د شهید ملا نعمت الله سالک جهادي ژوند ته کتنه

د شهید ملا نعمت الله سالک جهادي ژوند ته کتنه

لیکنه: میرویس

شهید ملا نعمت الله اخند (چې په امیر صاحب یې شهرت درلود) د پاینده محمد اکا زوی د نیکه نوم یې نجب الدین په قوم هوتک د زابل ولایت د شنکۍ ولسوالۍ د زلټې د کلي چې اوس یې خلګ د امیر صاحب ځای بولي اوسېدونکی و.

په کال ۱۳۵۰هـ ش کې یې د شنکۍ ولسوالۍ د وچکي په کلي کې دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې، لا ماشوم و چې د مهربانې مورکۍ د شفقت سیوری یې له سره ټول شو.

د شهید رحمه الله تعالی د والد صاحب جهادي کارنامې هم له چا پټې نه دي کله چې د کمونیسټي یرغلګرو پر خلاف د زابل په شنکۍ ولسوالي کې چې د روسي یرغل پر خلاف د خوځښتونو او فتوحاتو لومړنۍ ولسوالي ده، پراخ برید ترسره شو چې په نتېجه کې یې د ولسوالۍ مرکز، کنډک او قومنداني فتح شول، زیات شمېر خلقیان پکې و وژل شول، د یاد شهید والد صاحب هم یو له هغو لومړنیو مجاهدینو څخه و چې د عمومي قومندان ملا خدای داد اخند شهیدتر مشرۍ لاندې یې سنګر تود او فعال ساتلی و.

بیا چې کله د هجرت کولو لړۍ پیل شوه شهید ملا نعمت الله سالک چې دا وخت د اتو کالو و، له خپلو وروڼو سره یو ځای په کال (۱۳۵۸) هـ ش د وږي په میاشت کې له خپل پلارني ټاټوبي سره خدای په اماني وکړه، پلی پلی د ګاونډي هیواد پاکستان په خوا وخوځید، لومړی بادیني بیا مسلم باغ او بیا دوکۍ ته له دوکۍ وروسته د غزګۍ کمپ ته یې ځان ورساو، هلته یې لومړنۍ زده کړې پیل کړې.

لومړنۍ زده کړې:

شهید ملا نعمت الله سالک د کلي له ملا امام ملا عبدالباقي اخندزاده صاحب څخه لومړنۍ زده کړې، په مسجد او وروسته بیا په احسان المدارس مدرسه کې تر سره کړې، وروسته په مسلم باغ کې د مولوي باز محمد صاحب مدرسه صنفیة او نور المدارس مسلم باغ کې چې دواړې د حرکت انقلاب اسلامي له جوړې شوې وې اوسېدلی دی. د منځنۍ درجې سبقان یې زیاتره په پاکستان کې د هجرت په مهال په ډېره اسماعیل خان، دوکۍ، سنجاوۍ، مسلم باغ، لورلایي او کوټه کې ویلي دي.

شهید ملا نعمت الله سالک پر ښو اخلاقو، اخلاص، او خوشحال طبېعت، سخاوت، میلمه پالنې سربېره د ښې پوهې او زیرکتیا څښتن هم و. ځکه هر استاذ او ملګرو زیاته مینه ورسره لرله.

د جهادي بهیر پیل:

د کمونیسټ ډاکټر نجیب د حکومت په دوره کې چې کله د زابل ولایت پر مرکز کلات د مجاهدینو له خوا پراخ برید ترسره شو، شهید امیرصاحب تنکی زلمی و چې د نورو مجاهدینو تر څنګ یې د حاجي سلام خان په جبهه کې د ملا عبد المالک تر قومنده لاندې د زبیدې په قرارګاه کې د ګارو په کمر بند کې خپل خدمت کاوه، آن تردې چې د نجیب حکومت سقوط وکړ، د کمونیسټي بلا پښې لنډې شوې، زموږ ګران هیواد یې له وحشتونو څخه د ارام ساه واخیسته د اسلامي انقلاب ویاړ افغانستان ته ور نصیب شو. شهید ملا نعمت الله سالک د ډیرو نورو مجاهدینو طالبانو په شان بیرته خپلو سبقانو ته را ستون شو.

