اګست 22, 2019

جنګي جنایتونه (مئ)

جنګي جنایتونه (مئ)

سید سعید

د ۲۰۱۸ ز، کال دمئ دمیاشتې  په ۳مه نیټه د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ په  نکړخیلو او خواران سیمو کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو د خلکو په کورونو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید او پنځه نفره بندیان کړي دي.همداراز داخلي عسکرو په سیمه کې یوه   عراده لارۍ موټر  چې له مرکز جلال اباد څخه د لوګر ازرې ولسوالۍ ته روان و، سوځولی او درې تنه سوداګر یې  پکي  شهیدان کړي دي.

دمئ په ۴مه  د  خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په  پیرخیلو سیمه کې اشغالګرو او داخلي  عسکرو دشپنیو عملیاتو په لړ کې پر یو کور چاپه وهلې،دعثمان په نوم یو کلیوال یې شهید کړی، پنځلس تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي او خلګو ته یې پراخ مالي تاوانونه رسولي دي.

دمئ په ۴مه دفاریاب ولایت دخیبر ولسوالۍ د خیبرآباد په سیمه کې اربکیانو  یو ملاامام (ملاسعادت) شهید کړی دی.

دمئ په ۸مه  د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ دتنګي درې  په حسن خیلو، زمبورک او علم خیلو کلیو کې د داخلي ځواکونو په بمبار کې دښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ولسي وګړي شهیدان او دپنځو میرمنو په شمول اووه نفره ټپیان شوي دي.

دمئ په ۸مه  د میدان وردګ  ولایت دسید آباد ولسوالۍ دتنګې درې په  جوزرین بازار کې د صفر یک قطعې دتوپچي په ډزو کې د یو محصل په شمول شپږ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او پنځه نفره ژوبل شوي دي.

دمئ په ۱۰مه  دبادغیس ولایت د مقرولسوالۍ په میرحمزه سیمه کي دداخلي  ځواکونو  دهاوان په ډزو کې درې تنه ملکیان شهیدان او تپیان شوي دي

دمئ په ۱۱مه  د  ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ۲۹  نمبرویالې سیمه کې اشغالګرو اوداخلي عسکرو دچاپې په مهال یو دیني عالم (مولوي عدنان ) اودوه تنه کلیوال دبندیانو په توګه له ځان سره نا معلوم لوري ته وړي دي.

دمئ په ۱۲مه  د پکتیکاولایت دچاربران ولسوالۍ بازار ته نژدې  د واده په مراسمو دیرغلګرو په ډرون حمله کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۱۲مه  د  کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په  موصل کلي کې یرغلګرو دچاپې په مهال یو ملکي وګړی( خټګر) شهید کړی او یو معلم یې بندي کړی دی.

دمئ په ۱۳مه دکندز ولایت ددښت ارچي  ولسوالۍد  شهروان په سیمه کې داخلي عسکرو دطالبانو سره تر جګړې وروسته دوه تنه ملکي وګړي( پلار او زوی) شهیدان کړي دي.

دمئ په ۱۵مه د فاریاب ولایت  د لولاش ولسوالۍ په قضات سیمه کې دداخلي عسکرودتوپچي په ډزو کې د یو ې کورنۍ څلور تنه غړي ژوبل شوي دي.

دمئ په ۱۶مه د غورولایت  دمرکز  اړوند د فیروز کوه په  سوخته علیا سیمه کې دداخلي ځواکو په هوایې بریدکې خلګو ته پرمالي زیان اوښتلو سربیره یو ماشوم شهید اویوبل زخمي شوی دی.

دمئ په ۱۷مه  دسرپل ولایت مرکزته څیرمه د لغمان په  بازار باندي دداخلي ځواکونو دهاوان په پیرونو کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او تپیان شوي دي.

دمئ په ۱۷مه  د ننګرهار ولایت  دبټي کوټ ولسوالۍ په  امبارخانه سیمه کې اشغالګرو د ملکي خلکو په کورونو  چاپه وهلې،د کورونو دروازې ماتي کړې، خلک یې وهلي اود حاجي نورزاده او شیر په نوم دوه تنه بې دفاع کلیوال یې شهیدان کړي او دوه  تنه نور یې له ځان سره د بندیانو په توګه  بیولي دي.

دمئ په ۱۷مه  د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په  ګلدار کلي کې دکمپاین عسکرو په  یوه دیني مدرسه چاپه وهلې، د مدرسې استاد(قاري میرعباس ) او دوه تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

دمئ په ۱۹مه  د غزني ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍپه  خیراباد کلي کې د  اشغالګرو په بمبارکې یو مسجد او ګڼ کورونه ویجاړ شوي  او خلګو ته پراخ مالي زیان اوښتی دی.

