شهید مولوي احمدالله “همام”

شهید مولوي احمدالله “همام”

ليکوال عاکف

 پيژندنه:

شهیدمولوي احمدالله “همام”دالحاج مولوي نظرګل صاحب ځوی او دحاجي قلم الدین مرحوم لمسی او دمور له طرفه دمشهور ديني رښتیني عالم او مجاهد، شهید الحاج مولوي فضل الحق” رحمه الله “چې مشهور په ملاحسن قلعه اخندزاده باندي وو، لمسی وو.

په کال 1362هجري شمسي کې دمولوي صاحب نظرګل په دینداره، مجاهده اودین پالونکې کورنۍ کې یې دې فاني دنیا ته سترګي و غړولې.

شهید مولوي احمدالله همام لا دوه کلن وو چې په ګران هیواد روسي ښکیلاکګرو ناروا اووحشي يرغل وکړ،

د همام کورنۍ هم دنورو دهیواد والوپه څېردالهي حکم په بناء له خپل کلي او وطن څخه د هجرت په هدف وخوځېدل او داسلامي انقلاب دحرکت په کیمپ (جهادکلي) کې یې له نورو مهاجرینو سره يو ځای د مهاجرت زندګي شروع کړله.

زده کړه:

شهید همام [تقبله الله ﷻ] ابتدائي زدکړه په خپل کور کې له خپل مشفق اومحترم والد څخه تر سره کړې او همدا شان یې د نوموړي کیمپ په (لیسه عالیه محمدیه) کې ترشپږم ټولګي پوري عصري زده کړې ترسره کړې.

دا چې علمي کورنۍ سره نسبت درلوداو نوموړي هم له وړکتوب څخه له دیني زدکړي سره زیاته مینه درلوده

نوپه همدي بنیاد يې په 1995میلادي کال کې کورني ژوند ته شا او د دیني زده کړو په لوی سفر یې شروع وکړه. چې د پېښور په شاوخوا پرتو سیمو کې: (خیراباد، اضاخیل، باغبانان، او ټل کې له خپلو افغاني مشهورو علماءکرامو څخه دیني زدکړي ترسره کړې.

بعضې مشهور استاذان یې:

۱ استاذالحدیث الشیخ مولوی عبدالغني صاحب،

۲ استاذالحدیث الشیخ مولوی معلم جان صاحب

۳ استاذالحدیث الشیخ مولوی عبدالمتین (فیاض) صاحب

۴ ماهرالفنون، مولوي عبدالرب (وقار) صاحب.

بلآخره په کال 2006میلادي کې یې دحرکت په نوموړي کیمپ کې په جامعه محمديه کې له مشهور دیني عالم استاذالحدیث حضرت مولانا عبدالمالک (شیخ زاده) “القدوسي” سره وړه دوره وکړه.

اوپه 2007میلادي کې یې دلوي دوري لپاره دضلع هنګو په کاهي کې سراج الاسلام مدرسې ته سفر وکړ او د نومیالي دیني عالم، مجاهد، صوفي، استاذ الحدیث حضرت مولانا سمیع الله راشد صاحب سره یې د حدیثو لویه دوره وکړله او د فراغت سند یې تر لاسه کړ.

 ديني خدمتونه:

د دین خدمت (تدريس او جهاد) سره یې زیاته مینه وه بنأ له فراغت څخه ورسته یې په سختو شرائطو کې تقریبا دري کاله په مختلفو مدرسو کې په خوراډېر شوق سره دتدریس چارې جاري وساتلې.

جهادي مبارزه:

البته داهغه وخت وو چې په ګران هیواد کې خارجي وحشتګرو [امریکایانو] یرغل کړی ؤ، نو شهید [همام] هم له فراغت نه مخکې دزده کړې په دوران کې (چې عمر یې هم کم و) جهادي خدمت ته ملا تړلي وه او په کال 2004کې یې دیرغلګرو په خلاف وسله واله مبارزه پیل کړله.

او خپله مقدسه مبارزه یې په يوشمیر ولایتونو کې لکه پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر کي په ډیر اخلاص او صداقت سره په مخ وړله.

شهید مولوي احمدالله (همام) د مولوی عبدالله (حسیني مختار) له بندي کېدلو ورسته د نوموړي د جهادي مرکز او د ځدراڼو په دره کې د جهادي کڼډک مسئول هم پاتې شوی وو.

د پکتیا د وزې ولسوالي فتحه:

په همدې دوران کې په داسې حال کې دوزې ولسوالي فتحه شوله چې شهید همام دتعرضي مجاهدینو دقوماندې مسؤلیت په غاړه درلوده اوپه نوموړې معرکه یې دلاوري، ایثاراوسرښندنه تراوسه دخلکو په زړونو کې دخوږې خاطرې په توګه ځای لري.

شهید مولوی احمدالله يو تقواداره، متواضع، خوش طبعه، مخلص، او دلوړ همت اودزرینو اخلاقو څښتن ؤ..

شهادت:

بلآخره په کال 2010دجون په8نیټه د دومندو په ولسوالۍ کې په یرغلګرو باندې دپیاوړي کمین په مټ له تندریزو او کامیابو عملیاتو نه ورسته چې دصحنې دمجاهد له قوله د خارجي عسکرو په ټانګو باندې اورونه بل و، د دښمن په هوایي برید کې دشهادت لوړ مقام ته ورسید. تقبله الله

انالله واناالیه راجعون

د شهيد مولوی احمدالله «همام» په حق کې د خليفه صاحب سراج الدين حقاني په زړه پورې خوب:

لکه څنګه چی مخکې واضحه شوه چې همام شهید د ديني زده کړو ترڅنګ د جهاد له سپيڅلي سنګر سره هم خپله دوستي کلکه پالــله، چې د جهاد پرمهال به يو تکړه قومندان او په عادي حالاتو کې به د ملګرو يو لاس په نامه خادم و.

