اسلامي امارت د مؤمن اولس دفاع ته ژمن دی

اسلامي امارت د مؤمن اولس دفاع ته ژمن دی

په تیرو دوه نیمو لسیزو کې د افغانستان مؤمن اولس درې ځله له درنو ابتلاوو او سختو حالاتو سره مخامخ شوی دی، د کمونیزم ضد جهاد له بریا وروسته د کورنۍ جګړې او هرج و مرج دوران راغی، ملوک الطوائفي او ګډوډي اوج ته ورسیده، د هیوادوالو سر، مال او عزت له خطر سره مخ شو او حتی د هیواد د ټوټه کیدو ګواښ رامنځته شو.
له ټوپکیانو او مفسدینو د هیواد د خلاصون په مقصد او د مقدس جهاد د ارمانونو د سرته رسولو لپاره د افغان مؤمن اولس له منځه د واقعي مجاهدینو او طالبانو خوځښت پیل شو، چې وروسته په اسلامي امارت ونومول شو او په ډیر کم وخت کې یې هیواد نه یوازې له ټوپکیانو او داړه مارانو وژغوره، بلکې سوچه اسلامي واکمني یې رامنځته، امنیت او عدالت یي تأمین کړ او د هیواد ځمکنی تمامیت یي تضمین کړ.
د خپل منځي جګړو څخه د افغانستان خلاصون د اسلامي امارت خورا ستره او تاریخي کارنامه وه، خو لا  افغان اولس د جګړو له ستومانۍ نه و خلاص شوی چې په هیواد بله ابتلاء راغله او د امریکا په مشرۍ غربي یرغلګرو په افغانستان یرغل وکړ. د افغانستان استقلال یي غصب کړ، د هیواد ځمکه او فضاء یې اشغال کړه او زموږ د اولس ټول حقوق یې تر پښو لاندې کړل.
په دې سخت حالات کې اسلامي امارت یو ځل بیا د خپل مسلمان اولس د غصب شویو حقوقو د اعادې، د اسلامي نظام د جوړولو او د هیواد د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو لپاره جهاد پیل کړ. په اوولس کلن جهاد کې د اسلامي امارت مجاهدینو خورا سترې قربانۍ ورکړې، د اسلام او هیواد تاریخ ته یې تلپاتې ویاړونه وروبښل چي په پای کې یې نه یوازې د هیواد اکثره سیمې له اشغالګرو تصفیه کړې، بلکې اشغالګر یې دې ته اماده کړل چې زموږ د اولس برحق پاڅون ته په درنښت وګوري او د مخامخ خبرو په پیل سره له افغانستانه د وتلو مرحلې ته ځان آماده کړي.
په دې وروستیو کلونو کې په هیواد کې د داعش په نوم یوه بله نا آشنا او اجنبي منحرفه ډله پیدا شوه، په سختو وحشتونو او قتلونو یې پيل وکړ، اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو هڅه کوله چې په تبلیغاتي کمپاین او تسلیحاتي مرستو سره دغه ډله نوره هم تقویه کړي. داعش په عام افغان اولس نه یوازې بې توپیره بریدونه پیل کړل او د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په شمول یې سلګونه بې ګناه وګړي شهیدان کړل، بلکې د ذبح کولو، په ماین الوځولو او د قتل او شکنجې د بیلابیلو وحشیانه طریقو په ترویج سره یې هڅه پیل کړه چې زموږ مؤمن او مجاهد اولس وویروي او خپله اجنبي نظریه ورباندې په زور تحمیل کړي.
په داسې حال کې چې عام اولس د داعش له خوا ځپل کیده، بیا هم یوازې اسلامي امارت و چې د خپل مسلمان اولس د دفاع او نجات لپاره یې د داعش په وړاندې مبارزه شروع کړه. په فراه، زابل، هلمند، غور،لغمان او ځینو نورو سیمو کې یې د داعشي فتنې جرړې وایستې او په دې وروستیو کې یې د افغانستان په شمال د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د محکم مرکز په له منځه وړلو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د خپل مسلمان اولس د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته حاضر او د هر دښمن ټکولو ته آماده دی.
متل دی چې واقعي دوست په سخته ورځ معلومیږي. اسلامي امارت چې په یادو شویو سختو مرحلو کې همیشه د خپل اولس تر څنګ پاته شوی، د خپل متدین اولس د ساتنې او نجات لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې او په پای کې یې د الله تعالی په نصرت سره په درې واړو مرحلو کې اولس ته نجات ورکړی. له دې څخه معلومیږي چې د دې مسلمان اولس او تاریخي هیواد واقعي مدافع ځواک د افغانستان اسلامي امارت دی.  ځکه نور سیاسي اړخونه یوازې دې ته متوجه وي چې څرنګه خپل هیواد او ولس ولوټي، دولتي ځمکې غصب کړي، ملي سرمایې لوټ کړي او له هیواده بهر یې په پردیو بانکونو کې ذخیره کړي.
خو د افغانستان اسلامي امارت همیشه د خپل مسلمان اولس علیا ګټو، دیني او دنیوي نیکمرغۍ، امنیت او سرلوړۍ ته متعهد پاته شوی. تر دې چې د تیرو دوه نیمو لسیزو له تجربو وروسته اوس اسلامي امارت د افغان ځوریدلي اولس د امید هغه ډیوه بلل کیږي چې له سختو توپانونو سره سره هم روښانه پاته شوې او اولس ته یې له تورو ترږمیو څخه نجات ورکړی دی.

Related posts