دسمبر 07, 2019

پکتیا او خوست ته د اسلامی امارت د دعوت ارشاد او د منبع الجهاد ستودیو د همکارانو د دعوتي او تشویقي سفر لنډ گذارش

پکتیا او خوست ته د اسلامی امارت د دعوت ارشاد او د منبع الجهاد ستودیو د همکارانو د دعوتي او تشویقي سفر لنډ گذارش

د افغانستان اسلامي امارت د خپل مظلوم ملت دفاع خپل اسلامي او ملي مسئوولیت او مکلفیت ګڼي، د اشغالګرانو او د دوی د خائنو متحدینو او ملاتړو په وړاندې په مشروع طریقه هراړخیزه سیاسي ، فکري او نظامي مبارزه کوي تر څو پر مقدس دین، ملي نوامیسو او هېواد د دوی تيري ګر لاسونه لنډ کړي.

په دې لړ د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د منبع الجهاد د سټوډیو همکارانو د پکتیا ولایت د دعوت وارشاد او جلب و جذب کمیسیون د غړو په مرسته د پکتیا ولایت آریوب ځاځیو، احمدخیلو، سیدکرم، لجه منګل، جاني خیلو، څمکنیو، وزې ځدراڼ ولسوالیو او د خوست ولایت د موسی خیلو ولسولۍ ته د یو لړ مهمو او ګټمنو تشویقي او دعوتي پروګرامونو د جوړولو لپاره سفر وکړ.

د دې سفر هدف د مظلومو ولسونو د زړونو لاس ته راوړل او د افغانستان له اسلامي امارت سره د خلکو د ټینګ پیوند لا مضبوطول و چې الحمدلله غوره نتیجې او لاسته راوړنې یې درلودې.

په دې ستونزمن سفر کې د خلکو د ذهنونو روښانولو پخاطر زمونږ همکارانو د الله جل جلاله په فضل په ډیرو ستونزمنو، لارو د یادو ولایتونو لرې پرتو سیمو کې  میشتو د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدینو او خلکو ته په شفاهي او چاپي بڼه د اسلامي امارت  اهداف او پیغامونه ورسول.

زمونږ مجاهدو وروڼو په دې سفر کې زیات شمیر ډالۍ چې د هغې له جملې زیات شمیر معتبر کتابونه لکه د (سیرت نبوی صلی الله علیه وسلم) کتاب، (علیکم بسنتی)، (زاد المعاد فی مسائل الجهاد)، (شهید او شهادت)، (د یرغل پر وړاندی)، (دار ته هرکلی)، (د انساني خلقت مقصد)، (د سپین کاروان سرلاري)، (امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه)، (مجاهدینو ته د امیر المومنین لارښود)، (د اجل په دروازه کې) او نور کتابونه ، د مورچل مجلې ، قلمونه ، کتابچې ، د اسلامي امارت بیرغونه، په بیلو ډیزاینونو کې رنګین سټیکرونه (چې د اسلامي امارت  د مشرانو « مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ، فقید استاد یاسر رحمه الله، مرحوم الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله » بیلا بیل ښکلي، پر محتوی او اړین پیغامونه پرې لیکل شوي و) پر خلکو، مجاهدینو د مدرسو او مکتبونو په شاګردانو ووېشل.

د دې ترڅنګ یې زیات شمیر لونګۍ، دسمالونه M.P.3او نجونو شاګردانو ته څادرونه او پر ماشومانو د لوبو وسائل ووېشل.

د منبع الجهاد سټوډیو مجاهدو همکارانو په هره سیمه کې په بېلابېلو موضوعاتو جلا جلا منظمې دعوتي او تشویقي غونډې په لاندې طرزالعمل جوړې کړې.

هره غونډه به د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې به د پکتیا ولایت لپاره د دعوت وارشاد او جلب و جذب کمیسیون رئیس محترم مولوي صاحب رازمحمد په ټاکلي موضوع بیان وکړ، له اسلامي امارت سره به یې د خلکو د پیوستون او تړون په اړه تفصیلي خبرې وکړې او له خلکو سره د مجاهدینو چلند او برخورد به وارزول شو.

