سپتمبر 20, 2019

د اختر په مناسبت د ۳ ورځني اوربند د پای ته رسیدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه 

د اختر په مناسبت د ۳ ورځني اوربند د پای ته رسیدو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه 

د دې لپاره چې هېوادوال مو د اختر مراسم په ښه او آسانه توګه تر سره کړي، اسلامي امارت په ټول هیواد کې د ۳ ورځو لپاره اوربند اعلان او په بریالیتوب سره پلی کړ، دا اوربند د کابل ادارې د اوربند په مقابل کې نه و، بلکې د ولس د هوسایۍ په خاطر اعلان شوی، چې نن ماښام یاد اوربند پای ته رسیږي.

نور په ټول هیواد کې مجاهدینو ته امر کیږي، چې د بهرنیو اشغالګرو او د هغوی د کورنیو ګوډاګیانو په ضد د پخوا په شان خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

په تیرو دریو ورځو کې د اوربند په ښه توګه تطبیق لاندې ټکي ښکاره او په ګوته کړل:

ــ دا خبره ثابته شوه چې اسلامي امارت د روان جهاد او مبارزې واک او قوت په اختیار کې لري، هیڅ بهرنی لاس نشته ورسره، صف يې متحد او یو موټی دی، چې د اوربند په څیر مهمو موضوعاتو په اړه هم پریکړه کولی او عملي کولای شي.

ــ اسلامي امارت د کابل ادارې ټولو نظامي او غیر نظامي افرادو ته یو ښه فرصت ورکړ چې د اسلامي امارت مجاهدین په صحیح معنا وپيژني او د امریکايي ملاتړ څخه لاس واخلي، ترڅو مو هېواد د بهرني اشغال له شر څخه وژغورل شي او په ټول هېواد د اسلامي نظام اقامې ته لاره پرانستل شي.

ــ په تیر کې زموږ دښمنانو تبلیغات کړی وو، چې په افغانستان کې له دوی سره شل ډلې جګړه کوي او یا دا چې اسلامي امارت یوه خوله او یو صف نه دی، مګر اوس ټولو ته د لمر په ډول څرګنده شوه چې دا ادعا غلطه وه او د جهاد په صف کي متعددې ډلې نشته، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د جهاد رهبري په لاس کې لري او افراد يې کلک اطاعت کوي.

ــ د اسلامي امارت لخوا د اوربند اعلان، عملي کیدو، له مجاهدینو څخه پراخ ولسي ملاتړ او هرکلي دا خبره ښکاره کړه چې د اسلامي امارت او ځوریدلي اولس داعیه یوه ده، ټول د بهرني اشغالګرو  وتل او د اسلامي نظام اقامه غواړي.

ــ د اسلامي امارت لخوا ټولې پریکړې د شریعت په اساس او د اولس په ګټه ترسره کیږي، د هېواد بشپړه آزادي او دلته د سوچه اسلامي نظام اقامه زموږ د شریعت حکم او د ملیونونو شهیدانو، یتیمانو، ګونډو او بورو تر ټولو لوړ آرمان دی، چې په هيڅ ډول او د هیڅ امتیاز په بدل کې به پرې معامله ونشي.

ــ امریکايي اشغالګر جهت نور باید حقائق درک او ومني، له بې ځایه سرتمبګۍ څخه دې لاس واخلي، د روانې معضلې د هواري لپاره دې مخامخ له اسلامي امارت سره د دیالوګ لاره غوره کړي او خپل اشغالګر ځواکونه دې له افغانستان څخه وباسي.

ــ ټول هیوادوال او مجاهدین دې خبر وي چې د کابل له ګوډاګۍ ادارې سره هیڅ راز ښکاره او پټ مذاکرات جریان نه لري، په دې اړه چې مخالف لوری څومره بې اساسه تبلیغات او د عامه اذهانو د تیر ایستلو هڅه کوي، هغه نور هم روان بحران پیچلی کوي او د سولې په اړه د ګټې په ځای تاوان کوي.

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۹/۱۰/۳هـ ق
۱۳۹۷/۳/۲۷هـ ش
2018/6/17م

Related posts