د افغانستان اسلامي امارت کې یې خدمتونه:

کله چې د وطن ځینو فاسدو اقشارو په ګران هیواد کې فساد اوج ته ورساوو، د له منځه وړلو له پاره یې جناب عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د طالبانو اسلامي تحریک په نوم تحریک پيل کړ، شهید امیرصاحب له ګڼو نورو ملګرو سره یو ځای خپل د هجرت له ځای (لورلایي) څخه د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته ځان ورساوه، هلته د طالبانو یو اطاق و هلته میشت شو. په دې ورځو کې سپین بولدک او کندهار فتح شول، شهید امیرصاحب په والي کوټۍ کې چې د تحریک عمومي مرکز او د طالبانو عمومي قومنداني وه اوسیدی. والي کوټۍ (چې اوس یې د منډیکګ ماڼۍ بولي) هغه وخت جناب عالیقدر امیرالمؤمنین، حاجي معاون صاحب او نور زیات شمېر مشران دلته اوسېدل شهید سالک صاحب هم دلته خپل جهادي خدمت کاوه او څه موده وروسته یې بیا د کندهار ښار د شپږمې ناحیې د مرستیال ترسره کړه او بیا چې کله د نیمروز ولایت فتحه شو نوموړی د نیمروز ولایت د عمومي ښارو په حیث مقرر شو.

کله چې عالیقدر امیر المؤمنین او مشرانو ډلګۍ مشران تشکیل کړل شهید ملا احمد الله اتل چې د کندهار قشله جدید (۱۵) پلې فرقې عمومي قومندان او ملا سعد الدین سعید مرستیال وټاکل شهید ملا نعمت الله اخند یې د غنډ ثقیله توپچی قوه قومندان وټاکی او د شنکۍ ولسوالۍ طالبانو د امیر په حیث تعین کړ نو ځکه یې د امیر صاحب نو م شهرت موندلی دی. شهید امیر صاحب د تورن اسمعیل خان په مقابل کې دلارام، یګه توت، چلکاو، بالابلوک، فراه رود، بکواه ګلستان ولسوالي، آب خورما او زیرکوه کې ډېر په مېړانه خپل جهادي خدمت ترسره کړ.

وروسته شین ډنډ فتح شو. د ادرسکن له لارې هرات هم فتح شو. شهید امیر صاحب او ګڼ شمېر نورملګري لومړی کندهار ته او بیا چهاراسیاب ته د مشرانو په امر ځانونه ورسول، په چهار اسیاب کې لوی کمربند و چې عمومي مسئول یې ملا بورجان اخندو، د توپچي قوې مسئول شهید امیر صاحب و، د الله تعالی په نصرت سره چې جلال اباد، لغمان او کنړ فتح شول، حاجي ملا بور جان اخند یو لوی فاتح کاروان د ورېښمین تنګي ماهیپر له لارې و کابل ته را روان کړ، دلته شهید امیر صاحب او نور ګڼ شمیر مجاهدینو د ریشخور فرقې او کوه کرغ د سنګرونو له لارې و دښت برچي ته ځان ورساوه، هلته لوی فاتح کاروان د ماهیپر له لارې څخه هود خیل او پل چرخي او پل محمود خان له لارې ارګ ته فاتح لښکر ورسېد د کابل له فتحې وروسته شهید ملا نعمت الله سالک د مشرانو له هدایت سره سم فرقه شش قوه زرهدار کوتل خیر خانه کې ځای پر ځای شوو.

