د نجیب الله همت روښانه ژوند ته کتنه

د نجیب الله همت روښانه ژوند ته کتنه

عاکف مهاجر

د لوګر د غرونو زمری نجیب الله همت مو له څنګه بیل خو تل پاتې یادونه به یې تل راسره وي.

پیژندنه: نجیب الله همت د لوګر ولایت د مرکز کلنګار سیمې د علي خان کلا اوسیدونکی د ظریف خان ځوی او د معلم نواب لمسی چې ۲۲ کاله وړاندې یې د معلم نواب په جهادي او دینداره کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې وې.

زده کړې:
نوموړی لا ماشوم وو چې د کلي له ملا امام څخه یې دیني زده کړې پیل کړي او وروسته یې عصري زده کړو ته مخه کړه چې د لوګر دارالعلوم کې یې تر ۱۲ پورې زده کړې وکړې.

شهید همت د عصري زده کړو تر څنګ د قران عظیم الشان ۱۳ سیپارو ته هم په خپله سینه کې ځای ورکړی وو.

شهید همت د ځواني په نوي پړاو له قدم ایښودلو سره سم د افغانستان د اشغال څخه د ازادۍ په پار او د قراني نظام د حاکمیدو په خاطر له بهرنیو اشغالګرو او کورنیو اجیرانو سره مبارزه پیل کړه.

هغه د خپلو دوه شهیدو ماماګانو هر یو اتل او نومیالي مجاهد شهید وزیرګل همت او نه ستړیکیدونکي مبارز شهید اغای ګل همت په څیر تل د جهاد سنګر کې د اتلولي، شاهکاري، میړانې او غیرت ښودلو سره نوم درلودلو چې ټولو همسنګرو ملګرو به یې پرې ویاړ او فخر کولو.

د نوموړي شهید دوه نور ماماګان چې وړاندې یې نومونه ذکر شول د امریکایي اشغالګرو په وړاندې خپله وینه نذرانه کړې وه چې شهید نجیب الله همت هم په دغه پړاو ورګډ او خپل نوم یې د تاریخ په رنګینو نومونو کې ثبت کړلو.

اتل شهید نجیب الله همت په لومړیو کې د فدایي کنډک له ملګرو سره ملګرتیا وه چې د جهاد په لار کې یې ډیر ویاړونه په خپل نوم ثبت کړي او دښمن ته یې تلپاتې درس ورکړی.

شهید همت دا مهال د شهید مولوي امرالله رهبر په ډلګۍ کې د مولوي قدرت الله مجاهد تر سرپرستي لاندې جهاد او مبارزه کوله چې په همدغه لار کې یې د ۱۳۹۷ کال د اسد میاشتې په ۱۵ ماښام مهال له کورنیو اجیرو عسکرو سره په مخامخ جګړه کې چې کله دوی پر مجاهدینو د چاپې پرنیت راغلي وو د شهادت جام نوش او د حضرت حمزه رض په کاروان ورګډ شو.

روح دې ښاد او یاد دې تل تر تله وي.
انا لله و انا الیه راجعون

Related posts