اګست 22, 2019

لغمان کې د دعوت او ارشاد کمیسیون غونډې وشوې

لغمان کې د دعوت او ارشاد کمیسیون غونډې وشوې

لغمان ولایت علنیګار ولسوالی دسالاب سیمه کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا د یادې سیمې په جامع مسجد کې یوه عـظیم الشانه غونډه ترسره شوه، چې پکې د سیمې ګڼ شمېرعامو مسلمانانو، علماء کرامو او مخورو سپین ږیرو ګډون درلود.

غونډې ته د ویناګانو په لړ کې  د لغمان ولایت د دعوت او ارشاد مرستیال هم وینا وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې له مزدورې ادارې دي خپل وروڼه اولادونه را وباسي.

ورپسې د یاد ولایت د علیشنګ ولسوالۍ، میل درې په تیلی کلي کې هم د یاد کمیسیون د مسؤلینو لخوا غونډه جوړه شوه چې پکې د سیمې عامو خلکو، علماء کرامو او سیمیزو سپین ژیرو ګډون درلود. غونډې ته ګڼو علماء کرامو وینا وې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې په فاسده ادارې کې دي له کار کولو ډډه وکړي او خپل وروڼه اولادونه او خپلوان دي له ګوډاګۍ ادارې راوباسي.

خلکو د علماء کرامو ویناګانې ښه په غور واورېدلې او د هرډول همکارۍ وعده یې وکړه.

غونډې چې د قرآن کریم په ایتونو پیل شوې وې د دعا په غوښتنه سره پای ته ورسېدلې.

2018/9/29

Related posts