د لوګر ولایت د ځلانده ستوري شهيد قاري محمد داؤد (خالد) ژوند ته لنډه کتنه

د لوګر ولایت د ځلانده ستوري شهيد قاري محمد داؤد (خالد) ژوند ته لنډه کتنه

 ابن الشهيـــــــد ازره وال

څه وړه هستي خونه وه ؛که ووايوچې داخلاص،توکل،عزم،متانت،عاجزي،تقوی اورښتونولۍ غوندي لوړو اخلاقو مجسم غرؤ چې ترخاورولاندي شونودهغه په وصف کي به مو زياتوب نه وي کړی .

زوکړه او زدکړي :

قاري محمدداؤد((خالد))دحاجي لونګين زوی اودآمرالدين لمسی له نن څخه(۳۴)کاله وړاندي وروسته له هغي چې دهغه کورنۍله روسي ښکيلاک څخه دپاکستان خيبرپختونخواه ايالت ته هجرت کړی ؤ دکوهاټ په سيمه کي زيږيدلی چې بياله هغه ځايه دپيښوردجلوزوکيمپ ته وکوچېدل .

نوموړي دلوګر دازري ولسوالي دباغک کلي دشهاب الدين له جهادي اوشهيد پروره کورنۍ سره تړاؤ درلود.

قاري((خالد))په وړوکتوب خپل پلاردعظيم الشان قرآن دحفظ لپاره دمردان تحفيظ القرآن مدرسي ته داخل کړ،له حفظ پوره کولووروسته يې دديني زدکړي پيليزکتابونه تردريمې درجي پوري دخپل تره زوی مولوي نعمت الله ((سعيد)) اوځيني نورواستادانوڅخه ولوستل،دپنځمي اوشپږمي درجي کتابونه يې دپيښورپه پندوکي له محترم مولوي لطف الله((صديقي))اومولوي محمد((حقاني))صيب څخه،پاتي کتابونه يې په بيلابيلومدرسوکي لوستلي اووړه دوره يې دهیواد له نامتو عالم  شيخ الحدیث مولانا رحيم الله ((حقاني)) څخه ديوممتازطالب په توګه سرته رسولي وه .

مسلکي فعاليت او دندي :

شهيدقاري محمدداؤد((خالد))خپلوخوږواحساساتو،لوړهمت اوسپيڅلوارمانونود۲۰۰۶زيږديزکال په شاوخوا کي د قوماندان قاري عبدالرحمن(کوم چې دپکتيکا،پکتيااوخوست بيلابيلوسيمو او ولسواليو؛ لکه زيړوک؛نکي، ارګون ،صبریو،څټوکنډو،سپيره او…ته تګ راتګ درلود)ترمشري لاندي داسلامي امارت دسپيڅلي لښکرملګری کړچې هغه مهال يې څټوکنډو، سپيري، صبریو،نکي او…په تشکيلونوکي برخه درلوده اوڅه موده وروسته له شهيدمولوي محمد داؤد((جلالي))صيب سره يو ځای اوپه لوګراو ننګرهار کي يې جهادي فعاليت پيل کړچې بيادنوموړي اخلاص،لوړهمت ،جګړه ايزي تجربي اوښي وړتياته په کتودلوګر ولايت  عمومي مسئول،خپل مشرشهید((جلالي)) صيب اودولايت په سطحه ځيني نورومسئوينوله لوري اود هغوی په اصراردسيمي د خورو ورو مجاهدينو ديوي ډلګۍمشري،د خوښې ولسوالي له لوري دولايتي کميسيون غړيتوب اولوګرته دنوروولاياتوڅخه راتلونکو مجاهدينو درهبري دنده هم وردغاړی شوه اوتر وروستۍ ساپوري په پوره ميړانه،لوړ متانت اوديوزړه وړونکي مشرپه توګه خپلي ټولي دندي سمبال کړي .

((خالد))داشغالګرواودهغوی دمزدورانوترڅنګ دداعشيانوپه وړاندي هم دننګرهاردخوږيانو، چپرهار، ديبالا او نازيانوپه سنګروکي ديوغښتلي قوماندان په توګه خپل رول اداکړ.

((خالد))دکورترهوساينواوارام ژونددجهاددسنګراودجګړي دډګرستونزي،ناخوالي،ستړی ستومانۍ اود دښمن مخ ته شپي په ويښه لوبول تربل هرچازيات خوښول؛ نوموړی دجهاداومبارزي په لاره کي ډيري سړي او تودي هم ګاللي چې يوځل۲۰۱۴زيږديزکال په ننګرهارکي د(۶)تنه شهيدانوترڅنګ دی هم سخت ژوبل شوچې ډيرزرخدای(ج)ورته صحت ورکړاو يو ځل۱۴۲۹سپوږميزکال دپاکستان خيبر پختونخواه په هنګوسيمه کي د پاکستان له تحريک سره دلاس درلودلوپه تورددريونوروملګرو په ملګرتياونيول شوچې څه موده وروسته بياراخلاص اوپه جهادي دنده يې لاس پوري کړ.

