سپتمبر 20, 2019

د شهيد قومندان مولوي زرمحمد (خنجري) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهيد قومندان مولوي زرمحمد (خنجري) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

ليکنه :مهاجر بلال حدید

د اسلام مبین دين د خپل زرين تاریخ ډيرې پاڼې د خپلې دفاع په لاره کې د ډيرو سرښيندونکو اتلانو ، غازيانو ، مهاجرو ، مسافرو ، درديدلو او ځوريدلو ريښتونو مؤمنانو د حماسو په زرينو کرښو ډکې کړېدي .

چا خالد د دې دين د نفاذ په هدف د اصفهان لوړې ژورې ووهلې ، چا طارق ابن زیاد د افريقا سختې ګرمۍ وزغملې ، چا ابوعبیده ابن جراح د اسلام د دښمنانو سرونه په نیزو کې پورته کړل ، چا خبیب د الله او د الله د رسول صلی الله عليه وسلم په مينه کې سر دار ته وړاندې کړ ، چا خباب په وینو سور انګار سوړ کړ او څوک بلال بيا د الله د يووالي په ګناه په سرو شګو پريستل شو ، چا موسی بن نصیر ، محمد بن قاسم او صلاح الدين ايوبي د الله د دين د بقاء لپاره د اندلس ، هند او دمشق اغزنې لارې طی کړې او تر منزله ورسيدل ، ، چا اسامه بيا د خپل رب په مينه کې له رنګینیو ډک ژوند قربان او چا عمر بیا د الله د دوستانو د ساتنې په هدف لویه پادشاهي ، چا منصور بيا د الله په سپيڅلې لاره جهاد کې خپل ځان په اورونو لولپه کړ او چا پيروانو يې د خواږه ژوند آرمانونه ، چا ځان د(یُرْزَقُوْنَ) له ټولي څخه حساب او د چا په لاس بیا څوک د (یُعُذَّبُوْنَ) په ټولي کې داخل شول .

په افغانستان د څلورو لسیزو انقلابي دور له پیله تر اوسه مجاهدو افغانانو له خپل مبین دين څخه د دفاع په سنګر کې د خپلو تیرو اسلافو په لاره تګ کړی او د جهاد سپيڅلې لاره يې نيولې ، هغه چې د وخت صليبي ظالمې امپراطورۍ يې نسکورې کړې ، هغه چې د کمونيزم او الحاد پوچې او ناکاره نظريې يې باطلې کړې ، هغوی چې د ظالمانو او د الله د دښمنانو په وړاندې يې د حق توغ اوچت کړ ، توره يې اوچته کړه او په ميړانه وجنګيدل ، او هغه چې ځانونه يې د نومورکو، مهاجرو ، مسافرو او اسیرو مجاهدو قافلو لارویان وګرځول چې د غيرت ، ميړانې ، سرښندنې ، وفاء او شهامت دا لړۍ تر ننه دوام لري .

د اسلامي افغانستان د ځمکې هره ټوټه د الله په لاره کې د قربانيو او فداکاريو بې شميره داستانونه لري ، هر يو ولايت يې د غيرتونو او ننګونو په کيسو ډک دی چې يو يې هم د دنګو او سمسورو درو کور پکتيا ولايت دی !

پکتيا :

شنې او سمسورې درې يې د اسلام په ريښتونو مدافعینو ښکلې دي ، روڼ تاريخ يې د غيرتونو او ننګونو په کيسو پوښلی . هغه ځمکه چې له غيږې يې بې شميره غيرتي ، زړور ، اسلام او خپلې پاکې خاورې ته وفادار مؤمنان راپورته شوي ، هره سمه او غر يې د نړيوالو زبرځواکونو او د هغوی د داخلي ګوډاګيانو په وړاندې د حق د لښکرو د حماسو شاهده ده .

پکتيا هغه سيمه چې د صليبي اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګيانو لپاره يو دوزخ ده ، هغه سيمه چې د شاهي کوټ په شان درې يې اوس هم د صليب د لارويانو په غوښو او هډوکو ډکې دي .

