکايانو په کنده ګل بمبار کوو نو داعشيانو ته به مخکې له مخکې  نه خبر ورکړی وو ؛ دوي به خپل ځانونه ځای پر ځای کړل بيا به یې بمبار وکړ وروسته به یې اعلان کاوه چې دومره  داعشيان مو وژلي دي او د درواغو ادعاوې به یې کولې امريکايانو د عامومسلمانانو په سترګو کې خاورې اچولې ؛  څومره بمبارونه چې په لغمان کې  د داعشیانو په نوم شوي دي په هغوی کې یو داعشي هم نه دی مړ ؛ دا هم د دوی د سازش یو بل دلیل .

پوښتنه :  د  داعش په ځپلوکې له تاسې سره د لغمان د ولس همکاري ترکومه حده  او د کومو  دلایلو له مخې ولس د داعش په مقابل کې داسلامي امارت ټینګ ملاتړ وکړ؟

ځواب : زمونږه د ټولو علماؤ ؛ قومي مشرانو او د لغمان له ټول ولس نه دا غوښتنه ده چې لکه څرنګه چې مجاهدینو سره په داعش ځپلو کې ټينګ ودرېدی ؛ ټينګ ملاتړ  مو وکړ  همدغسې په  آينده کې هم مونږ سره ټينګ ودريږی ؛ او علمای کرام دي هم په خپلو خطبو کې او بیانونو کې د دې خوارجو او داعشيانو اصلي څیره خلکوته وښایې او د دوی کوم جنايات چی دوی تر سره کړي دي هغه باید ولس ته بیان شي دا یواځې په لغمان کې نه بلکې د هیواد په ټولو ولایتونو کې باید د دغو ظالمانو اصلي څيره ولس ته و ښودل شي.

مونږ په لغمان ولایت کې علماء کرام او د نورلام صاحب د درې قومي مشران راټول کړل او هغوی ته مو د دعشیانو په اړه پوره معلومات ورکړل هغوی هم راسره د خپل ټول توان اوطاقت سر همکاري وکړه همدا وو چې د داعشیانو کمپله له لغمانه راټوله شوه.

پوښتنه : ددې لپاره چې الله مهکړه یوځل بیا دغه کرغېړنه فتنه لغمان کې ریښې پیدا نه  کړي د لغمان ولايت له عام ولس او په خاص ډول د نوموړي ولایت له علمای کرامو او قومي مشرانو څخه مو توقع او  هیله څه ده ؟

ځواب : دا  داسې یوه فتنه ده چې نه عالم ترې نه بچ کېدلای ششي ، نه د مسلمانانو سر خوندی پاتې کيدلای شي ، نه یې ناموس او نه یې هم مال  لکه څنګه چې عملا تاسو په شينوارو او کنده ګل کې وليدل په هر شي دوي تجاوزونه وکړل ؛ يو ځل بيا د اسلامی امارت مشرانو ، د لغمان د ولس مشرانو ته ، عام ولس  او ټولو ملګرو مجاهدینو ته دا اطمنان ورکوم چې ان شاءالله په لغمان کې به سل کاله پس هم داعش سر پورته نه کړي ؛ او له  لوی رب څخه امید لرو چې د دوی کمپله له ټول هیواد څخه را ټوله شي ان شاءالله. 

پوښتنه : په پاي کې که دا معلومات راکړئ چې د لغمان ولایت رغنیزې چارې لکه : د پلونو،  ویالو،  مکاتبو ، استنادي  دیوالونو  او نورو عام المنفعه ځایونو  په  برخه کې چې داسلامي امارت  د مربوطه لوائحو سره ټکر ونلري داسې څوک خو به د مجاهدینو په نامه  شتون ونه لري چې مخالفت یې وکړي که فرضاً داسې کومه پېښه مخې ته راشي او ولس ته بې ځایه ستونزې جوړوي تاسې یې په مخنیوي کې څومره جدي اومتوجه یاست ؟

ځواب : د بيا رغونې په رابطه باندې د اسلامی امارت د لایحې مطابق د مؤسساتو کميسيون په اجازت باندې چې کوم کارونه شروع شوي دي  او مونږه  تقریباً  د هغوی حفاظت هم کړيدی دی او  امنیتي تدابير مو هم ورته نيولي دي او ان شاءالله که څوک یې مزاحمت کوی د هغوی مخنوی هم کوو او د بيا رغونې کارونه هم ښه روان دي او مونږه یې  پوره حمايت کوو او د کومو کارونو چې د اسلامي امارت د مؤسساتو کمېسیون  اجازت ورکړی وي ، مونږه پوره نظارت یې هم کوو امنيتی تدابیر هم ورته نيسو مقصد پوره همکاری ورسره کوو  ان شاءالله.

د لغمان ښاغلی والي صاحب له تاسې یوه نړۍ مننه چې په سختو حالتو او شرایطوکې له مونږ سره مرکې ته حاضر شوې الله پاک مو له ټولو مجاهدینو سره حافظ  او ناصر شه .

Related posts