شخصیت :

قاري محمدداؤديوداسي خوږمن،مخلص،دښي وړتيا،ستري حوصلي،لوړواخلاقوڅښتن اودجهاد او اسلامي امارت اهدافوته متعهد،وفاداراوژمن مشرؤچې نه يواځي دخپلوملګروترمنځ بلکي په خپلواو پردو ټولوکي يې محبوبيت اوپه دښمن يې لاهم ځانګړی اغيزدرلود،په لومړي ليده کاته به دي دا سي انګيرله چې د څوکالوخوږملګری دی .

قاري((خالد))دخپلي ډلګۍ مشري مخکي اوهم وروسته لکه چې مووويل په بيلابيلوولايتونوکي خورا په زړه پوري فعاليتونه کړي وه اودهغوپه مټ يې ځانته دخپلوملګروله منځ څخه دباوريوداسي پوسټ ترلاسه کړی وه چې ساری يې ډيرکم ليدل کيږي .

قاري((خالد))دخپلوملګروجګړه ايزي اواخلاقي روزني ته هم ځانګړي پاملرنه درلوده؛دجمي د لمانځه، د ماسپښين له لمانځه وروسته دمشارع الأشواق ــ دعوت جهاداو…مجاهدينوته اورول، د ماښام له لمانځه وروسته سورت واقعه ــ دماسخوتن له لمانځه وروسته سورت ملک اودسهارله لمانځه وروسته سورت یس ډله ايزډول لوستل اوهم د تراويحودختم پابندؤ.

قاري محمدداؤدله هرډول غدر،خيانت،بدلمني اوسختي رويي ځان ګوښه ساتلی وه؛هيڅوک نشي ثابتولای چې((خالد))دکوم شرعي منکرځای ته اويادهغه په وخت هلته شتون درلود؛ماله هغه سره د طالبي په لس کلنه اوږده ملګرتياکي کله هم ورڅخه تونده اوسپکه خبره نه ده اوريدلي اوهمدالامل ؤ چې چاهم هغه يوځل ليدلی خامخايې دهغه ښيګڼه بيان کړي؛کله ناکله خوبه له دښمن څخه هم په مخابره کي اوريدل کيدل چې که ټول طالبان د((خالد))غوندي وي نوموږورته تسليم يو؛همدارنګه د((خالد))يواځينۍ ډلګۍ ده چې د(۶۰)نفروپه شاوخواکي نوی فاضلان اودمدرسوطالبان ورکي برخه لري .

شهادت يې :

شهيدمحمدداؤد((خالد)) دنوروطالبانوپه څيردتعليمي کال له پای ته رسيدوسره سم خپل په دووګروپونوويشل شوي (۵۰)کسیزتشکيل چې لومړی (۳۰)تنه ګروپ وړاندي تيرشوی وه په دوهم (۲۰)کسيزګروپ کي دپکتياځاځي اريوب ارغنه سيمي دزيړګل دغرونوپه لوړوڅوکوکي د مزدوردښمن له کمين سره مخ شو.

داچې دوی له يوي ديني مدرسي دسنګرپه لورخوځيدلي اودپاکستان له پولي داوښتلوپه مهال ؤله يوميل کلاشينکوف اويوي چانټي پرته چې له((خالد))سره ؤنورتجهيزات يې نه درلودل؛نومه وړي په همدغه يوه ميل کلاشينکوف په پوره ميړانه له دښمن سره(۲)ساعته مقاومت جاري وساتلای شوچې مکاردښمن تري  بيابياد تسليمۍغوښتنه هم وکړه خود((خالد)) په څيردټينګ عزم مجاهدته هيڅ دمنلووړنه وه او دګیدړ له سل کاله ژوند څخه یې دزمري یوه ورځ ژوند غوره وباله هغه ؤچې دښمن ته له مرګ ژوبلي اړولو وروسته (۳۳)کلن((خالد))هم دسرپه بيه دخپلو(۱۳) ملګروژونداوازادي وژغورل اودخپلو (۶)ملګروپه ګډون د۱۴۳۷سپوږمیزکال درجب په(۱۹)مه دشهادت لوړمقام ته ورسيداو درجب په(۲۱)مه د شپي مهال(۱)نيمه بجه دخپل پلرني کلي(باغک)دشهيدانوپه هديره کي خاوروته وسپارل شو(انالله وانااليه راجعون).

دنوموړي دجنازي په مراسموکي دهغه ګڼوخپلوانو،عقيدت مندو،عوامواومجاهدينوملګروچې شميره يې (۱۹) صفونوته رسيده ګډون درلود.

شهيد((خالد))شاته دموراوپلارترڅنګ(۳)کشران وروڼه(چې له دوی څخه داشرف الله په نامه يويې له شهید ((جلالي)) صيب سره ځخمي شوچې بياد((جلالي)) صيب دجنازي دمراسموپای ته رسيدوپه مهال په شهادت ورسيد)،(۴)اولادونه،يوه تورسري اوپه خپله جهادي روحيه روزلي دمجاهدينويوه ډلګۍ پريښوده .

هو !شهيد((خالد))که څه هم سپيڅلي ډيرارمانونه به يې نيمګړي له ځان سره وړي وي اودهغه دوينودرنګينيوپه بڼه به وروسته پوره شي خوچې دده سپيڅلي تګلاري اوخوږوخاطروته ځيرشونوداسلامي امارت سپيڅلي صف ته تر وروستۍ ساه وفاداري اوتعهداوبياشهادت په ګډون ډيرنورارمانونه يې پوره هم شول.

روح دې يې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي.

Related posts