بمبارونه، قتل عامونه او بې احساسه وجدانونه

بمبارونه، قتل عامونه او بې احساسه وجدانونه

د افغانستان په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې داسې شپه یا ورځ نه تیریږي چې بې ګناه ملکي افغانان دې د امریکایي ډرون یا جټ الوتکو په بمبار، د داخلي یا خارجي ځواکونو په توغندیزو بریدونو او یا هم شپنیو عملیاتو کې نه وي وژل شوي.

د دغو مسلسلو جنایاتو ځینې پیښې داسې هم وي چې په کې لسګونه بې ګناه وګړو په جمعي شکل شهیدان او یا هم د یوې کورنۍ ټولو نارینه وو او ښځینه وو په وحشیانه بمبار کې ژوند له لاسه ورکړی وي. د داسې پیښو څو تازه مثالونه دپکتیا ولایت د زرمت، د ننګرهار د خوګیاڼو، دکندز د چهاردرې او دې ته ورته هغه نورې پیښې دي چې په هره یوه یې د ولسي قتل عام او ستر جنګي جنایت اطلاق کیدلای شي.

په دې وروستیو کې چې د افغانستان یو شمیر ولایاتو ته امریکایي عسکر بیا راستانه شوي دي په دغسې پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.که څه هم د امریکا او کابل ادارې رسنۍ دغو بمبارونو او وحشتونو ته انعکاس نه ورکوي. خو په اجتماعي رسنیو کې هره ورځ د امریکایي عسکرو د جنایاتو مستند انځورونه او ویډیوګانې وینو چې د یرغلګرو له وحشت څخه پرده پورته کوي.

د وحشت او جنایت د دې ناتمام بهیر په اړه تر ټولو د تأمل وړ نقطه دا ده چې په دې بې دریغه قتلونو او تخریبي اعمالو د بشر د حقوقو د څار ادارو،د نړۍ حکومتونو، مستقلو سازمانونو او شخصیتونو هم ځانونه ناخبره اچولي او د مخنیوي لپاره یې نه کوم عملي اقدام کوي او نه هم کومه لفظي تبصره.

نه پوهیږو چې دوی خپل دا دوګانه موقف څرنګه توجیه کوي چې په اروپا یا غربي نړۍ کې که څوک د بل چا لخوا په چاقو ووهل شو او یا هم په کوم بل معمولي بریدکې ورته مرګ ژوبله واوښته، نو په هغه ورځ د ټولې نړۍ رسنیو همدا پیښه سرټکی کړی وي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د پیښې له متأثرینو سره خپله خواخوږي شریکوي. د نړۍ سیاسي شخصیتونه ورسره ماتم لمانځي او د خواخوږي او مرستې له هیڅ وعدې څخه مخ نه اړوي. مګر په افغانستان کې امریکایي الوتکې سلامت کلی بمبار کړي، کورونه په کنډوالو بدل کړي. په خوب ویده ماشومان د سپین فاسفورسو په لمبو کې پاخه کړي. غریب کاره کلیوال، بزګران او مالداره افغانان له ژوند او ټولو مادي سرمایو بې برخې کړي. کورونه په ډلییزو قبرونو بدل شي. خو بیا هم نه یې رسنۍ خبر اخلي او نه یې هم نړیوال بشري وجدان درد او غم احساسوي.

دا دوګانه چلند او له بشري موضوعاتو سره سیاسي تعامل واقعا ناموجهه او د شرم وړ دی. له دې څخه ثابتیږي چې د وروستیو پیړیو د بشر پالنې، انساني حقوقو او همدردۍ شعارونه او داعیې له شکست سره مخامخ شوي او د تمدن اوسني دعوه داران په اخلاقي لحاظ یو ځل بیا د منځنیو پیړیو حالت ته ستنیدونکي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د امریکایانو لخوا د بې ګناه وګړو پیل شوی قتل عام په سختو ټکو غندي او د هیواد او ټولې نړۍ سالم فطرت لرونکي خلک د دې جنایاتو او عاموژنو مخنیوي ته رابولي.د امریکایانو لخوا روان بمبارونه که دوی هر نوم ورکوي خو عملي نتیجه یې د بې ګناه او بې غرضه وګړو وژل، زخمي کیدل او د هغوی د کورونو نړیدل دي. د اسلامي ورورولۍ او انسانۍ خواخوږۍ غوښتنه دا ده چې باید د دې بمبارونو او قتل عامونو د مخنیوي لپاره غږ پورته کړو، تر څو زموږ د بیچاره اولس د اضافه وینو بهیدلو مخه ونیول شي.

Related posts