شهید ملا نعمت الله سالک د شمالي (پروان، کاپیسا، پنجشیر) په ټولو مهمو تعرضونو کې شرکت درلود، وروسته چې په فاریاب کې له دوستم سره جنګ زور واخیست نوموړی له خپلو ملګرو سره د فاریاب خط ته ولاړ او هلته یې هم ډیره موده جهادي خدمت وکړ. خو وروسته بیرته د کابل د شمال خط ته راستون شو. کله چې طالبان په ۱۳۷۶ هـ ش کال کې د شهید ملا داد الله اخندپه مشرۍ د سالنګ له تونل ووتل، بغلان، پلخمري یي ونیول او وروسته یې کندز فتح کړ په دې تاریخي کارنامه کې هم شهید ملا نعمت الله اخند د یوه مشر مجاهد په حیث جهادي خدمت سرته رساوه.

وروسته د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د شیرخان بندر پر عمومي سړک د الچین د پل پر سر د عمومي کمر بند مسئول وټاکل شو، کله چې د اختپه، امام صاحب، دشت ارچي او قلعه زال خلک له امارت سره یو ځای شول شهید امیر صاحب ملا نعمت الله اخند د خان اباد ولسوالۍ د کمربند د توپچي قواه قومندان شو چې عمومي قومندان امیر خان حقاني و، په خان اباد کې په سختو جګړو کې زخمي شو د یادونې وړ ده چې د یاد شهید رحمه الله تعالی د جهادي خدماتو په بهیر کې دا لومړی ځل و چې زخمي شو، له تداوي کولو څخه وروسته بېرته خان اباد ته ستون شو او هلته یې له امیر خان حقاني صاحب تر څنګ خدمت کاوه او ترډېره وخته هلته پاتي شو.

د ځانګړو کوماندویي عملیاتو واقعه

کله چې ملا محمد نعیم نافذ د کندوز عمومي مسئول و نوموړی ډېر په تکتیک پوه سړی و، دښمن د ینکي له خوا د خان اباد سیمې ونیولې لکه شیخ علي کلی، ملا صمد کلی، د ویران کلی، بندفرق او د غلام کور کنډو یعني د غره ساحه د خان اباد د سقوط ذریعه جوړېده. دلته ملا محمد نعیم نافذ راغی چې درې هلیکوپترې هم ورسره وې. خپل ملګري او د شهید ملا نعمت الله اخند ملګري یې کې سپاره کړل او د دې ځواک قومنده هم د شهید ملا نعمت الله سالک رحمه الله تعالی په غاړه وه، لوړ پرواز یې ورکړچې دښمن او طالبانو ټولو د خان اباد په جنګي ساحه کې ولیدلې د خان اباد پر جنوبي برخه ولاړې، د دِهِ ویران د کلي لوړو تپو چې د بنګي درې سرونه نژدې وو د دښمن لوی مرکز هلته وجود لاره او هیلوکوپترې یې کوزې کړې، طالبان یې د دښمن په منځ کې پیاده کړل، کله چې دښمن هیلوکوپترې ولیدې ډېر وارخطا شو قومندانان یې ټول د جنګ له میدن څخه وتښتيدل، کله چې کوماندویانو طالبانو هلته جنګ شروع کړ، دلته په خان اباد کې هم طالبانو جنګ شروع کړ، طالبانو په ډېره اسانۍ سره خپلې سیمې بیرته ونیولې او دښمن ته یې سخت ګزاز ورکړ او هم یې له خان اباد څخه دفاع وکړه او هم بند فرق، شیخ علی، ملا صمد کلی او دویران علاقه ونیول د غه د شهید ملا محمد نعیم اخند تکتیک و او د شهید ملا نعمت الله امیر صاحب کمنډو ځواک، له دې فتح سره د تخار د نیولو زمینه هم برابره شوه.

همدارنګه یې د مشرانو له هدایت سره سم په کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ، جغال سرای، تګاب او نجراب کې خدمت کړی دی. د تخار په فتحه کې یې مهم رول درلود، د لتین د کمربند مسئول و.

شهید ملا نعمت الله خند په هغو سترو عملیاتو کې هم برخه درلوده کله چې یو لوی کاروان د میدان ښار جلیز د لارې د بامیان د فتح کولو په مقصد ولاړ د سخاک او حاجي ګګ د لوړ کوتل له لارې په سختو جنګونو کې تېر شو هلته بل کاروان د شیبر کوتل له لارې او بل کاروان د دوشي او کیان درې له لارې راغی، د بامیان د سترې فتح له پاره یوځای شول او بامیان یې له سخت جنګ او تکلیف وروسته فتح کړ، د محقق، کریم خلیلي او محسني ملیشو ماته وخوړه.