له بیان وروسته به د سوالونو او ځوابونو سیالي پیل شوه، په دې سیالۍ کې به سپین ږیرو، ځوانانو او د مدرسو او مکتبونو شاګردانو ګډون درلود، کله به چې کوم یو سم ځواب ورکړ نو د کتابونو، کتابچو، قلمونو او دسمالونو په انعام به ونازول شو.

بیا به د سپین ږیرو د درناوي او دوی ته د احترام درلودو په ترڅ کې د پکتیا له غوره دود سره سم لونګۍ ورکول کېدې.

وروسته به د ځوانانو او ماشومانو تفریحي سیالۍ پیل کېدې په دې ډول به مونږ په دې لټه کې و چې د مجاهدینو او خلکو ترمنځ پیوستون او نزدیکت لازیات محکم شي او د تل لپاره د ورورولۍ او صمیمیت او محبت په فضا کې د یو بل ترڅنګ واوسي.

د منبع الجهاد سټوډیو مجاهدو وروڼو چې له مجاهدینو سره د خلکو د پیوند تر نوم او پروسې لاندې کوم تشویقي او دعوتي پروګرامونه په پورتنیو ولسوالیو کې تر سره کړي ( د ګلونو څخه د یوې غنچې او موټې له خروار په توګه) په لاندې ډول ستاسو په خدمت کې وړاندې کوو:

زمونږ د مطبوعاتي مجاهدینو ډله د یو زیات شمیر کتابونو ، کتابچو، قلمونو او د لوبو له وسایلو سره د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د اګسټ په لسمه نیټه د پکتیا ولایت د دعوت وارشاد او جلب وجذب کمیسیون غړو په همکارۍ د پکتیا ولایت ته ورسېده چې د مجاهدینو لخوا یې تود هرکلی وشو.

ملګرو وپتیله چې د الله په فضل د پکتیا ولایت د لرې پرتې سیمې آریوب ځاځیو له ولسوالۍ څخه خپل دعوتي، روزنیز او تفریحي پروګرامونه پیل کړي، د دې سفر په لړ کې اول د یادې ولسوالۍ د (رکیان) په سیمه کې غونډه دائره کړه، له  لویو او وړو سره یې لیدل کتل او خبرې اترې وکړي. دلته ډیرې ښکلي شیبې دا وې چې مجاهدینو د اسلامي امارت اهداف او د مشرانو پیغامونه چې په سریښناک ( سټیکر) کاغذ چاپ شوي و د کورونو په دروازو، په بازار کې د دوکانونو او موټرونو په شیشو سریښ او ولګول، د دې مجاهد روزنکې سیمې خلک د اسلامي امارت د مجاهدینو له چلنده زیاته خوښي څرګندوله او په ریښتیني ډول یې د سولې، امنیت او ارامۍ احساس کاوه.

د منبع الجهاد سټوډیو دغه مطبوعاتي ډله په داسې حال کې  د دې سیمې له خلکو رخصت شوه چې د دوی له خوا په جوړ شوي پروګرام کې د شاملو ټولو لویانو او ماشومانو خولې له خندا ډکې وې او سخت خوشحاله ښکارېدل.

د یادونې وړ ده چې کفارو او د کفارو ملګرو د رسنیو په وسیله د خلکو ذهنونه ککړ کړي دي، آن تر دې چې هغوی ته باطل حق او حق باطل، تور سپین او سپین ورته تور ښکاري. اوس اړتیا دا ده چې د دښمن زهر لړلي افکار زمونږ د مسلمانانو خويندو او وروڼو له ذهنونو لرې کړای شي.

باید په هره وسیله چې کیږي دیني او جهادي افکار تر دوی ورسوو. ځکه چې فکر په فکر له مینځه ځي او په اوس وخت کې د اذهانو تنویر تر ټولو اړین کار دی.

د منبع الجهاد مطبوعاتي ډله د ځاځي اریوب ولسوالۍ وروسته د احمد خیلو ولسوالۍ ته لاړه او هلته یې د دعوتي او تشویقي غونډو ترڅنګ په یوه بله غونډه کې ګډون وکړ چې د (۱۳۰) تنو د اردو پولیسو او اربکیانو د تسلیمي په اړه جوړه شوي وه. دغو عسکرو د همدې ولسوالۍ په شمول په ګردېز، کابل او نورو ولایتونو کې د کابل له ادارې سره دندې اجراء کړې وې، دوی د مجاهدینو له چلنده زیات خوشحاله ول او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به هېڅکله په غلامه اداره کې کار او فعالیت ونکړي، عسکرو ویل چې د مجاهدینو او د دوی د مشرانو له ښو اخلاقو او نیکو کړنو څخه زیات متأثر شوي چې له غلامې ادارې سره یې خپلو دندو ته د پای ټکی کېښود.