دمئ په ۲۰مه دفراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ په  پیوو  سیمه کې یرغلګر اوداخلي کمانډويي عسکرو چاپه وهلې،دخلګو کورونه یې تلاشي کړي او اته تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي او ګڼ  نوریې ژوبل او بندیان کړي دي.

دمئ په ۲۰مه دننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په  ۲۸ او ۲۹ نمبرویالو سیمو کې  اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په وخت کې اووه تنه ملکي هیوادوال بندیان کړي دي.

دمئ په ۲۰مه  د خوست ولایت  دصبریو ولسوالۍ په  زمبر سیمه کې د چټک غبرګون عسکرو یو کلیوال  شهید کړی او خلګو ته یې زیات مالي زیانونه اړولي دي.

دمئ په ۲۳مه دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍد سره بغل  د ګلزمان په بازار  اشغالګرو اوداخلي عسکرو چاپه وهلې،په بازار کې یې څلور تنه تیل پلورونکي او یو خیاط شهیدان کړي او اته تنه نور ولسي وګړي یې اسیر کړي دي.

دمئ په ۲۴مه د لوګر ولایت  د برکي برک ولسوالۍ په  چهلتن سیمه کې د اشغالګرو  او داخلي عسکرو په بمبار کې دملکي خلګو دوه کورونه ویجاړ شوي او درې تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۴مه د  لوګر ولایت مرکز اړوند پادخواب شانه کلي کې  دداخلي عسکرو په ډز و کې  دښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه  ملکیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

دمئ په ۲۶مه دننګرهار ولایت دغني خیلو ولسوالۍ په ګولایې سیمه کې  اشغالګرو د داخلي  عسکرو په  ملتیا د ملکي خلکو په کورونو چاپې وهلې،  د کورونو دروازې یې  په بمونو الوزولې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي او دبیرته تګ په مهال یې  دوکانونه لوټ کړي او له کورونو څخه یې  قیمتي اجناس وړي دي.

دمئ په ۲۶مه  د لوګر ولایت  دمحمداغې ولسوالۍ په  برګ کلي کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی او څلور تنه یې بندیان کړي دي.

دمئ په ۲۶مه  د پکتیاولایت دسیدکرم ولسوالۍ د کوهسین سیمې په خانخیلو کلي کې د اشغالګرو په ډرون حمله کې دیوې کورنۍ پنځه تنه غړي شهیدان شوي دي.

دمئ په ۲۷مه دغزني  ولایت دګیلان ولسوالۍ په بازار کې اربکیانود حاجی امیرخان په نوم یو ملکي سړی شهید کړی دی.

دمئ په ۲۸مه دفاریاب ولایت دچهلگزي ولسوالۍ په قلندر بازار سیمه کې دکورنیو عسکرو په ډزو کې یوه ښځه شهیده او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

دمئ په ۲۹مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ په خلقي چاراهي کې اربکیانو دیو ې کورنۍ څلور تنه غړي شهیدان او تپیان کړي دي.

دمئ په ۲۹مه  دکندهار ولایت دشاولیکوټ  ولسوالۍ په  کجور  سیمه کې  یرغلګرو او داخلي  کمانډویانو دچاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي، دخلګو نقلیه وسایط او دوکانونو یې سوځولي دي.

دمئ په ۳۰مه د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ ده بابا او کاریز په سیموکې  اشغالګرو او داخلي عسکرو دطالبانو پر دوو جنایې محبسونو چاپې وهلې،درې نوي(۹۳) تنه جنایې او حقوقي بندیان یې له ځان سره وړي دي او په سیمه کې یې یو کلینیک ویجاړ کړی دی

دمئ په ۳۱مه  د پکتیکاولایت  داومنې ولسوالۍ په مربوطاتو داخلي عسکرو یو لس کلن ماشوم خپلې پوستې ته داوبو نه خیژولو په وجه شهید کړی دی.

دمئ په ۳۱مه   دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  دنهرسراج د حاجي دین محمداکا په کلي کې دیرغلګرو په  بمبار کې درې تنه کلیوال شهیدان او ژوبل شوي دي.

دمئ په ۳۱مه دشپې مهال دننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په  انبارخانه سیمه کې اشغالګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال دیوې کورنۍ څلور تنه غړي( پلار او ۳زامن) شهیدان کړي او دوه تنه ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

Related posts