د هیواد له نومیالي عالم او وتلي لیکوال شیخ ګل رحمن حقاني سره مرکه

 د هیواد له نومیالي عالم او وتلي لیکوال شیخ ګل رحمن حقاني سره مرکه

مرکوال مفتی محمدګل سعید

لومړی پوښتنه: جناب شیح صاحب: ستاسو شهرت او عالمي مقام د تعارف محتاج نه دی، خو بیا هم د مرکې د دود او اصولو په اساس که خپل تعارف راته وکړئ، خوشحال به شو؟

*بسم الله الرحمن الرحيم *

الحمدلله وکفى والصلوة والسلام على نبيه المصطفى وعلى اله وصحبه الذين تمسکوا بالعروة الوثقى وبعد

زه ګل الرحمن حقانی د حاجي ملا صاحب عبدالرحمن زوی او د حافظ حاجي صاحب تراب خان لمسی، د افعانستان د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د هاشم خیلو د خیرمنې کلي اوسیدونکی یم، حالا د هجرت شپې ورځې په مقدسه زمکه مدینه منوره کې تیروم.

دویمه پوښتنه: جناب شیخ صاحب که د خپلو زده کړو په باب که رڼا واچوی، چې ړومبۍ زدکړه مو چیرته پیل، منځنۍ او لوړې زدکړې مو چیرته او په کومو مشهورو مدارسو کې سر ته ورسولې او هم که لطف وکړئ او د خپلو هغو استاذانو نومونه راته وخلئ چې زیات فیض او پوهه مو ترې اخیستې ده؟

جواب: موږ ابتدائي زده کړی داحمدخیلوولسوالی مربوط دسکندرخیلو په مکتب کی ترسره کړی البته دکمونستانو دشومی کودتا څخه وروسته هجرت کولوته مجبور شو دهجرات دمسافرۍ ژوندکي مو دیني تعلیمات دپاکستان د صوبه سرحد دهنګو په مدرسه مفتاح العلوم کی شروع کړل په پای کې مو دوره حدیث په دارالعلوم حقانیة اکوړه خټک پشاورکې سـ ۱۳۶۷ هق ش ترسره کړه. زما دمشهورو استاذانو ځنی نومونه دادی فقه العصرمفتی محمد فرید نورالله مرقده. الدکتورشيخ التفسير والحديث شيرعلى شاه نورالله مرقده. الشيخ الثقة الاۤمين المفسرالعلامة اُسيدالله الهزاروي نورالله مرقده. الشيخ الفقيه الکامل، المحدث الوجية عبد الله نورالله مرقده. الشيخ الامجد، والعلامة الاوحد مغفور الله باباجي مدّظله العالى. الشيخ العالم العامل المحدث المفسر العلامة عبدالحليم (الديروي) دامت برکاته. الشيخ جامع الاصول والفروع مفتي سيف الله دامت برکاته. الشيخ الزاهد عمی حبیب الله نورالله مرقده.

دریمه پوښتنه: جناب شیخ صاحب د خپل تدریس لړۍ په هکله معلومات راکړئ او راته ووایاست چې د تدریس مو څومره موده وشوه او ضمنا د یو فارع عالم لپاره تدریس څومره حیاتي ارزښت لري او ستاسې په اند یو مدرس عالم باید کومې ځانګړتیاوې ولري؟

جواب: لله الحمد زماد درس اوتدریس پنځویشت کاله کیږی چی په مختلفومدارسو کي مې وکړ حالا هم په مسجدنبوی شریف مدینه منوره کی داحادیثوپه درس باندی مشغول یم. او دخپل ژوندله لوړو اوژور، ستړو اوستونزو اوتجربوڅخه خپلوراتلونکو ځوانانوته په دې هيله خبرورکوم چې که چېرته خواري وباسي کړاوونه وزغمي په ډېر ه حوصله کاروکړي؛ نوښې ﻻس ته راوړنې به ولري. اوله ټولو هغوتېروتنوځان وساتي چې سړی کړوي.

