اګست 25, 2019

 جنګي جنایتونه (اپریل)

 جنګي جنایتونه (اپریل)

سید سعید

د ۲۰۱۸ز، کال د اپریل دمیاشتې په لومړۍ نیټه دکندهارولایت دمیوند ولسوالۍ په  بندتیمور  سیمه کې  یرغلګرو اوکورنیو عسکرو  دچاپې په مهال اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ژوبل کړي دي.

د اپریل په ۱مه  دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د پرمکان په سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې خلګو ته  مالي زیان رسیدلی او یوه اته کلنه نجلۍ شهیده شوې ده.

داپریل په ۲مه داخلي ځواکونو د کندز ولایت ددښت ارچي ولسوالۍ د دپتاڼو بازار سیمه کې په هاشمیه مدرسه باندي چې ددستار بندۍ مراسم پکې روا ن وو، بمبار کړی، په دغه بمبار کې یو نیم سل( ۱۵۰) تنه علماء، طالب العلمان، حافظان او عام وګړي شهیدان او تر دو سوه زیات ټپیان شوي دي.دې پیښې دحکومت پر ضد خلګ راوپارول، لاریونونه یې وکړل او دحکومت ضد شعارونه یې بدرګه کړل. همداراز دغه پیښه له هیواده بهرهم  ډیره وغندل شوه او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه شوه.

د اپریل په ۵مه د بدخشان ولایت دجرم ولسوالۍ په  فرغامرو سیمه کې داخلي عسکرو یو مسجد شهید کړی او ګڼ کورونه یې وران کړي دي.

داپریل په ۷مه  د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ د سوزنيانو په سيمه کې یرغلګرو او داخلي کمانډويي عسکرو دملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې،دخلګو باغونه او دهستوګني سیمې یې بمبار کړي،نهه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او شپیته تنه ملکي هیوادوال یې  بندیان کړي دي. ګډو ځواکونودچاپې په مهال دخلګو باوړۍ/ برمې ویجاړي کړي او نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

داپریل په ۷مه  د ننګرهار ولایت دغني خیلو ولسوالۍ اړوند ۲۵ نمبر ویالې سیمه کې اشغالګرو اوکورنیو  عسکرو د خلکوپرکورونو د چاپې په مهال پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او درې تنه یې بندیان کړي دي.

داپریل په ۸مه د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ  په مربوطاتوکې دیرغلګرو په  بمبار کې څلور تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داپریل په ۸مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په  بلوچ  سیمه کې  اربکیانو یو ملا امام ( مولوي  عبدالودود)  شهید کړی او یو بل تن( کمال الدین) دعسکرو دهاوان په ډزو کې شهید شوی دی.

داپریل په ۱۰مه دفراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په عرف اباد کلي کې داخلي کمانډویې عسکرو دچاپې په مهال شپږ تنه ولسي هیوادوال شهیدان، دوه نفره زخمیان او پنځلس تنه بندیان کړي دي.

داپریل په ۱۳مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند د ۳۱ غربي په سیمه کې د داخلي  عسکرو له لوري توغول شوې دهاوان ګولۍ د(کمال) پر کور لګیدلې،چې له امله یې په دغه کور کې درې کوچنیان او دوه لویان شهیدان شوي دي.

داپریل په ۱۴مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج دیخچال  او ګوبن په سیموکې یرغلګر او داخلي کمانډویي عسکر و چاپه وهلې، شپږ تنه ولسي هیوادوال یې شهیدان کړي او پنځه تنه یې تپیان کړي دي. ګډو ځواکونو په دغه چاپه کې دخلګو نقلیه وسایط سوځولي او دوکانونه یې چو رکړي دي

داپریل په ۱۴مه  د  لغمان ولایت  ددولت شاه ولسوالۍ په  وئیس مورا سیمه کې دکورنیو عسکرو دتوپچي په ډزو کې یو جومات زیانمن شوی، دوه ماشومان شهیدان او څلور ژوبل شوي دي.

داپریل په ۱۶مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ  دمالګیرپه سیمه کې دیرغلګرو په بمبار کې د یو ې کورنۍ درې تنه غړي شهیدان شوي دي

د اپریل په ۱۶مه  د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د داخلي عسکرو په ډزو کې دوه تنه ولسي وګړ ي شهیدان او یو تن ټپي شوی دی.

