د شهيد مولوي ګل موسی نصرت ژوند ته لنډه کتنه

د شهيد مولوي ګل موسی نصرت ژوند ته لنډه کتنه

سعد کتوازی

ژوند که ليږ وي يا زيات، ښه وي اوکه بد له دې مخي چې خدای تعالی يې يو چاته ورکوي او بيرته يې هم ترې اخلي يو دروند امانت دی، خو له دې مخي چې يو څوک پرې له نيست څخه وجود ته راځي يو ستر نعمت دی، په دې مانا چې که دغه امانت موږ ته نه وای راکړل شوی، موږ به د دې نړۍ د يو غوره مخلوق په توګه څه چې  بيخي به مو وجود نه لرلای، له نيست څخه په وجود راتللو او د يو غوره پيداوالي څخه به بې برخې و، نو د همدې امانت ژوند په مټ موږ له نيست څخه په وجود راغلي يو، د ژوند حقيقت يوه ازماينه ده، په هغه کې د برياليتوب په پايله کې انسان ته بيرته د تل لپاره له نيکمرغيو ډک په واک کې ورکول کيږي.

دغه امانت او فلسفه يې په دې نړۍ  کې په ټاکلې نېټه له سپارلوسره سم پای ته رسيږي او بيا نه تکراريږي، خو بياهم يو مجاهد چې ور کې په لوړه کچه بريالی وي سل ځله يې نور هم غواړي او ارزو يې کوي، که څه هم د يوې دومره ګړۍ لپاره ورکړل شي چې دی ورکې يوځل بيرته ووژل شي.

شهيد مولوي نصرت هم د يو مجاهد په توګه له پوره برياليتوب سره د ژوند دغه دروند امانت ترټاکلې مودې په مخ يو وړ او د شهادت په ترلاسه کولو يې بيرته خپل څښتن تعالی ته وسپاره، الله جل جلاله دې هميشنی ژوند ورته ښائسته او له نيکمرغيو ډک کړي.

زوکړه او زدکړې: شهيد مولوي ګل موسی نصرت د مرحوم ګل محمد زوی او د لعل محمد لمسی په ۱۳۵۳ لمريز کال د افغانستان کيڼ ختيځ د پکتيکا ولايت نکي ولسوالۍ د اشکي په کلي کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې، لومړنۍ زدکړي يې د کلي له ملا امام څخه ترسره کړې، د شوروي يرغل څخه د هجرتونو په لړ کې کورنۍ د وزيرستان سرحدي سيمي ته وکوچېده، پاتي زدکړې يې د ميرانشاه ښار د شهيد مولوي قاري احمدګل صاحب په بحرالعلوم نومې مدرسه کې له شيخ الحديث و التفسير مولوي عبدالمنان پېرکوتي او مولوي عبدالکبير صاحب څخه پيل کړې، وروسته د سيمي بيلابيلو مدرسو ته لاړ، او بيا د خوست مټه چينې د مشرحقاني صاحب مشهورې مدرسې ته راغی، دوهم کال د صبريو ولسوالۍ مکتب سيمي مدرسې ته داخل شو، په هيواد کې د اسلامي امارت د سقوط په لومړي کال يې  د وزيرستان عيدک سيمي په نظاميه نومي مدرسه کې وړه دوره وکړه، خو د صليبي يرغل په وړاندې نوي جهادي بهير پيل کيدو لويې دورې کولو ته پرې نښود.

د جهادپيل: شهيد مولوي ګل موسی نصرت له وړوکتوبه د يو ويښ ضمير او جهادي فکر څښتن و، د شوروي یرغل په وروستيو کې چې لاهم تنکی ځوان و د ديني زدکړو ترڅنګ يې جهادي فعاليت کاوه، د خوست باړۍ ،ژوره او لژه کې د مشر حقاني صاحب د مشهور قوماندان حاجي محمد اسماعيل تر مشرۍ لاندې د فرد په توګه په جهاد بوخت و.

