اګست 22, 2019

جنګي جنایتونه(جون)

جنګي جنایتونه(جون)

سید سعید

د ۲۰۱۸ز،کال دجون دمیاشتې په ۲مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ په تنګي سیمه کې یرغلګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې، دیوې ماشومې په ګډون یې نهه تنه ولسي وګړي شهیدان او دښځو په شمول اته تنه ټپیان کړي دي. همداراز په همدې نیټه دیادې شوې ولسوالۍد دیوانه ورخ  په سیمه کې هم دداخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي

دجون په ۳مه دفاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ  د قره شیخي په سیمه کې داخلي کمانډو عسکرو څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ژوبل کړي او خلګو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د جون په ۴مه  د خوست ولایت  دموسی خیلو ولسوالۍ د  شګي په سیمه کې د کمپاین عسکرو د ملکي خلکو په کورونو  دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی او دیارلس تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي دي.

د جون په ۵مه  د لوګر ولایت دبرکي برک ولسوالۍ دیموغلان او ناکام کلا  کلیو باندې  د صفریک قطعې عسکرو  چاپه وهلې،څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او دناکام کلا جومات یې بمبار کړی.

دجون په ۷مه د ننګرهار  ولایت دحصارک ولسوالۍ په  ګلوخیلو کې اشغالګرو او داخلي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې په بمونو الوزولې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي، قیمتي اجناس یې ورڅخه لوټ کړي او د څلور تنه  ملکي هیوادوال(شمالي او ستانه ګل د اسلم خان زامن او معلم انور او رئیس د  حاجی ببرک زامن) یې شهیدان کړي دي.

د جون په ۸مه  د خوست ولایت  دصبریو ولسوالۍ د خټکي اونوري کلیو کې د چټک غبرګون عسکرو پنځه تنه ملکي هیوادوال شهیدان کړي دي.

د جون په ۱۰مه دکندز ولایت مرکز مربوط  مومندانو سیمه کې داخلي عسکرو د مبارک صاحب په مسجد چاپه وهلې،درې تنه حافظان یې بندیان کړي دي.

دجون په ۱۰مه  د دایکندي ولایت داجرستان ولسوالۍ مرکز او ور څیرمه  دګلدرې په سیمه کې  داخلي عسکرو دملکي خلکو په کورونو بمبار کړی،په یاد شوي بمبارکې درې کورونه تخریب شوي او اووه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جون په ۱۱مه  دکندهار ولایت د شاوليکوټ ولسوالۍ  د المش په سيمه کې داخلي عسکرو دچاپې په مهال شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او دوه تنه ټپیان کړي دي.

د جون په ۱۲مه د فاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ د خیراباد په سیمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې درې میرمنې شهیدانې او ژوبل شوې دي.

د جون په ۱۳مه  د هلمند ولایت دسنګین ولسوالۍ  د چرخکیانو دمانده په سیمه کې داخلي عسکرو پر ولسي خلګو چې له جومات څخه کور ته په لاره وو، ډزي کړي، یو تنکی ځوان شهید شوی او ګڼ نور کلیوال ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۱مه  دبادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ  دجوی ګنج په سیمه کې حکومتي الوتکو دخلګو پر کورونو بمبار کړی، په بمبار کې پنځه تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي دي.

دجون په ۲۳مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ  د اسحاقزو په سیمه کې حکومتي ځواکونو پر یو دارالحفاظ  او ورڅېرمه  کورونو بمبار کړی، په بمبار کې درې تنه حافظان ټپیان شوی او خلګو ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.

دجون په ۲۳مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  د سیدانو په سیمه کې  دکورنیو عسکرو  د هاوان په پیرونو کې شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان او زخمیان شوي دي.

د جون په ۲۴مه  دبادغیس ولایت دمرغاب ولسوالۍ  د  اسحاقزو په سیمه کې دحکومتي قواوو دتوپچي په ډزو کې دوې ښځې او څلور ماشومان شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۴مه  د فاریاب ولایت د لولاش  ولسوالۍ د ګلدان په سیمه کې  دداخلي عسکرو  په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی دی.

دجون په ۲۴مه  د غزني ولایت دشلګر ولسوالۍ بازار شمال پلو  په ملکي شفاخانه داخلي عسکرو ډزي کړي، په ډزو کې ډاکټر محمد علیم شهید شوی او یو بل ډاکټر ژوبل شوی دی.

دجون په ۲۵مه  د نورستان ولایت  دوانټ وایګل ولسوالۍ دکټارګمبیر په سیمه کې د اشغالګرو په ډرون حمله کې یو ملکي وګړی شهید او دوه تنه ژوبل شوي دي. کله چې  خلګو د شهید په کور کې دتکفین او جنازې تیاري کوله، یرغلګرو بل برید کړی، په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او اووه تنه ژوبل شوي دي.

د جون په ۲۵مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ  د اسلام قلعه  په سیمه کې دحکومتي ځواکونو په ډزو کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان او دوه نفره ژوبل شوي دي.

دجون په ۲۷مه د فاریاب ولایت دخیبر ولسوالۍ په بورغن پایان سیمه کې اربکیانو یو ملکي سړی شهید کړی دی.

دجون په ۲۷مه دلوګر ولایت مرکز اړوند بخش اباد سیمه کې یرغلګرو اوداخلي عسکرود ملکي خلکو په کورونو بمبار کړی،په بمبار کې اووه تنه  ملکیان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي ټپیان شوي دي.

د جون په ۲۸مه  د لوګر ولایت  دمحمداغې ولسوالۍد وغجان بازار کې دداخلي عسکرو په ډزو کې د زرغون شهر سیمې درې تنه ولسي وګړي(جاني، محمدنسیم او محمدرحیم) شهیدان شوي دي.

د جون په ۳۰مه  د فراه ولایت دبکوا ولسوالۍ  د ودود  دوکانو  او شیرسرخ په سیموکې  دحکومتي ځواکونو په بمبار کې یو کور او مکتب ویجاړ شوی دی.

د جون په ۳۰مه د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د شیوان  ګنج اباد او ګراني په سیمو کې  دیرغلګرو په   بمبار او توپچي ډزوکې یو مسجداودرې کورونه ویجاړ شوی او څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او زخمیان شوي دي.

د جون په ۳۰مه  د فاریاب ولایت د  لولاش ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې  د یرغلګرو په بمبار کې خلګو ته پراخ مالي زیانونه او ښتي دي.

د جون په ۳۰مه د فاریاب ولایت  د چهلګزي ولسوالۍ د اخترخان بازار په سیمه کې داخلي عسکرو  یو ۱۲ کلن ماشوم شهید کړی دی.

د جون په ۳۰مه  دفاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د ینګي قلعه په سیمه کې دحکومتي قواوو دتوپچي په ډزو کې ولسي خلګو ته پر مالي زیان  اوښتلوسربیره پنځه تنه کلیوال شهیدان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

Related posts