سپتمبر 20, 2019

د انتخاباتو د تیر ایستونکي پروژې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

د انتخاباتو د تیر ایستونکي پروژې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

تیره ورځ د کابل رژیم مشر اشرف غني د ټول ټاکنو د پیلیدونکې پروسې د پرانستنې په مراسمو کې له اسلامي امارت څخه په هغې کې د ګډون غوښتنه وکړه چې موږ یې په اړه خپل موقف په لاندې ډول واضح کوو.

اسلامي امارت باور لري چې زموږ ګران هیواد افغانستان تر پردي اشغال لاندې دی، په هیواد کې لسګونه زره بهرني پوځیان میشت دي، په پوځي او سیاسي برخه کې مهم تصامیم د اشغالګرو لخوا نیول کیږي. دې ته په پام سره د اسلامي امارت په وړاندې لومړنی اولویت دا دی چې څرنګه هیواد او اولس ته له اشغال څخه نجات ورکړي او د نورو حقوقو په شان د سیاسي زعامت د انتخاب یا انتصاب غصب شوی حق هم بیرته له اشغالګرو څخه راوګرځوي.

که د اشغال تر سیوري لاندې د ولس زعامت یا شوراګانې ټاکل کیږي؛ نو دا به له هیواد او مسلمان ملت سره ستره جفا او یوازې د هیوادوالو او نړیوالو تیرایستل وي؛ ځکه موږ ولیدل چې په تیرو ټاکنو کې خلک د ټولټاکنو په نوم تیر ایستل شول، اما نهایي پریکړه بیا هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وکړه او د ملي وحدت په نوم حکومت د امریکا په سفارت کې د امریکایي چارواکو لخوا جوړ او اعلان شو.

له راتلونکو ټولټاکنو څخه هم له دې پرته بله هیڅ توقع نشي کیدلی، اقتدار ته به هغه څوک رسول کیږي چې وار له مخه سپینې ماڼۍ او پنټاګان انتخاب کړي وي، لهذا اسلامي امارت له خپل مسلمان او مجاهد ولس څخه غواړي، چې د انتخاباتو په نوم په دغې نمایشي او جعلي پروسه کې د مشارکت په ځای له هغې سره مقاطعه وکړي او له اشغالګرو امریکایانو څخه د خپل هیواد خپلواکي او په هغه کې د مستقل او مشروع نظام راوستلو لپاره خپل ديني او ملي مکلفیت سر ته ورسوي او خپل ټول استعداد د کفارو په شړلو او سوچه اسلامي نظام راوستلو کې صرف کړي.

والسلام

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۹/۷/۲۹هـ ق
۱۳۹۷/۱/۲۶هـ ش
2018/4/15م

Related posts