د پلټونکي هېئت لخوا د کندز د جنایت د شهیدانو او ټپيانو لومړنی لست خپور شو

د پلټونکي هېئت لخوا د کندز د جنایت د شهیدانو او ټپيانو لومړنی لست خپور شو

د تیرې دوشنبې په ورځ د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاڼو کلي کې امریکايي اشغالګرو او د هغو مزدورانو په یوه ديني مدرسه او لویه ولسي جلسه باندې بمبار وکړ.
د دغې فاجعې په نتیجه کې تر ۲۰۰ زیات ولسي خلک چې اکثره يې ماشومان، ديني عالمان او د قرآن کریم حافظان وو شهیدان او ټپيان شول.
اسلامي امارت د دغه ستر جنایت د پلټنې په تړاوو سیمې ته هېئت واستاوه چې تر ممکنه حده د پيښې د قربانیانو هویت او آدرسونه معلوم کړي، او له ټولو اسلامي او انساني سرو کرښو څخه د دغه ستر تجاوز نور پوښلي اړخونه هم له سیمې څخه په دقیقه لیدنه او څیړنه سره ثبت او راپور يې مشرتابه ته وړاندې کړي.
اګر که د پيښې د لسګونو قربانیانو چې د نورو ولایتونو یا لرې پرتو سیمو پورې اړوند وو او یا د کابل ادارې تر کنترول لاندې سیمو کې اوسیدل د هغو شهیدانو او ټپيانو د هویت په ترلاسه کولو تراوسه نه یو بریالي شوي، خو هغه شمیرنه چې د یادې پیښې په تړاوو تر اوسه زموږ هېئت ته په لاس ورغلې لستونه يې په لاندې ډول دي.
دلته څرګندیږي چې تر اوسه د کندز د پيښې د شهیدانو د (۵۹) تنو شهیدانو شمیر تر لاسه شوي او د (۱۵۰) تنو ټپیانو نومونه هم تثبیت شوی دی.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۹/۷/۲۳هـ ق
۱۳۹۷/۱/۲۰هـ ش
2018/4/9م

شهیدان

ټپیان

Related posts