د جنتي طالب لومړی او اخیرنی دیدن

د جنتي طالب لومړی او اخیرنی دیدن

لیکوال: طالب محصل

شپه تیاره وه، بل د نظامي چارو د مسؤل امر وو چې د موټر او موټرسیکلانو بتۍ به نه روښانه کوو. دا وخت پر دښمن د برید تیاری و. د نظامي چارو د مسؤل سره لاس کې قلم او کتابچه وه، د ملګرو نومونه یې ثبت کول، کوټه کي روښنایې ډیره کمه وه، ځینې ملګري مې په غږ وپېژندل او ځینو مخونه پټ کړي وو، خبرې یې هم نه کولې، خو تسبیح یې لاس کې وې او ذکر یې کاوه. ما سره لاس کې کوچنۍ بتۍ وه، چې کله نا کله به مې د یوه طالب مخ ته رڼا کړه، خو مخ ته به یې لاس ونیو، غلي به یې وویل: ما! دا بتۍ مه رڼا کوه، مولوي صاحب غوصه کوي، اجازه نشته. په مخونو کې یې جنتي ښکلا له ورایه ښکارېده، تا به ویل بله دنیا کې یم.

ناڅاپه د کوټې د ور خلاصېدو غږ شو، څو دنګ دنګ زلمي کوټې ته را ننوتل، خولې یې له موسکا ډکې وې، لېزري ټوپکې ورسره وې، د نظامي چارو مسؤل هم د دوی په لېدو خوښ شو، په نرمه لهجه یې ورته وویل: قاري صاحب ولې ناوخته شوئ؟ قاري صاحب ځواب ورکړ: مولوي صاحب! رښتیا هم څه ناوخته شوو بښنه غواړو او بيا يې روغبړ شروع کړ.

د کوټې داخل کې ملګري زیات وو، ځینې ملګري بې ستړي مشې بیرته کېناستل، خو زما سره څنګ کې یو نا ليدلی طالب ځوان کېناست، دا ګل رنګی او جنتي زلمی مې پخوا چیرته نه وو ليدلی، تر څنګ یې را وکتل، دوهمه جوړ تازه مو سره وکړه. هلته مولوي صاحب او د راغلیو ملګرو مسؤل د برید د تیاري اړوند موضوع روښانه کوله، ناستو طالبانو ته یې د عملیاتو نقشه ښودله. زما تر څنګ ناست جنتي طالب هم د خپل ټوپک دوربین باندې ګوتې وهلې، چې د برید تنظیمونکي قومندان غږ وکړ: تشکیل جوړ ده، د کومو ملګرو چې نومونه اخلم، په نوبت دې را ولاړیږي او د خپل مسؤل سره دې ورو ورو د هدف په لور حرکت کوي.

زما تر څنګ ناست طالب هم د خپل دوربیندار ټوپک سره ولاړ شو او حرکت یې وکړ، بالاخره ټولو ملګرو د برید په لور حرکت وکړ، موږ هم د څو نورو ملګرو سره د خپل امیر په هدایت روان شوو، شپه تېریده، خو تعرُض ته تللي ملګري یو هم زما له زړه نه وتل.

په جوړ کړي نمبر کې انتظار وو، چې د برید تنظیمونکي د (الله اکبر) غږ وکړ او پر دښمن تندریز برید پیل شو. دلته نو د مسؤلو ملګرو پرته بل چا غږ نه کاوه، ما هم غوږ نیولی و، چې څه به کیږي، خو د لوی خدای جل جلا له څخه مو د فتحې او د خپلو ملګرو د حفاظت سوالونه کول، برید څه وخت ونیو، د تعرضیانو مسؤل غږ وکړ: (موږ د پوستې پر جوال ولاړ یو، پوسته کې څه نه ښکاري)، دا غږونه و چي تبادله کېدل.

قیصه به لنډه کړم، برید پای ته ورسېد او د قومندان په هدایت ملګري د تعرض له ساحې را ووتل او سنګرونو ته را ستانه شول، خو یو دنګ زلمی خپل هدف ته ورسېد، د ارمانونو غوټۍ یې د سپړېدو په حال کې موسکۍ پرېښودې، له ملګرو د تل لپاره بیل شو، خو ټاکلی مسیر یې پای ته ورساوه او د خپل رب سره کړې وعده یې پوره کړه.

څارل مې در پسې د ژوندون ستړي کاروانونه
ستون شوی د همزولو له قطاره وې ته نه وې

زموږ ارمان شو!

د بیا لېدو هیلې مو د خزان ظالمې سیلۍ ووهلې، هغه سترګې چې د جنتي طالب بیا لیدو ته مو تر سهاره ویښې پریښې وې، د ترخو اوښکو بدرګه شوې.

دا جنتي طالب شهید عبدالعلیم انعام وو، چې تیره شپه (رجب/ ۲۶/ ۱۴۳۹ هـ ق) د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.

انا لله و انا الیه راجعون

روح دې ښاد او یاد دې تل تر تله وي.

Related posts