د پکتيا غيرتي خاوره د صليب د اتمې جګړې په وړاندې د مبارزو او مجاهدو ځوانانو يو قوي سنګر دی ، په دې پياوړي سنګر کې سلګونه زمرياليو اتلانو د الله جل جلاله په لاره کې خپلې وينې تويې کړې او د شهادت وياړمن مقامونه يې تر لاسه کړل ، چې يو يې هم د شهادت له وياړمنې قافلې سره ملګری شوی شهيد مولوي زر محمد خنجري (تقبله الله) دی .

زوکړه يې :

مولوي زر محمد (خنجري) تقبله الله د حاجي دوست محمد زوی په (۱۹۶۸) میلادي کلونو کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړولې .

ديني زده کړې :

شهيد مولوي خنجري (تقبله الله ) خپلې ابتدايي زده کړې د کلي په مسجد کې له امام څخه د الفباء سپارې په لوستلو سره پيل کړې .

کله چې په ګران هيواد د کمونيزم او الحاد توره تارکه راپريوته او هيواد مو اشغال شو نو شهيد مولوي زرمحمد خنجري تقبله الله هم د نورو متدينو هيوادوالو په شان خپل کلی پريښود او ګاونډي هيواد پاکستان ته مهاجر شو . د هجرت له سختيو سره سره يې خپلو نيمګړو زده کړو ته ادامه ورکړه چې په دې لړ کې يې د پاکستان د هنګو او ميرانشاه په مختلفو ديني مدارسو کې درسونه وويل .

چې بلاخره مولوي صاحب زرمحمد خنجري (تقبله الله) ته الله جل جلاله د ديني علم د پوره حصول سعادت ور په برخه او د ديني علومو کوچنۍ او لويه دوره يې خيبر پښتونخوا په چارسده کې د وخت په مشهوره او معروفه مدرسه کې له شيخ الحديث محمد ادريس صاحب سره وکړه او د فضيلت دستار يې په سر کړ .

جهاد او مبارزه :

شهید مولوي زر محمد (خنجري) د دوه جهادونو اتل او په جهاد او شهادت مین شجاع او غیرتمن مجاهد ؤ ، د جهادي مبارزې په لار کې يې ډير کړاوونه او ستونزې وګاللې ، تل به د دښمن په وړاندې د جنګ په لومړۍ کرښه کې موجود ؤ ، د کمونسیتي نظام په مقابل کې په جهادي دور کې يې په ډيرو مشهورو او سختو جهادي معرکو کې د یو زړور او سرښندونکي مجاهد په توګه برخه اخیستې وه ، د نمونې په ډول د خوست ولایت د کلک او پاخه سنګر ، تور غر په فاتحانه او تعرضي جنګ کې د شهید ملا شاهزاده(کندهار ملا) تر قوماندې لاندې د یو سرښندونکي مجاهد په صفت جنګیدلی ؤ چې له مخې يې نوموړي د خپلو ملګرو په منځ کې د يو زړور او غيرتي مجاهد په توګه شهرت ترلاسه کړی ؤ او د تور غره د فاتح شهيد ملا شهزاده د ځانګړې توجه وړ ګرځيدلی ؤ .

د کمونیستانو د حکومت په وروستیو کلونو کې د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ د دفاعي کمربند په پوستو باندې د مجاهدینو لخوا پراخ تعرضي عملیات چې د هغه وخت د ټولو جهادي تنظیمونو لخوا په هماهنګ ډول ترتیب شوي وو شروع شول ، خنجري (تقبله الله ) په دې عملیاتو کې د سنځلې په نوم پوسته باندې پراخ تعرضي عملیات پیل کړل چې د دښمن له لږ مقاومت وروسته یاده پوسته چې دښمن ته يې ډير ستراتیژيک اهمیت درلود فتحه کړه او مجاهدینو ته زیات غنیمتونه په لاس ورغلل، چې وروسته د دښمن له لوري په یاده پوسته د بمبار په پايله کې ځینې مجاهدین شهیدان او ځینې ټپیان شول چې د ټپيانو له جملې څخه نوموړی (تقبله الله ) هم مرګونی ټپي ؤ چې د هماغو ټپونو له امله تر اوسه ډير ځله بیا بیا عملیات شو (اجرهُ علی الله ).

همدغه راز د صليبيانو او د هغوی د ګوډاګيانو له لوري په افغانستان د يرغل او اتمې صليبي جګړې په پيل کيدو سره يې د يرغلګرو په وړاندې وسلوال جهاد ته مخه کړه ، ګڼ شمير معرکو کې يې برخه واخيسته او د شهادت تر وخته د حق په لاره کې ثابت قدم پاتې شو .