په دې وخت کې عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر اخند مجاهد له معمول سره سم لویې تبادلې او نوې ټاکنې وکړې چې شهیدملا نعمت الله اخند یې پکې د بغلان ولایت د عمومي قومندان امنیه په حیث مقرر کړ، چې له دې مخکې د سمنګانو امنیه قومندان و، له یو کال خدمت کولو وروسته بیا د عالیقدر امیر المؤمنین په امر سره د سمنګان ولایت (۱۹) پلي فرقې قومندان په حیث وټاکه چې په سمنګان دره صوف د محاذ او رویي دواب ولسوالۍ د دوه کمربندونو مسئولیت یې ور کړ، ډېر په مېړانه سره یې مبارزه کوله.

کله چې د کندهار په ارغنداب کې عبدالحکیم سګوان بغاوت وکړ، که څه هم شهید امیر صاحب په رخصتي راغلی و، د اختر شپه وه چې د مشرانو له هدایت سره سم له نورو جهادي مشرانو سره یو ځای د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان سېمې ته لاړ، عبد الحکیم جان یې محاصره کړ، د اختر د شپې تر سهاره یې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه، عبدالحکیم جان وتښتېد او مشکل حل شو. دغه راز کله چې د مزار له فتحې وروسته له ایران سره اړیکي خرابې شوې او ایران د افغانستان پولې ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړل او د پوځي یرغل ویره موجوده وه، د مرحوم امیر المؤمنین په لارښونه شهید ملا نعمت الله سالک له ګڼو نورو مجاهدینو سره د ایران سرحد ته لاړ او وروسته چې مشکل حل شو بیرته د هیواد شمال ته لاړ.

شهید رحمه الله تعالی ډېر تکړه او وتلي جهادي ملګري لرلي دي د هغوی له جملې څخه یې څو نومونه په لاندې ډول دي:

شهید ملا محمد صادق اخند، شهید ملا عبدالحق حقاني، شهید ملا محمد اشرف شرافت، شهید ملا محمد نجم الدین ثاقب، شهید ملا محمد ابراهیم مصلح، شهید ملا محمد نعیم ندیم انقلابي، شهید مولوي عبدالله اقبال، شهید ملا عبدالنصیر نصرت، شهید عبدالصمد او داسې نور زیات شمیر شهیدان چې سلګونو ته رسېږي.

د شهید ملا نعمت الله سالک شهادت 

کله چې صلیبي ځواکونو د امریکا په مشرۍ پر افغانستان ناروا یرغل وکړ، شهید امیر صاحب ملا نعمت الله اخند د بلخ ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د کمربند مسئولیت لاره، په اخر کې د مزار شریف البرز غره په لمن کې د امریکا د وحشي بمبار له کبله ملاعبدالرزاق نافذ زخمي شو او امیر صاحب په شهادت ورسېد. انا لله وانا الیه راجعون.

د البرز غره په لمن کې د کاد فابریکې په جنوب کې د امریکایي وحشي بمبار پر وخت د سهار د لسو بجو په وخت په شهادت ورسېد. کله چې شهید کېدی په هغه شپه یې خوب لیدلی و، شهید ملا محمد نعیم انقلابي ویل چې ماته یې وویل: ماښام مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خوب ولید او راته ویې ویل دلته راشه او دېخواته راشه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د فابریکې سره ولاړ وي او په لاس اشاره راته کوي، راته وایي دلته راشه او دېخواته راشه.

شهید رحمه الله تعالی دغه الفاظ شهید ملا محمد نعیم ته په خپله ویلي و او په هغه سهار د شهادت لوړ مقام ته ورسې.

روح دې ښاد او یاد دې تل وي. آمین ثم آمین.

Related posts