نوومبر 18, 2019

هلته چي مسلمان دنښان زده کولو لپاره آله ده

هلته چي مسلمان دنښان زده کولو لپاره آله ده

لیکنه:موسی مهاجر

اسرائیلو چي په ۱۹۴۸ کال کي دلويديځ په مرسته دفلسطین پاکه خاوره اشغال کړه،  له هغه راهیسي يې په مسلمانانوخپلو ډول ډول ظلمونو ته دوام ورکړی دی، دمسلمانانو له سوځولو، حلالولو،په موټروپسي کشولو، زندۍ کولوڅخه بیاددوی تر  ډله ييزي وژني پوري يې په هیڅ هم صرفه نه ده کړې، له خپلو کورنو څخه یې په زوره شړلي او له خپلو شنو باغونو او زرغونو کښتونو څخه یې برخي کړي دي، سره له دې، چي مسلمانانو داسلام له پیله بیادخپل عروج په اوږده دوره کي له یهودیانوسره کوم ظلم نه دی کړی، بلکه یهودیان داسلام دخپراوي له امله هرځای له محکوميت څخه ووتل، بلکه لاځیني لويدیځ تاریخ  پوهان وايي، چي یهودو داروپا په اقتصاد وروسته ترهغه ولکه وکړه، چي کله مسلمانانو دخپلو فتحو په لړ کي زیات مالونه ترلاسه کړل او په دغو مالونو کي يې یهودیان ورشریک کړل او هم يې په ډیر ارزانه قیمت پرې خرڅ کړل(داچي په ډیرو جګړو په ځانګړې توګه په اروپا کي دمسلمانانو مقابله له عيسایانو سره وه او مسلمانان به په مفتوحه سیمو کي دشمېر له پلوه لږ وو،نوځکه به مسلمانانو یهودیان هرځای له مسلمانانوسره یوځای میشت کړل، ترڅو دعيسایانو دډيريښت مخه پرې ونیول شي اوپه دې ترڅ کي به یهودیانو ته زیات امتيازات هم ورکول کیدل ).

 خو یهوديانو دیهودي دولت دراګرځولو، ددوی په عقیده دهیکل دبناء کولو او په قدس کي ددوهم ځل لپاره دداود عرش دجوړولو په جنون کي په مسلمانانو داسي ظلمونه وکړل، چي په تاریخ کي به يې ډيري کمي بېلګي لیدل شوي وي، په دغوانسانيت ضد  کړنو او ظلمونو کي يې ځیني داسي دي، چي قلم يې په لیکلو او ژبه يې له ویلو شرمیږي، فلسطيني امت دا هر څه زغملي، خوټوله نړۍ او دبشري حقونو مدافعین پرې غلي دي، ځکه چي ظالم دغرب له  ملاتړ څخه برخمن اسرائیل دي او مظلوم مسلمان امت دی، دهمدې بږنونکو ظلمونو څخه یو ظلم چي اسرائيلو دخپل غاصب رژيم له جوړولو وروسته بیا ترنن ورځي پوري دوام ورکړی او چاورته هيڅ ډول توجه نه ده کړې، دادی، چي اسرائيلي پوځیان دنښان زده کولو دآلې په توګه فلسطينیان کاروي، داسرائيلي پوځیانو دغه ظلم او دغه وحشت چي دوی دکاڼي، تختې او نورو څیزونو په ځای انسان نښه ګرځوي او خپلي نښي پرې زده کوي، ددوی دبېساري ددرنده توب ثبوت ورکوي.

څو ورځي وړاندي دهارټس اسرائیلي ورځپاڼي دیوه پخواني اسرائیلي پوځي يارون کابلان له خولې ویلي و، چي پوځ به نویو راتلونکو کسانو ته دمرمیو ویشتل او دنښان زده کول دفلسطینیانو په وژلو ور ښودل. کابلان ویلي، دوی چي به هر وخت پوځي تمرین ته تلل نو پوځیان به په دې فکر کي وو، چي اوس یو څوک (مسلمان) وموندي، په نښه يې کړي او ويې وژني، دکابلان په خبره، چي پوځ له اندازې زیات متشدد وو.