داپریل په ۱۸مه  د ننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په میرزاخیلو سیمه کې اشغالګرو او کورنیوعسکرو دچاپې په مهال یوه میرمن شهیده کړې او شپږ نفره ملکي وګړي یې بندیان کړي دي.

داپریل په ۱۹مه   دفاریاب ولایت  دشیرین تګاب ولسوالۍ  د بازار تپه په سیمه کې داخلي عسکرو یو ځوان ( نجیب الله د عبدالقیوم زوی) شهید کړی دی.

داپریل په ۱۹مه  دفراه ولایت دمرکز اړوند د سوراو شوراو  په سیمه کې ځایې پولیسو یو موټر چلونکی  د ۲۰ افغانیو دنه ورکړي له امله شهید کړی دی.

داپریل په ۲۰مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ  د چغاتک په سیمه کې اربکیانو یو کلیوال شهید کړ ی دی.

دا پریل په ۲۲مه  یرغلګرو او داخلي عسکرود میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ په بیلابیلو کلیو باندي چاپې وهلې، دکورنو دروازې یې په بمونو الوزولي، خلګ یې وهلي، دادم خېلو دکلي یو ملکي تن (همایون )یې شهید کړی او پنځه تنه نور کلیوال یې بندیان کړ ي دي.

داپریل په ۲۷مه دنیمروز ولایت ددلارام ولسوالۍ په مرکزکې داخلي عسکرو یو ماشوم هلک له خپل دوکان څخه را ایستلی او شهید کړی دی.

داپریل په ۲۸مه  دفاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د حاجي بابا په سیمه کې د داخلي ځواکونو دهاوان په پیرونو کې څلور تنه ملکي وګړ ي شهیدان شوي دي.

داپریل په ۲۸مه  د  غزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ په  عیدي کلي کې اربکیانو د ښوونځي یو زده کونکی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۸مه رسنیو خبر ورکړ چې: د فراه ولایت دبالابلوک ولسوالۍ په ګراني، ګنج آباد، شیوان او کال قلعه سیمو کې یرغلګرو او داخلي کمانډویې عسکرو دعملیاتو په مهال اته تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپیان کړي، همداراز په یادو شو عملیاتو کې د ولسي وګړو اویا(۷۰) کورونه، یو کلینیک، باغونه او ټولګټې ځایونه په بلدوزونو، بمبارونو او هاوانونو ویجاړ کړل شوي دي.

داپریل په ۲۸مه دکندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په بولان کلي کې یرغلګرو او داخلي عسکرو دچاپې په مهال څلور تنه ملکیان ټپیان کړي او دمیل کلي کې  بیا د یرغلګرو په ډرون حمله کې څلور نفره ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

داپریل په ۲۹مه د  غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په  ګبرو  اوخانان کلا کليو باندې  اشغالګرو او داخلي عسکرو چاپه وهلې،دکورونو دروازې  یې په بمونو الوزولې، کورونه یې تالاشي کړي، خلک یې وهلي او دوه  تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او دوه نور یې اسیران کړي دي.

داپریل په ۲۹مه اشغالګرو اود اخلي عسکرو د خوست ولایت د سپیره ولسوالۍ په ځمځي سیمه  کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې،یوه میرمن او یو ماشوم یې شهید کړی او دیرش تنه ملکي هیوادوال یې د بندیانو په توګه له  ځان سره وړ ي دي.

د اپریل په ۲۹مه دبادغیس ولایت دقادس ولسوالۍ د کابلیانوپه سیمه کې ځایې عسکرو یو ملکي وګړی چې له فراه څخه سیمې ته د  کوکنارو دنیښ وهلو لپاره راغلی و ،شهید کړی دی.

داپریل په ۲۹مه دروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني په سیمه کې یرغلګرو او داخلي  عسکرو  دچاپې په مهال یو سپین ږیری( حاجي عبدالمالک اکا) شهید او یوبل سپین ږیری  ژوبل کړ ی دی.

داپریل د۳۰ مې په ماښام اشغالګرو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه باباجي اړوند کوپکه سیمه کې پر لمونځ کونکو بمبار کړی،په دغه بمبار کې اته تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او پنځلس نفره ټپیان شوي  دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،خبریال ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]

Related posts