نيک اخلاق، لوړ همت، ميړانه، اخلاص، تواضع او د کمزوري وجود سره سره د جهادي ستونزو زغمل يې ځانګړي خصوصیات وو

د ځدراڼو د درې د جهادي کنډک د مسؤلیت په وخت کې یې یو لړ کامیاب عمليات وکړل او ګڼ شمير غنايم او لاسته راوړنې يې درلودې، چې بالاخره د ۱۴۳۱ سپوږميز کال د جمادی الثاني په اتمه نېټه چې د ۲۰۱۰ زيږديز کال د جون د مياشتې له ۲۵ مې نېټه سره سمون خوري په همدې جګړو کې يې د الله «ج» حضور ته په سرو وينو لژند وجود وړاندې کړ او د شهات عالي مقام ته ورسيد. انا لله وا انا اليه راجعون

د نوموړي شهادت ګڼ شمير کرامتونه له ځان سره درلودل چې يو يې هم له ځدراڼو څخه تر ميرانشاه او پېښور پورې د فضاء خوشبو او عطرورينه کيدل وو چې ګڼ خلک يې حيران او د سپېڅلي شهادت کرامت ته ګوته په غاښ کړل.

او د نوموړي په حق کې خليفه سراج الدين حقاني صاحب يو خوب ليدلی وو چې د شهيد «همام» له شهادت نه مخکې يې څو ځل په مجلسونو کې ياد کړ ی و؛ خو دا وضاحت يې نه و کړی چې دغه شهيد څوک دی؟

بلکه یو ځل شهید همام ناست وو او خلیفه صاحب د دغه خوب تذکره وکړله نو شهید همام صاحب د تعجب په طور ورته وخندل او ویې ویل: څومره بختور ده! کاشکې دا خوب زما په هکله لیدل شوی وای.

خو کله چې شهيد همام د شهادت عالي مقام ته ورسېد او نور په دې فاني نړۍ کې نه وو، نو خليفه صاحب د شهيد ورور قاري صاحب حجت الله د فاتحې او تعزيت لپاره د هغه د یو مشر ملـګري «مولوي سرفراز کور ته» ور وغوښت، البته خليفه صاحب سره په دغه مجلس کې مولوي صاحب طه هم ناست و، او هغه یې مخاطب هم کړ، خو په اصل کې يې مقصود د شهيد ورور و، او هغه مخکنی خوب يې ذکر کړ او په اخر کې يې د شهيد ورور ته اشاره وکړه چې دا شهيد د دې قاري صاحب ورور و او ويې ويل: چې زمونږ دغه ملګری ډیر تقوی دار او مطيع انسان وو.

خليفه صاحب خوب داسې بيان کړ: ((خوب مې ليده چې څوک راته وايي چې په فلاني ځای کې خلک شهيدان شوي دي او ستاسو ملګري هم پکې دي، زه ورغلم ګورم يو لوړ ځای دی، چې زه ور پورته شوم، ګورم چې د مجاهدینو شهيدان او د دښمن د مردارو جسدونه ګډ پراته دي او په دغو جسدونو کې مې د يوه مجاهد په جسد سترګې ولګېدې چې ډير پړسېدلی دی او بد بوی کوي.

سهار چې له خوبه راويښ شوم، نو سخت خواشينی وم.

بله شپه مې بيا خوب ليده، چې يو ميدان وي، د شهید جسد په کې پروت وي، نو زه ورشم او ورته ودرېږم، شهيد ډير ښايسته ښکاري، ګورم چې يو کاغذ راشي او د شهيد په سينه پريوځي. کله چې ما دا کاغذ رواخيست او ومې ليد، په هغه کې يې ليکلي وو چې « که هر څوک غواړي چې الله (ج) دې ترې راضي وي، هغوی دې دا شهيد وګوري»

خليفه صاحب وايي چې سهار له خوبه راپاڅېدم، نو د الله (ج) شکر مې اداء کړ چې په ملګرو کې مو نيکان خلک شته.

چارديوالي دې د جنت له هغو تيږو وشي

په کومو تيږو چې لوېدلې د طالب وينه ده

د شهید همام (تقبله الله) له کرامتونو څخه یو دا هم وو:

کله چې دجنازې درانه مراسم له ډېردرنښت اوکراماتي ازدحام سره ترسره شول او نوموړی مو دفن کړ نو شفې په تیریدلوسره سبا سهار دلمانځه سره متصل زه (کاتب) دشهید قبر ته راغلم دقبر سر ته ئې د دوعا لپاره ودریدم نو ما ډیره خوږه خوشبوئي محسوسه کړه چې د قبر له خاورو څخه یې راپورته کیدله ما دا خیال وکړ چې شاهد له ما نه مخکي ورته دکورنۍ څوک راغلي وې او عطر یې ورباندي پاشلي وې خو ورسته دا خبره ثابته شوه چې دا دقبر دخاورو خوشبوئې وه چې په کم وخت کې یې د دیدن لپاره زیات تعداد کې خلک له ډیرحیرت اوتعجب سره راجمع شول او چې څومره به مو دقبر خاوره راسپړله هغومره به یې خوشبوئې زیاتیدله او تر لري لري پوري خلکو دتبرک لپاره له ځان سره وړله دهغو خلکو له جملي څخه چې دقبر خاوره یې دتبرک لپاره له ځان سره ساتلي وه یوه ملګري دده له شهادت څخه اته کاله وروسته دکور په یو صندوق کې هغه خاوره راښکاره کړله چې ګوري هغه رنګ خوشبوي یې کوله له څنګه یې چې په لومړۍ ورځو کې کوله.

Related posts