د شوروي له وتلو وروسته يې د وزيرستان په سرحدي سيمه کې زدکړو ته دوام ورکړ، د اسلامي تحريک په نوم د طالبانو له را ښکاره کېدو سره سم د سيمي د غښتلې مجاهد احمدطه په ملګرتيا په غزني کې له هغه سره يوځای شو، څه موده وروسته د مولوي طه، مولوي صدراعظم او ځينې نورو سيمه ايزو مجاهدينو په ملتيا لوګر کې د خپل استاد مولوي عبدالکبير صاحب هم سنګره شو، مولوي صاحب د ننګرهار ولايت د والي په توګه و ګومارل شو نصرت هم ورسره لاړ او د مولويصاحب د لېوا قوماندان حاجي حميد خان ګربز سره و اوسېد، د کونړ ولايت اسمار او دره نور ولسواليو په نيولو کې په زړه پوري فعاليت درلود، او د ټانکسل دنده يې هم په مخ وړله.

د کابل د شمال جنګي کرښو، شکردره، چاريکار، پل مټک او داسي نورو سيمو کې د يو زړو مجاهد په توګه فعاله ونډه درلوده، او بيا مخ په وړاندې کاپيسا،باميانو او…سيمو کې د جهاد په لومړيو کرښو کې د امريکايې يرغل تر شيبو و اوسېد، د اسلامي امارت له سقوط وروسته بېرته خپلو زدکړو ته را وګرځېد او د شمالي وزيرستان په عيدک نظاميه مدرسه کې وړه دوره واخسته.

د يرغل په وړاندې چې نوی جهادي بهير پيل شو، مولوي نصرت هم د خپل تعليمي کال له پوره کېدو سره سم د يو چريک ګروپ په مشري فعاليت پيل کړ، سيمي ته د امريکايانو د لومړي ځل راتلو په مهال يې په خپل کلي (نکه ولسوالۍ) کې يو ناڅاپه بريد پرې ترسره کړ او درنه مرګ ژوبله يې ورته واړوله، همدايې د اشغال په وړاندي د جهاد پيل و، او د ولايت په سطحه په امريکايانو همدغه لومړی بريد و.

همدارنګه يې هغه وخت د ملګرو په ملتيا د زېړوک مربوط سيمه کې د نکي ولسوال باندې کمين وواهه، عسکر او ولسوال ترې په تېښته لاړل او رينجر يې د مجاهدينو لاس ته ولوېد، دا هم د ولايت په سطحه لومړی رينجر و چې مجاهدينو غنيمت کړ.

دغه راز يې د استشهاد د لړۍ په پيل کې د زېړوک کمپاين ته يو استشهادي بريدګر ننه ايستو چې په پوره برياليتوب سره يې بريد ترسره کړ او درنه مرګ ژوبله يې واړوله، د لواړه په سره سر سيمه کې يې کامياب کمينونه هم ووهل چې د دښمن له مرګ ژوبلي پرته مجاهدېنو هيڅ راز تلفات نه درلودل.

مولوي نصرت د برمل د ولسوال په توګه، د کابل ادارې د ټاکنو پروسې په مهال د خپل مسئوليت په ساحه کې د دښمن په ټولو مرکزونو او پوستو جبهيې بريدونه و کړل چې خورا بريالي او ټاکنيز کمپاين ته يې د روند ټکان ورکړ.

د پکتيا ولايت د کميسيون مشرۍ په مهال يې د پټان ولسوالۍ مربوط د پوليسو په قرارګاه او اړوندو پوستو بريدونه ترسره کړل چې ټول په بشپړ ډول فتحه شول، د دوه رينجر او دريو عرادي ټانګانو په ګډون ګڼ شمير مهمات، سپکې او درنې وسلې هم ولجه شول.

د۱۳۹۵لمريز کال په سرطان مياشت کې د پکتيا جانيخېلو په ولسوالۍ او د هغې په دفاعي پوستو تاريخ سازه بريدونه ترسره کړل چې پکې مستهدف ځايونه ټول ونيول شول، د۱۴ټانګانو او۱۶رينجر موټرو په ګډون زيات شمېر سپکې او درنې وسلې، له وسلو او مرميو ډک صندوقونه او په لويه پېمانه ډول ډول پوځي مهمات ولجه شول.ْْْ

شهيد مولوي نصرت د اشغال له پيله د يو ډلګۍ مشر په توګه راڅرګندشو، ورورسته د نکې او ورپسې د برمل د ولسوال په توګه دنده په مخ يوړله، له هغه وروسته يې څوکاله پرلپسې لومړی د پکتېکا او ور پسې د پکتيا د کمېسيون د مشري دنده ترسره کړه.