په سبا ورځ دا دعوتګره مطبوعاتي ډله سیدکرم ته ولاړه، د قربانۍ د اختر لمړې ورځ یې د سیدکرم د ولسوالۍ له خلکو سره شریکه کړه. د لوی اختر د لمانځه اداء کولو وړاندې ټولو خلکو ته د لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین پیغام ورساوه او په چاپي بڼه یې هم پر ټولو تقسیم کړ، همدغه راز یې د نورو ولسوالیو په څېر دلته هم چاپ شوي سټیکر او (د قربانۍ مسائل) په نوم رساله په پوره بریالیتوب خلکو ته ورسوله، د لوی اختر په دویمه ورځ یې د اړوند سیمي په عالي لیسه کې ستره دعوتي او تشویقي غونډه جوړه کړه چې سلګونو عامو خلکو او د مکاتبو او مدارسو شادانو پکې ګډون درلود چې د مجاهدینو دا ډول ګټورو غونډو جوړولو تود هرکلی یې وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د اسلامي امارت مجاهدین دې په راتلونکې کې هم دا ډول غونډې جوړې کړي.

د سیدکرم په ولسوالۍ کې له بریالۍ غونډې وروسته یې د پکتیا ولایت جاني خیلو او څمکنيو ولسوالیو ته حرکت وکړ او د هغو ولسوالیو له اتلو مجاهدینو سره یې له خلکو سره په ښو اړیکو په اړه خبرې وکړې، او پر سبا یې له پلان سره سم له عامو خلکو او د مدارسو او مکاتبو له شاګردانو سره غونډه جوړه کړه. پدې غونډه کې د اردو، پولیسو او اربکیاانو څلویښتو تنو عسکرو د اسلامي امارت له مجاهدینو سره د یوځای کیدو اعلان وکړ چې ټولو مجاهدینو یې دروند هرکلی وکړ.

د اسلامي امارت سیمه ایزو مسؤولو مجاهدینو او علمای کرامو له ټولو خلکو سره له حکمت او ډیر ښه چلنده کار اخیست، همدا وجه وه چې خلک له مجاهدینو سره اوږه په اوږه ولاړ ول، او په هر حال کې د سر او مال قربانۍ ته چمتو وو.

عام خلک د اسلامي امارت د مجاهدینو له دې دعوتي او تشویقي پروګرامونو د زیاتې خوشحالۍ څرګندونه کوله.

اشغالګرو کافرانو او د کابل ادارې په تېرو کلونو کې زیاته هڅه کړي چې د جاني خیلو ولسوالۍ ټولې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي او د دې هدف لپاره یې په کراتو مراتو ځمکني او هوایي وحشیانه بریدونه کړي، خو د سیمي زړورو مجاهدینو د الله په فضل او بيا دعامو خلکو په مرسته هر ځل په شا تمبولي وو.

د جاني خیلو  له ولسوالۍ وروسته د منبع الجهاد د سټوډیو مطبوعاتي ګروپ د جلب وجذب او دعوت او ارشاد کمیسیون د سیمه ییز مسؤول په ګډون د پکتیا ولایت کوټکي سیمې ته وخوځیده. لکه څرنګه چې دا پروګرام دعوتي او تشویقي و د سپين ږیرو ځوانانو او ماشومانو لپاره جوړ شوی په کوټکې کې هم د نورو سیمو په شان له غونډې وروسته د رسه کشۍ خوندوره لوبه ترسره شوه. د لوبې ټولو برخوالو او تماشه کوونکو پر دې زیاته خوشحالي ښکاره کوله چې په داسي تفریحي پروګرامونو کې له مجاهدینو سره یوځاي ځان شریک ویني.

