د شهید قومندان مولوي طالب جان (باوري) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

د شهید قومندان مولوي طالب جان (باوري) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

ليكوال : همایون عیسی خېل

لله الحمد زموږ د اسلامي امت تاریخ له سرښندنو، قربانیو او مېړانو ډک دی. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه رانېولې تر خالد بن ولید، سعدبن ابي وقاص، د مصر فاتح عمروبن العاص رضی الله عنهم، بیا صلاح الدین ایوبي، محمود غزنوي او احمدشاه ابدالي رحمهم الله زمونږ لپاره ښې نمونې دي.

د تاریخ په اوږدو کې او بیا په ځانګړې ډول څلور لسیزې کیږي چې افغانان د خپلو پلرونو لار تعقیبوي، د وخت ستر قوتونه یې رانسکور کړل او د اوسنۍ زمانې دجال یې په ګونډو کړی دی. افغانانو د اسلام څخه دفاع په خاطر یې هر ډول قربانیو ته لبیک ویلی دی، په دې لاره کې یې ټولې وړې او سترې ستونزې، شکنجې، شهادتونه، بندیخانې او هجرتونه وګالل او د الله جل جلاله په فضل سره یې لا هم ګالي، ان شاء الله.

په دې سپڅلي بهیر کې درسره د یو داسې اتل سوانح شریکوم څوک چې د جهادي مبارزې، غیرت، مېړانې، حوصلې، صبر، استقامت او خواخوږۍ ستر منار وو، چا چې ټول عمر د علم په لټه، د جهادي مبارزې ستړو مزلونو او پردیسۍ کې تېر کړ: شهید مولوي طالب جان باوري یادوم.

زوکړه یې:

شهید مولوي طالب جان د شیخ الحدیث مولوي احمدجان زوی، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د شامزار د کلي په یوه علمي او متدینه کورنۍ کې دې فاني دنیا ته سترګې وغړولې.

نوموړی لا ماشوم وو چې شورویانو په ګران هېواد ظالمانه یرغل وکړ؛ نو افغانان مجبور شول چې د دین څخه د دفاع په خاطر له خپل ګران هېواد، کلي او دیار څخه هجرت وکړي، په دې ترڅ کې د شهید باوري کورنۍ هم ګاونډي هېواد د پاکستان خیبر پختونخوا ایالت ته هجرت وکړ.

دیني زده کړې یې:

شهید باوري لومړنۍ ابتداییه زده کړې له خپل پلار څخه ترسره کړې، متوسطې زده کړې یې په خپل ګران هېواد او د خیبر پښتونخوا په مختلفو مدرسو کې ولوستلې، وړه دوره یې له شیخ الحدیث معلم جان حنفي (حفظه الله) څخه او دورة الحدیث (لویه دوره) یې د زرګري په مشهوره مدرسه کې له شیخ المشایخ عبدالستار جان (رحمه الله) څخه ولوستله او د فضیلت دستار یې په سر کړ.

جهادي مبارزه یې:

کله چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اومه نېټه د نړۍ سترو قوتونو د امریکا تر مشرۍ او قوماندې لاندې ښکېلاګرو زمونږ پر ګران هېواد ظالمانه یرغل وکړ، د اسلامي امارت مجاهدينو له پلازمينې شاتګ وکړ، په مظلوم اولس یې بمبار پیل کړ، په اسلام او قران مینان یې شهیدان یا بندیان کړل؛ نو د امیرالمؤمنین (ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله) تر قوماندې لاندې مسلمانانو خپلې فریضې جهادي مبارزې ته ملا وتړله. بالاخره د دوی ترڅنګ اتل مولوي طالب جان باوري هم د قربانیو ګرم ډګر ته رودانګل او د اسلام دښمنانو پر ضد یې وسلواله مبارزه پیل کړه. د هېواد په مختلفو ولایتونو لکه لوګر او پکتیا کې یې پر دښمن توند ګذارونه وکړل.