شخصيت يې: مولوي نصرت يو داسي خوږمن، مخلص، دښي وړتيا، ستري حوصلي، اوسپنيز هوډ، متشرع، متواضع، د لوړو اخلاقو څښتن او د جهاد او اسلامي امارت اهدافو ته متعهد، وفادار او ژمن مشر و چې نه يواځي د خپلو ملګرو تر منځ بلکي په خپلو او پردو ټولو کي يې محبوبيت درلود، په لومړي ليده کاته به دي دا سي انګيرله چې د څوکالو خوږ ملګری دی.

شهيد مولوي نصرت  به د ملګرو په بيلابيلو مزاجونو سم ور سره چلېده، له علم، علماو، طالبانو او مجاهدينو سره يې ډيره زياته مينه او هغو ته يې بې کچې احترام درلود، د ټولو جهادي مشرانو يې د استادانو او اميرانو په توګه مثالي اطاعت کاو، د همدې اطاعت په مټ يې د مشرانو په وړاندې داسي ځواکمن باور ترلاسه کړی و چې د خپلو سيالانو ترمنځ يې ځانګړی رتبه درلوده.

شهيد نصرت يوداسي پرهيزګاره، نرم مزاجه، خوښ تبه او مينه پال ځوان و چې د خدای ورکړې ښکاره ښکلا ترڅنګ په همدې معنوي ښکلاو يې په هر ځای کې د ملګرو تمرکزځانته راخپل کړی و او د هغوی په زړونو کې يې ځانګړی ځای درلود، هغه لا له وخته داخلي دښمن د يو غلام او کرايه کړل شوي په توګه د زړه سوي او رحم وړ باله او په دې باور و چې هغه د اصلي دښمن تش د لاس آله او د سينې سپر ده په خپل ټول توان به يې څنګ ورکاوه بلکې د هغه د ژوند ژغورني هڅه به يې کوله، له همدې امله د هدف په نښه کولو کې بېساري محتاط و.

د نوموړي هڅو، احتياط، سپين زړيتوب، خواخوږي، نرمښت، ويښ ضمير او اخلاقو خورا زياتي ګټې، ښې پايلي او لاسته راوړني درلودې، خلکو ته په ځان ور نږدې کولو  د هغوی محبوبيت او ملاتړ را خپلولو سره يې خپله سيمه ترواک لاندې او هلته يې د مخالفينو کچه او خپل تلفات بيخي صفرته راټيټ کړل، ملګرو ته يې خپل اصلي دښمن او هدف ور وپېژندل تر څو خپل هرډول ځواک همدلته وکاروي او بې ځايه يې اوبه نکړي، و لس يې د خارجيانو له ښکار کېدو وژغوره ــ د هغو په وړاندې يې را ويښ او له هغو سره د جهاد روحيه يې ورکړه، د روان جهاد تقدس او سپېڅلتيا يې ورته روښانه کړه، داخلي دښمن يې په داسي موډ کې راوست چې ورسره مزاحمت او سيمي ته د راتلو زړه يې نشو کولای او داسي نور….

خاطرې: د پکتېکا مولوي عبدالقدوس د شهيد مولوي نصرت د خوش تبې په اړه وايې: يوه ورځ په موټر کې ورسره وم، د ده د موټر سيټونه په يو سپين پشمي پوښ باندې پوښل شوي و، يو کوچي ملګری يې د مخ په سيټ کې ور سره ناست و، ما کوچې ته ويل ته خو په دې موټر کې ځکه خوشال يې چې د ميږي غوندې وړۍ لري، مولوي نصرت دومره زيات وخندل چې موټر يې له لاري ويوست او ترهغه ولاړ و چې خندی ارام شو.