په سبا ورځ د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ ته لاړل، هلته له رسېدو سره سم زمونږ دعوتګر مجاهدین وروڼه د ولسوالۍ بازار ته لاړل، جهادي سټیکرونه او بیرغونه یې په دوکانونو او عامه ځایونو نصب کړل.

ډېره زړه راښکونکي ورځ او صحنه وه، مجاهدینو د لاوډسپیکر په وسیله خلکو ته د جهاد فضائل او مسائل بیان کړل، د بازار ټول خلک ورته راټول شول او د اسلامي امارت د علماؤ او مجاهدینو بیانونه یې په ډېر غور سره اوریدل. مجاهدينو ټولو ته دا اعلان هم وکړ چې له ماسپښین وروسته به په همدې ځای کې یوه ستره غونډه جوړیږي.

د ټاکلي وخت په رارسیدو ډېری خلکو، سپين ږیرو، ځوانانو او ماشومانو په دې پرتمینه غونډه کې ګډون وکړ. له دعوتي بیان وروسته د نورو غونډو په څېر په موسی خیلو ولسوالۍ کې هم ذهني سیالۍ او د لوبو مسابقې ترسره شوې او د انعاماتو په توګه یې د اسلامي امارت د مشرانو په پیغامونو ښائسته شوي پاڼې، کتابچې، قلمونه او کتابونه په ځوانانو وویشل. داسې ښکاریده چې ځمکه او اسمان ټول له یو عالم خوشحالیو ډک دي، او ټولو خلکو په ډېر جوش او جذبه د اسلامي امارت زنده باد، مجاهدین زنده باد شعارونه ورکول.

په سبا د اسلامي امارت دا دعوتګر مجاهدین له موسی خیلو ولسوالۍ د پکتیا ولایت (وزې ځدراڼ) ولسوالۍ ته لاړل او هلته یې خپل پروګرامونه پلي کړل. تر ټولو اول څو کلیو ته ورغلل او هلته یې پر ماشومو نجونو ټکري (څادرونه) هلکانو ته هم څادرونه، قلمونه او کتابچې ورکړل. د سیمې خلک د مجاهدینو له دې کړنې زیات خوښ شول.

په سبا یې په همدې ولسوالۍ کې هم دعوتي او تشویقي غونډه جوړه کړه چې سلګونو قومي مشرانو، ځوانانو، د مکاتبو او مدارسو شاګردانو پکې ګډون کړی و. د قرآنکرنکریم له تلاوت وروسته د پکتیا ولایت د دعوت وارشاد او د جلب وجذب کمیسیون رئیس مولوي صاحب رازمحمد په خپله عالمانه وینا کې خلک اسلامي تعلیماتو، نبوي اخلاقو او د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په خلاف روان مقدس جهاد ته راوبلل.

له بیان وروسته د سوالونو او ځوابونو او د انعامونو د تقسیم لړۍ پیل شوه، عامو خلکو او د سیمي مجاهدینو له دې پروګرام نه خوند اخیست او خوشحاله وو، داسې یې انګیرله لکه چې په راتلونکي کې د اسلامي شرعي نظام حاکمیت او قیام په خپلو سترګو ویني.

په آخر کې سپین ږیرو او ځوانانو د اسلامي امارت مجاهدینو ته په زړه پورې پیغامونه وړاندې کړل او د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو کړنې او پوچ تبلیغات یې وغندل. په دې سره غونډه پای ته ورسېده او مطبوعاتي ډلې او د جلب وجذب او د عوت وارشاد سیمه ایزو غړو په داسې حال کې سیمه پرېښوده او مرکز ته راستانه شول چې خلک له خوښیو په جامو کې نه ځايېدل.

د یادونې وړ ده چې د دې سفر کې په لړ کې زمونږ همکارانو او ورسره ملګرو خپل شهیدان له ياده نه دي ویستلي، بلکې د هغوی له کورنیو سره یې د خپل وس مطابق مرستې کړي او د یتيمانو د احوال پوښتنه یې کړې او د شهیدانو اولادونه یې په  رنګارنګ سوغاتونو نازولي دي.

د پورتني ټول جریان ویډیو او انځورونه به ان شاءالله د منبع الجهاد له سټوډیو څخه په ښه ترتیب ستاسو په خدمت کې وړاندې شي، له مونږ سره اوسئ !

پای

Related posts