نو مدرس عالم باید د امام غزالي رحمه الله تعالي دغه توصيه په نظرکی ونیسی او عمل ورباندي وکړی: ده مبارك فرمايلي دي: چه كوم عالم دُنيا پرست وي هغه دحالاتو په اعتبارسره دجاهل نه ډېرسپك اودعذاب په اعتبارسره به په سختى کې مبتلاء شي نوكامياب خلق دالله تعالى په نزد علماء د آخرت دى، چه ددوى یوڅو نښانې دا دى: _

اوله نښه يې دا ده: چې په خپل علم سره دنيا نه ګټى، دعالم ادنى درجه داده چه هغه ته ددنيا دحقارت، سپكتوب، خيرنوالى، اودختميدو احساس کېږى، دآخرت عظمت، دهغه هميشه پاتي کېدلو، اودهغې د نعمتونود ښه والى احساس ورته حاصل وي، اوداخبره په ښه شان پيژنى چه دنيا اوآخرت دواړه متضادين دى، دتلې په شان چه يوه چابړۍ درنده شي نوبله بيا سپكه شي، همدغسې يې عكس هم دی. نوڅوك چه ددنيادحقارت، خيرنوالى، اوزرختميدو احساس نه كوي اووايې چه ددنيا مزې ددواړو جهانونو دتكليفونوسره نه دي تړلي هغه فاسد العقل«ليوني»دي، نومشاهدې اوتجروبې په دي گواه دى چې ددنيا له مزوسره ددنياتكليفونه شته، نود آخرت خوخامخا ورسره شته. پس په چاکې چه عقل نه شته هغه عالم څنگه کېداي شى؟

دويمه نښه يې دا ده: چې د هغوي په قول او فعل يعنى ويناګانو او عمل کې تعارض او مقابله نه وي، لكه ارشاد دي «كَبُرَ مَقٌتًا عِنٌدَ اللهِ اَنٌ تَقُوٌلُوٌا مَا لَا تَفٌعَلُوٌنَ ». ژباړه: _ د الله تعالي په نزد داخبره ډېره مبغوضه ده چه تاسى واېی اوکوی ېی نه. يعني خپلې خبرې باندې عمل نه کوي.

درېيمه نښه يې دا ده: چې هغوې په داسى علومو كې مشغول وي، كوم علوم چه آخرت کې په كار راتلونكې وى او نيکېو كارونو كې رغبت پيدا كوونكي وي، اود داسې علوم څخه ځان ساتې دكومو چه په آخرت كې هيڅ فائده نه وي، اويايې فائده كمه وي، مونږ خلق دناپوهتيا په وجه هغه ته هم عالم وايو په كوم کې چه صرف دنيا گټل مقصود وي، اودا جهل مركب دی، اوچه داسې تن ځان تعليم يافته بولي اوبيا دديني علومو اهتمام نه كوي، اوچا چه هيڅ نه وي لوستلى هغوى خوكوشش كوى، ددينې مسائلو پوښتنه كوى، مگرچه څوك خپل ځان دجهالت باوجود عالم شماري دغه ډېر په نقصان كې دى.

څلورمه نښه يې دا ده: چې هغوی په خوراك، څښاك، او لباس كې ميانه روي اختيار كړي وى، او دوى په زيب او زينت پسې نه گرځې او د بزرگانو طرز او طريقه يې اختياركړې وي، ځكه چه دغه شيانو ته چه څومره د چا ميلان كميږي هغومره به الله تعالى ته نزديكت زياتيږي او آخرت کې به يې هغومره درجه اوچتېږي.

پنځمه نښه يې دا ده: چې هغوی د بادشاهانو او حاكمانو نه ليري اوسي، يعني هغوى ته بى ضرورته هرگز نه ورځي، بلكه هغوي كه په خپله هم راشى نوملاقات دى ورسره كم ساتي، ځكه چه دوى راشه درشه کې ددوى خوشحالى اورضامندى دتكليف څخه خالى نه وي او بل دا خلق اكثر د ظلم او ناجائزو كارونو كونکې وي نو په هغوی انكار كول ضروري دى او د دوى دظلم دظهور په وخت کې تیښته كول ضروري وى اوپه هغې چپوالي په دين کې مداهنت دى، او ددوي د خوشحالى لپاره كه تعريف كول وشي نو داښكاره دروغ دي، او كه چېري ددوى مال طرفته دطبعيت ميلان وشي اوطمع يې وشوه نو دا ناجايزه ده، په هرحال کې ددوى سره اختلاط ” گډون” دډېرو خرابيو مفتاح يعني كُنجى ده.

شپږمه نښه يې دا ده: چې هغوی د فتوى په وركولو کې تلوار “بيړه” نه كوي او په مسئله ښودلو کې هم ډېر احتياط كوي، حتى الوسع كه بل څوك پوهه عالم موجود وي نود هغه په حواله دي كړى. ابوحفص نيشاپورى رحمه الله تعالى فرمايې: چه عالم هغه دى چه دمسئلي په وخت ددينه ويريږى چه صبا په قيامت کې به ددې جواب وركول وي چه دكوم مأخذ (ځاي) څخه دي دغه مسئله ورته ښودلي ده.

اوومه نښه يې دا ده: چې هغوی د باطني علم يعني د سلوك ډېر زيات اهتمام كوي، د خپل باطن اصلاح او د زړه په اصلاح کې زيات كوښښ كوونکي وي، چې دا په ظاهري علومو کې هم د ترقي ذريعه ده.

