د ګران شهيد مولوي طالب جان باوري لنډ ژوند ليک

د ګران شهيد مولوي طالب جان باوري لنډ ژوند ليک

سعد کټوازی

زموږ اسلامي تاريخ له رسول الله (ص) او د هغه له اصحابانو لکه حضرت عمر فاروق، خالد بن وليد، سعد بن ابي وقاص، عبيده عامر بن الجراح، ضرار بن الأزور او…(رضوان الله عليهم اجمعين)څخه رانيولې ترصلاح الدين ايوبي، محمدبن قاسم، محمود غزنوي، احمدشاه ابدالي او… سرتاسري له سرښېندنو ډک دی.

افغانانو د تاريخ په اوږدو اوپه ځانګړې ډول په تېرو څلورو لسيزو کې د هغوی په پله هممهال ستر دجالان په ګونډو، امپراطورۍ او استعمارونه يې را وپرځول، او په دې لاره کې يې ټولو لويو او وړو ستونزو او ناخوالو ته لبيک ويلی، زندانونه شکنجې، ځخمونه او شهادتونه، جهاد او هجرتونه، مظلوميت او کړاونه يې يوله بله غبرګ د سر په سترګو منلي او ګاللي دي چې نننی اسلامي امارت يې د اصيلو بچيانو په توګه نور د رحم وړ بولي او د سرپه قربانيو ورته د وقار ژوند غواړي.

دلته د دې سپېڅلي يون له هغه نه ستړي کيدونکې لاروي څخه غږېږو چې د جهاد او مبارزې، غيرت او ميړاني، حوصلې او زغم، ثبات او استقامت، ميني او خواخوږۍ  مجسم غر و.

زوکړه او زدکړي:

شهيد مولوي طالب جان باوري د شيخ الحديث مولوي احمدجان زوی له نن څخه نږدې ۳۳کاله وړاندې د لوګر ولايت برکي برک ولسولۍ د شاه مزار کلي په يوه علمي او متدينه کورنۍ کې دنياته سترګې وغړولې، په ماشومتوب يې کورنۍ له روسي یرغل څخه د هجرتونو په لړۍ کې د ګاونډي هيواد پاکستان خيبر پختونخواه ايالت ته هجرت وکړ، له هغه سره سم يې لومړنۍ زدکړي له خپل والد صيب څخه وکړې، منځنۍ زدکړي يې د خيبر پختونخوا او هم په هيواد دننه بيلابيلو مدرسو کې وکړې، دلوړو زدکړو وړه دوره يې د پختونخواه هنګو ولايت په منهاج العلوم نرياب کې له شيخ الحديث مولوي معلم جان حنفي څخه او لويه دوره يې په جامعه اسلاميه زرګري کې له مرحوم شيخ الحديث عبدالستارجان موسوي (رح) څخه وکړه او همغلته يې د يو ممتازعالم په صفت د فراغت پګړۍ وتړله.

د جهاد پيل:

په۲۰۰۱زيږديزکال له صليبي اشغال او د اسلامي امارت له ړنګيدلو وروسته چې د مرحوم امير المؤمنين ملامحمدعمر مجاهد (رح) په مشرۍ نوی جهادي بهير پيل شو، شهيد باوري که څه هم چې کشر او دطالبۍ وخت يې و له همغو لومړنيو شېبو په وسله واله مبارزه لاس پوري کړ، د لوګر او پکتيا په بيلابيلو نقطو کې يې پرلپسې د يو نوميالي مجاهد په توګه فعاله ونډه واخسته، ګڼ شمير د پام وړ کارنامې يې ترسره کړې او وخت په وخت به يې د سيمي وګړي هم د دښمن په وړاندې ويښول او د مجاهدينو ملاتړته به يې رابلل چې په دې هڅو يې د پکتيا ګرديز ته څيرمه په څو کيلومترۍ کې پرته هغه سيمه چې يو وخت د مجاهدينو او دښمن ترمنځ له مهمو نقطو څخه بلل کيدله د مجاهدينو ترټولو ښه او خوندې تمځای و ګرځېدله چې تراوسه لا ورکې مجاهدين پراخ حضور او ډاډه تګ او راتګ لري او له همدې ځايه نورو سيمو ته عمليات رهبري کوي.

شهيد باوري يوداسي د اوسپنيز هوډ څښتن، پرهيزګاره، نرم مزاجه، خوښ تبه او مينه پال ځوان و چې د خدای ورکړې ښکاره ښکلا ترڅنګ په همدې معنوي ښکلاو يې په هر ځای کې د ملګرو تمرکزځانته راخپل کړی و او د هغوی په زړونو کې يې ځانګړی ځای درلود.

شهيد باوري هميشه د ملګرو او عامو ولسي وګړو د اصلاح او له دښمن څخه د خوندي ساتلو په هڅه کې و، د دښمن له لوري د هغوی په کړاو به ډير زيات ځورېده.

شهادت يې: 

شهيد دکتور عبدالولي د مولويصيب د شهادت کيسه داسي کړې، دی وايې چې په مرکز کې ناست او خوږ مجلس مو روان کړی و، يو نا څاپه د هغه فکر بدل شو، ملګروته په مخ اړولوسره يې وويل نن فضا څه بل ډول ښکاري او هوا هم څه خوږه شانتې لګيږي، ورسره سم په مخابره کې پرې غږ شو چې د دښمن له لوري قوه را روانه ده، نوموړی چې دا مهال د مرکز د مالي دنده هم ور له غاړي وه په تادۍ پورته شو او لکه سم چې د شهادت زېری پرشوی وي د مرکزماليات او د لګښت فهرست يې له جيبه راوکښل، تر يو کاڼي يې لاندې کړل او ملګروته يې وويل چې د مرکز پيسې دادي، که ماته خدای (ج) شهادت راکړ تاسوبه يې درواخلئ، او خپله يې چانټه وتړله، يو ميل وسله يې واخسته او له ملګروسره په چټکۍ د دښمن د قوې مخته ورغلل، په پوره ميړانه يې ترځنډه کلک مقاومت وکړ، بالآخر د جهاد او مبارزې دلاري نه ستړی کيدونکی دغه شهکار د ۱۴۳۵ سپوږميزکال د شعبان/برات د مياشتي په۲۹مه د خپل سپېڅلي علمي او جهادي ژوند سرمايه او ستر ارمان ته ورسيد، د خپلو دوو ملګرو ملاحکمت الله (خراسان) او سيف الله (ظهور) په ګډون يې د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ. روح دې ښاد او ياد دې تل پاتي وي.

چې په سر يې بله خښته نه ځايېږي

شهادت مو تر اسمانه پوري دنګ دی.

Related posts