نوموړی د جهادي فریضي د اداء کولو په موخه د هیواد له پولو ها خوا هم اوښتی ، د کمونیستانو د دورې له ختمیدو وروسته د جهادي فریضې د اداء کولو په موخه ګاونډي هیواد تاجکستان ته هم تللی ؤ ، په تاجکستان کې د هماغه مهال د جهادي خوځښت مشر (جانزاده) سره يې ملاقات وشو او جهادي فعالیت يې ورسره شروع کړ، چې له څه وخت تیرولو وروسته بیرته هیواد ته را ستون شو .

جهادي مسؤليتونه :

مولوي صاحب خنجري (تقبله الله ) د کاري اجراءاتو ځانګړی استعداد او وړتیا لرله مګر نوموړي مسؤليت نه خوښاوه ، بلکه د يو عادي فرد په توګه يې وسلوال جهاد ته ادامه ورکوله مګر د نوموړي د استعداد او وړتياوو په کتلو سره به د مجاهدينو د قيادت له لوري مسؤليتونه ورکول او کله چې اسلامي امارت خپل منظم تشکیلات او مقررات رامنځته کړل نو شهید خنجري تقبله الله د یو څه وخت لپاره د کابل ریاست یا د ریاست اول د سرپرست په توګه پاتې شوی .

کله چې په افغانستان صليبي حشر يرغل وکړ او له يرغل څخه څه موده وروسته اسلامي امارت بيرته منظم او د اشغال په وړاندې يې وسلوال جهاد او مقاومت پيل کړ ، نو شهيد مولوي زر محمد خنجري هم په جهادي نظامي تشکيلاتو کې د خپلې ډلګۍ مسؤل او ځینې وخت د پکتیا مرکز ګردیز مسؤل هم پاتې شو .

شهادت :

شهيد مولوي زرمحمد (خنجري) په افغانستان کې د څلويښت کلن تور دور له پیله تر ننه په سپيڅلې جهادي مبارزه بوخت ؤ ،په ډير صبر او متانت يې د جهاد د لارې ټولې ستړياوې ، تکليفونه ، زخمونه ، او د مهاجرت سختۍ وزغملې .

نوموړي تقبله الله خپل ټول جهادي فعالیتونه په پوره ځیرکتیا ، اخلاص او صداقت سرته ورسول ، د خپلو تر لاس لاندې مجاهدينو د اعمالو د اصلاح او له فکري او عقيدوي اړخه يې د سمون او د نظم او ضبط پوره کوشش کاوه. دقیقه پلان ګذاري او په نظامي فعالیتونو کې ولسي خلکو ته د زیان مخنیوی يې د جهادي مبارزې اساس ؤ .

شهيد مولوي زرمحمد (خنجري ) تقبله الله د دښمن په سر واقعاً د حق خنجر ؤ ، ځکه دښمن نشوای زغملای او د خپل تیري په وړاندې يې ستر تهديد باله ، له همدې امله يې شپه او ورځ په تعقيب او لټون کې ؤ .

بلاخره د الله د لارې دا نه ستړي کيدونکی او مخلص مجاهد له کلونه وسلوال جهاد او مبارزې څخه وروسته د (۱۴۳۹هــ ق) کال د ( رجب المرجب) په ( ۸ ) نيټه د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍکې د امريکايي اشغالګرو په يو هوايي بريد کې له څلورو نوور ملګرو سره د شهادت لوړ مقام ته ورسيد.

موږ د ده د سنګر او واحدې جهادي مبارزې ملګري د نوموړي جهادپالې او ځوریدلې کورنۍ ته د ده (تقبله الله) د شهادت مبارکي وایو او د الله جل جلاله له دربار څخه ورته د نعم البدل غوښتنه کوو ، الله جل جلاله دې د شهيد (تقبله الله) ټول جهادونه او تکليفونه قبول کړي او الله جل جلاله دې د نوموړي (تقبله الله) او نورو سپيڅلو شهيدانو د وينو په برکت افغانستان آزاد او سوچه اسلامي قانون نافذ کړي .

آمين

وما توفیق الا بالله ـ هو صاحب القوة علی الخیر . و صاحب الحول عن المعصیة.

Related posts