خو دا یوازي دکابلان او یا داوس خبره نه ده، بلکه اسرائيلي اشغالګرودخپل رژیم له پيله دفلسطینیانو په نښه ګرځولو خپلي نښي زده کولې، داسرائيلي رژیم تر رامنځ ته کیدلو او دشلمي پيړۍ له نيمايي وروسته يعني د۵۰ لسيزي په ترڅ کي دیهودي مذبحو  په مهال داسي ډيري پيښي ترسره شوي دي، ډاکټر توفیق الواعی دیهودیانو دکړنو، ظلمونو او وحشتونو په اړه په خپل کتاب کي ليکلي، چي هغه مهال (په پنځوسمه لسيزه کي  دیهودي مذبحو په مهال) یوې اسرائيلۍ ګزمې یوفلسطینی ماشوم ولید، چي لوبي یې کولې او عمر به يې له نهو کلونو څخه زیات نه و، ددغه هلک په ليدلو سره داسرائیلي پوځیانو په سر کي دمسابقې فکر پيدا شو، چي څوک کولای شي، چي دغه ماشوم په پنډۍ وولي، یوه عسکر په ماشوم ډز وکړ، چي مرمۍ دماشوم دپښو په منځ کي ولګیده، ماشوم له ويري وتښیدو، بل عسکر ټک پرې وکړ، چي ماشوم ونه لګیدو، دریم عسکر چي ګوزار پرې وکړ، مرمۍ دماشوم دښۍ پښې په پونډۍ ولګېدله، چي ماشوم يې له حرکت څخه وغورځاوو او په داسي حال کي چي ماشوم په خپلو وینو کي لت پت او له درده يې کړيکي آسمان ته پورته کېدلې اسرائيلي عسکرو په کړس کړس خندل، ځکه چي یوه تن يې مسابقه وګټله او دا چي موږ يې اوس هم نږدې هره ورځ اورو، چي داسرائيلي عسکرو له لوري یو او دوه او درې فلسطینیان په شهادت رسيږي، نږدې داټول نښه ګرځول کیږي او په شهادت رسول کیږي.

دا یوازي مسلمانان نه دي، چي له ژوند سره يې لوبي کیږي او تر کاڼي هم ورته په کم ارزښت کتل کیږي، بلکه دمسلمانانو داملاکو په له منځه وړلو او آن دمسلمانانو داړوندو څارویو په وژلو او آن دمسلمانانو دکښتونو په خرابولوساتيري او لوبي کیږي، چي د«سکوت ماتول»په نوم دبنسټ وروستی راپوریې ددوی دخپلې خولې اعتراف دی.

خو دا باید له یاده ونه باسو، لکه څنګه چي لويديځ دمسلمانانو په منځ کي اسرائيلي دولت جوړ کړ، همداسي يې تراوسه حمایه کوي، هغه وسلې او بمونه چي مسلمانان پرې په نښه کوي ، کورونه یې پرې ورنړوي، باغونه او کښتونه يې له منځه پرې وړي دغرب له لوري ورکړل شوي او دغرب په مرسته يې جوړي کړي دي.

غرب يوازي دوسلې مرسته نه ده ورسره کړې، بلکه دمسلمانانو وژلو، داسلامي هیوادونو ویرولو او په اسلامي هیوادونو برید کولو ته يې هم هڅولي، مصری عالم او مفکر دوکتور محمدعماره چي دغرب په اهدافو او دسيسو ښه پوه او داسلامي امت په وېښتابه کي یې ډیري هلي ځلي کړي ویلي، چي دصهيونستي رژيم طرحه په اصل کي دیهودو طرحه نه وه، بلکه دا دغرب پلان او طرحه وه او دغرب دنقشو یوه برخه وه، ځکه یهودیانو داسلامي تمدن تر سيوري لاندي داسي ژوند کړی وو، چي تر بل هیڅ تمدن لاندي یې داسي ژوند نه و کړی، بلکه یهودیان دیوه واړه جزء په ډول په دې کار کي ورسره شریک وو،   ښاغلی عماره په دې اړه ویلي، چي ناپيلون په ۱۷۹۸ کال کي چي عکا ته ولاړ او هغه ځای یې کلابند کړ په اول پيغام کي يې په یهودو غږ وکړ، چي دفرانسې له دولت سره دهمکاري په بدل کي به دوی ته ددوی اصلي ځمکي ور وګرځول شي، چي هدف يې منځنی ختيځ وو.

لنډه دا، چي لويديځ او اسرائيلي رژیم په ګډه داسلام دله منځه وړولو او دمسلمانانو دختمولو او دهغوی دسپکولو لپاره سره یوشوي، خو په مقابل کي یې مسلمانان تر بل هر وخت زیات سره بې اتفاقه شوي او تر بل هر وخت ډیر کمزوري شوي دي، آن دداخلي جګړو په مهال، دصليبي جګړو په مهال او دتاتاریانو دتیریو په مهال هم دومره نه وو کمزوري شوي، لکه څنګه چي اوس کمزوري دي او هیڅکله په دومره دوام داره توګه ددښمنانو له لوري دنښان زده کولو دآلې په توګه نه وو کارول شوي.

دمسلمانانو دپياوړتیا په هيله

Related posts