تعلیمي ادارې باید د جګړې قرباني نه شي

تعلیمي ادارې باید د جګړې قرباني نه شي

دا یو ثابت حقیقت دی چې جګړه که هر ځای، د هر چا خلاف او د هر غرض او هدف لپاره وي، بیا هم یو لړ اخلاقي اصول او قواعد لري، چې له هماغو اصولو څخه مخالفت جنګي جرم یا جنایت بلل کیږي. د جګړې له اخلاقي اصولو څخه یو هم د عام المنفعه تأسیساتو حفاظت دی، چې ښکیل اړخونه یې باید امنیت تضمین کړي.

په همدې اساس د افغانستان د اسلامي امارت له جهادي تګلارو څخه یو هم د عام المنفعه تأسیساتو او خیریه پروژو ساتنه او حمایت دی. د اسلامي امارت مجاهدین د مدرسو، ښوونځیو، شفاخانو، د اوبو بندونو او نورو عام المنفعه ځایونو نه یوازې حفاظت کوي، بلکې د انکشاف او پراختیا لپاره یې هم له هیڅ راز هڅو مخ نه اړوي.

اسلامي امارت په دې برخه کې دومره د تساهل پالیسي غوره کړې ده چې په خپلو تر واک لاندې سیمو کې یې حتی هغو ښوونځیو، لیسو، روغتونونو او نورو عام المنفعه پروژو ته هم د فعالیت اجازه ورکړې، چې د مخالف رژیم لخوا حمایه کیږي او اکمالیږي. دا هغه ثابت حقیقت دی چې ټول ورباندې اعتراف لري او حتی یو شمیر غربي رسنیو هم په خپلو راپورونو کې بیا بیا ترې یادونه کړې ده.

خو اشغالګر ځواکونه او د هغوی په مرسته پاییدونکي داخلې عسکر او ملیشې بیا د جګړې دغه اخلاقي اصول په پام کې نه نیسي. هغوی نه یوازې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې په روغتیایي مراکزو بریدونه کوي، بلکې دیني مدارس او مکاتب هم پرلپسې بمباروي، چاپې ورباندې اچوي او زده کوونکي د مجرمانو په حیث په زولانه حالت کې له ځان سره وړي.

د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په ۲۵ مه نیټه امریکایي او داخلي ځواکونو په غزني ولایت کې د نور المدارس په نوم په هغه مدرسه چاپه ووهله چې د افغانستان له ډیرو پخوانیو تعلیمي مراکزو څخه ده او له هیڅ سیاسي جهت سره تړاو نلري. دا مدرسه چې د کابل د حضراتو مذهبي کورنۍ یې د اهتمام چارې په غاړه لري، د ولسي خلکو په مرستو چلیږي او په کوم سیاسي لورې پورې مربوطه نه ده.

له دې وړاندې په کندز ولایت کې د قران کریم د حفاظو د جلسې بمبارول، په وردګو ولایت کې د لیسې ویجاړول، په فراه، هلمند، لوګر او ګڼو نورو ولایاتو کې د دښمن لخوا په مدارسو او ښوونځیو بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې اشغالګر او د هغوی ملګري چې د مجاهدینو سره په مخامخ جګړو کې یې شکست خوړلی اوس خپل انتقام له تعلیمي ادارو څخه اخلي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې نظر دی چې تعلیم د اولس اساسي حق دی. جګړه او جنګي اضطراري وضعیت د دې دلیل نه شي کیدلای چې د اولس د بچیانو په دې حق سترګې پټې کړای شي. هغوی چې په تعلیمي مراکزو بریدونه کوي، مکاتب او مدارس بمباروي او د وحشت خپرولو لپاره زده کوونکي بندیانوي، په دې باید پوه شي چې دغه عمل یې یوازې غیرانساني څیره نوره هم رسوا کوي. موږ د اشغالګرو دا اصل چې وایي (په جنګ کې هر څه روا دي) په کلکه ردوو او د انساني فطرت خلاف یوه غیرمنطقي ادعاء یې بولو. موږ باور لرو چې اشغالګر او د هغوی داخلي ملګري په دغه وړ غیر انساني اعمالو، مظالمو او جنګي جنایاتو سره نه شي کولای چې بریا خپله کړي، بلکې دغه جنګي جنایات به نور هم د دوی په خلاف اولسي قهر راپاروي او نړۍ ته به یې د علم دښمنه جنګي مجرمانو په حیث ورپيژني.

Related posts