يو مولوي صيب وايې: زه د مدرسې طالب وم ور سره  شپه مي شوه، سهار يو بل ملګري ته ورتللم، نصرت له يوې خوا ملا و او له بلې خوا نظامي مشر هم و، خو د خاکساري يې دا انداز و چې زما لپاره يې خپل کار و ځنډاوه يو يې ساتونکی و زه يې هغه ملګري ته په موټر کې ور وړم، هلته نصرت لکه زما ساتونکی چې وي داسي چپ راته ناست و او بيا يې بېرته تر خپله ځايه ورسولم او هغه په خپل کار پسي لاړ.

يو قاري صيب وايې مولوي نصرت د پکتيا د کمېسيون د دندې په مهال هلته ډېر زيات مصروف و، چې پېنځه دقېقې به وزګار شو په نږدې بازار کې يې د وراره د خوشبويې او نورو توکو دوکان و، له هغه سره به په دوکان کې لګيا کېده، موږ بيا بيا لېدلی و ګيراکيانو ته به يې سامانونه را اخېستل، وربيه کول به يې،  د دوکان له سامانو به يې ګردونه پاکول، وراره او د هغه دوکان ته راغليو شناختګانو ته به يې چای دمه کاو، چا بيخې دا نشوای ويلای چې يو ملا يا ادنی نظامي دي وي.

نظامي ملګري او قوماندانان وايې مولوي نصرت د جنګ په ميدان کې له هغو ټولو ځانګړنو چې يو جنګې مشر يې لري برخمند و او د جنګ په ټولو اړخونو لکه د دښمن تشخيص، د هغه په نښه کولو، له هغه سره متقابل برخورد، د هغه له اسېرانو سره چلند، د نوې نېول شويو سېمو ساتنه، له عامو وګړو سره تعامل، د ناڅاپه حالاتو کنترول، د ملګرو ترمنځ يووالی او د شريعت په چوکاټ کې ژوند او… نه يواځې پوه بلکې ورکې ښه ماهر او تجربه هم و، له دې هرڅه سره چا د هغه او د يو عام فرد توپير نشو کولای، د همدې ابتکار په درلودلو له نورو ملګرو مخکې و، هيڅ وخت يې په شاته پاتې کېدو کې نه رخصت غوښتی او نه يې د چاوړاندېز اوټېنګار منلی، او اخير کې هم په پوره زړورتيا جهاد، اسلامي امارت، خپل مسئوليت او د مشرانو اطاعت ته د ټېنګ تعهد ښکار شو.

شهادت يې: د ۱۳۹۵لمريزکال د تلې مياشتي په۲مه چې د۱۴۳۷ سپوږميز کال د۱۲مي له۲۲سره برابره ده د جمې په ورځ هغه مهال چې د پکتيا جانېخېلو ولسوالۍ اول ځل له دې وړاندې پوره نېول شوې او تر يوڅه مودې پوري خالي ولاړه وه، د لوی اختر له رخصتيو په ګټه دښمن غوښتل بيا پکې ځای پر ځای شي، نصرت يوځل بيا پروګرام ترتيب کړ ترڅو د دښمن د راتللو په کتار کمين ووهي، نور ملګري يې د کمين لپاره ټاکل شوې غوندۍ شاته را تاو کړل خپله مولوي نصرت او يو بل ملګری له دوهم لوري غونډۍ ته ختل چې ناڅاپه د غونډۍ سرته د دښمن عسکر له مخه ختلي و او نور يې شاته و په نصرت او ملګري يې بريد وکړ، د غونډۍ له سره عسکرو هم بريد وکړ.

د دوه په دوه له دوه او هم دوو لوريو ته کلک مقاومت وروسته د دين په لاره او د شريعت په نفاذ کې نه ستړې کېدونکی، د هېواد او مؤمن ولس د ازادۍ په لاره کې، د صلېبي ير غل په وړاندې د اوسپنې له هوډ سره ولاړ دغه ستر شاهکار له خپل ملګري سره د شهادت جام وڅښه او د تل لپاره له دې بې پايښته نړۍ وکوچېد (انالله وانا اليه راجعون) الله دي په هغه نړۍ لوړه رتبه ورکړي آمين.

شهيد نصرت شاته پېنځه زامن، درې لوڼې، تور سرې، د ده د لاري لارويان شپږ وروڼه او د ده په مورال پوښلې ډلګۍ پرېښوده، روح دې ښاد او ياد دې تل پاتې وي.

Related posts