جهاد او شهادت

جهاد او شهادت

لیکوال: عطاءالله مبارز

مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت سره سم جهاد او شهادت د اسلامي تاریخ مهمې برخې وګرځېدې.

د مهاجرت په لس کلن ژوند کې يې نژدې دېرش ځله پخپله د کافرانو په وړاندې د حنګېدونکی اسلامي لښکر مشري کړې او په سلګونو نور فوځي کنډکونه يې د مشرانو صحابه وو په مشرۍ ليږلي دي.

په دې جهادونو کې د زيات شمېر صحابه کرامو د شهادت وياړلې او سترې مرتبې په برخه شوې، او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دې لوړ مقام ارزو کړې ده.

د خلفاء راشدينو په دوره کې هم د جهاد او شهادت وياړمنه لړۍ روانه وه، د يرموک په غزا کې تر دری سوه زيات يوازې حافظان صحابه کرام شهيدان شول، د همدې جهادونو سپېڅليو وينو برکت و، چې د فارس او روم سترو امپراطوريو په هکله يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندوينو ته د عمل جامه ور په تن کړه.

له دې زرینې او وياړمنې دورې وروسته هم اسلامي حکمرانان د جهاد په ارزښت پوه وو چې د مسلمانانو د سوکالۍ او راج لپاره يوازينۍ لاره همدا ده او هيڅ وخت په دې برخه کې غفلت ورته د زغملو وړ نه و.

جهاد او شهادت د اسلامي تاريخ او ثقافت نه ختمېدونکې برخې دي، او مسلمانان په ارزښت، اړتيا او شاليد ښه خبر دي.

د اسلامي امارت له لوري د کاپيسا ولایت ته د ټاکل شوي والي شهید مولوي محمد نسیم مشفق او ملګرو شهادت یې هم د همدې لړۍ يوه برخه ده، چې وياړونه، ميړانې او کارنامې به يې اسلامي تاريخ له ځان سره وساتي.

د نوموړي درنې او عزتمنې کورنۍ، د اسلامي امارت مشرتابه، مسلمان او مجاهد ملت او په ځانګړي ډول د کاپيسا غيورو خلکو ته د مولوي صاحب د شهادت تبریکي او تسليت وايو.

روح دې ښاد او ياد دې تل وي.

Related posts