اخلاقي ځانګړتیاوې یې:

شهید مولوي طالب جان متقي، نرم مزاجه، خوش طبعه او مینه پال ځوان وو، تل به یې له ملګرو سره په ورین تندي خبرې کولې، په محفل کې د ټولو ملګرو د پام وړ تمرکز پر ده باندې وو، ځکه چې ده به د ملګرو سره زیاته خوش طبعي کوله، د اولس په زړونو کې یې ځانګړی ځای درلود، د مسلمانانو پر کړېدو به ډېر ځورېده او تل به یې د ملګرو او د اولس د اصلاح هڅه کوله.

د باوري په هڅو سره د غړک سیمه د جهاد تود سنګر وګرځېد!

د نوموړي د سنګر، مدرسې، حضر او سفر ملګري (مولوي سعید) راته کېسه کوله چې د پکتیا مرکز ګردېز سره په څو مترۍ کې پرته سیمه (غړک) چې مجاهدینو او دښمن ته له مهمو نقطو څخه بلل کیږي، په اولو وختونو کې چې شرایط سخت ول، مجاهدینو پکې خپل فعالیت نه شوای کولای، خو د مولوي صیب باوري په هلو ځلو سره الله جلاجلاله مجاهدینو لپاره خوندي ټاټوبی وګرځاوه، نوموړي به د کلي سپین ږیري او ځوانان وخت په وخت راغونډول، جهاد ته به یې تشویقول او د د دښمن له شومو اهدافو څخه یې خبرول، تر دې چې مجاهدینو پکې خوندي مرکزونه جوړ کړل.

اوس پکې ګڼ شمېر مجاهدین حضور لري، ډاډه تګ او راتګ پکې کوي، له همدې ځایه مرکز او نورو ولسوالیو ته پلانونه او تشکیلات ترتیبوي او پر دښمن باندې مرګوني وارونه کوي.

د شهادت نېټه او څرنګوالی یې:

د شهید باوري د سنګر ملګري (شهید ډاکټر عبدالولي تقبله الله) راته د نوموړي د شهادت کېسه په دې ډول کوله:

یوه ورځ په مرکز کې ملګري سره ناست وو، مولوي صیب باوري خوږ مجلس روان کړی وو…..

په فکر کې شو او ملګرو ته یې مخ کړ، (نن راته فضا بل ډول ښکاري، هوا مې په زړګي خوږه خوږه لګیږي) په مخابره کې غږ سو چې د دښمن قوه راغلې ده. مولوي صیب سمدلاسه پورته شو خپل ټوپک او چانټه یې رواخېسته او تر ملا یې تاو کړه.

یاده دې وي چې دی زمونږ د مرکز مالي مسؤول هم و، پیسې یې له جېبه راوایستې او د یوه کاڼي لاندې یې کېښودې، ملګرو ته یې وویل دا د بیت المال پیسې دي، که زه خدای ج شهید کړم، راوایې خلئ او په ملګرو یې مصرف کړئ، په همدې خبرو خبرو کې د نورو ملګرو سره د دښمن پر لور روان شو، په ډېره مېړانه سره د دښمن مخې ته ورغی او مقابله یې ورسره پیل کړه، بالاخر په مخامخ جګړه کې (د پکتیا ولایت د احمدآبا د غړک په سیمه کې) یې له کلونو راهیسې په زړه کې پټ ساتلی آرمان د خپلو خوږو ملګرو هر یو ملا حکمت الله (خراسان) او سیف الله (ظهور) تقبلهم الله سره یو ځای د ۱۴۳۵ کال د شعبان د میاشتې په ۲۹ نېټه، د شهادت ویاړ تر لاسه کړ. (انا لله وانا الیه راجعون)

چې پر سر یې بله خښته نه ځاییږي = شهادت مو تر اسمانه پورې دنګ دی

روح یې ښاد او یاد دې تل وي.

Related posts