اتمه نښه يې دا ده: چې هغوی يقين او ايمان په الله تعالى زيات قوي وي او د دې ورسره ډېر زيات اهتمام وي. دنبى كريم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارك دی چه يقين زده كړئ، يعنى ديقين والاووسره کېنئ، دهغوي تابعداري كوئ، ددي په بركت به ستاسي يقين پوخ شي اود رزق ذموار الله تعالى دي، په دي يقين كولوسره حرص اوطمع ختميږى، په نيكۍ دثواب اُميد زياتيږي، لكه دخوراك، څښاك په وجه مړيدل اوپه عذاب يقين لكه مار چېچلو سره زهرختلو يقين وي.

نهمه نښه يې دا ده: چې هغوی د حركت او سكون “كړو وړو” نه د الله تعالى ويره معلوميږي، د الله تعالى هيبت يې داعمالو اواقوالو وغيره څخه ظاهريږي، سكون، وقار، مسكنت، عاجزي او تواضع دده طبعيت جوړشوی وي، دعبث وينا، بى فائدې خبرې، اوپه تكلف سره خبرو كولو نه ځان ساتي، چه دا شيان دفخر اولو يې نښې دي، د يوحديث شريف مضمون دي چه چا پو ښتنه وكړه چه ټولونه لوئ عالم څوك دي؟ نبى اكرم صلى الله تعالي عليه وسلم اوفرمايل: څوك چه ټول نه زيات دالله تعالى نه ویريدونکی وي، چا پو ښتنه وكړه چې مونږ دكوموخلقو سره خپله ناسته زياته ساتو؟ نبى اكرم صلى الله تعالي عليه وسلم اوفرمايل: چه د چا په شكل ليدلو سره دالله تعالى ياد تازه کېږي.

لسمه نښه يې دا ده: چې هغوی زيات اهتمام د هغې مسائلو سره وي كومې چه د اعمالو سره تعلق لري، يعني دجواز اوعدم جواز، مثلًا په دي سره لمونځ صحيح کېږي، په دي سره ماتيږي، مسواك وهل دومره فضيلت لري اوداسى نورې، اودداسې علومو څخه بحث كم كوى چه صرف دماغي تفريحات وي ځكه چه ددي بله فائده نه شته بغير ددينه چه خلق يې محقق اوحکېم اوفلاسفر وگڼې.

يوولسمه نښه يې دا ده: چې هغوی په علومو كې په بصيرت “د زړه په سترگو” سره نظر كونکې وي، صرف د خلكو په تقليد او اتباع کې د هغې منونكې نه وي جوړ شوي، ځكه چه اصل اتباع د خوږ نبى كريم صلى الله عليه وسلم اودهغه دصحابه كرام رضى الله تعالى عنهم اجمعين دی، نو د نبي كريم صلى الله عليه وسلم اقوالو اوافعالو جمع كولو کې اوپه هغوي کې دغور اوفكر ډېر زيات اهتمام كوي.

څلورمه پوښتنه: جناب شیخ صاحب: دا چې نن سبا زیاترو ځایونو او په علمي حلقاتو کې د ځینو عالمانو لپاره حد نه زیات القاب راوړل کیږی او هر څوک لویه دوره او موقوف علیه تدریسوي، ایا د دې لپاره یو علمي میتود او معیارضروري دی او که نه؟

جواب: ټولنې اوملتونه هغه وخت رښتونې پرمختګ کولې شی له غفلت نه راویښیدې شی ضعف اوکمزوری يي په قوت انحطاط اوتنزل یی په لوړتیا بدلیدې شي داصلاح اوسمون په لوری سوق کیدې شی چه فکرتحول اوانقلاب پکی راشی چه هغه علم دی، ظاهره ده چه ددین علم اوفهم دټولو نیکیو سرچشمه ده چاته چه داشی حاصل شو نوددین دنیا سعادت ورته حاصل شو، دې سره هغه خپل ژوند هم ښائسته کړ اودالله تعالی دنوروبندګانو دژوند ښائسته کولوهم کوشش کوی. نوددې لپاره یو علمی میتوداومعیارضروری دی نوكوم كسان چى لویه دوره اوموقوف علیه تدریس کوی نو هغوی ته په فنونو باندي عبور اومهارت ضروري دي چى دكتاب اوطالبانو حق ضائع نه شي چى دا عند الله لوی مسولیت ده.

عالمانو لپاره حدنه زیات القاب راوړل مناسب نه دي دهرعالم سره د علم موافق القاب راوړل ضروری دى چى یوخوا په دى سره د مخالفينو دتنقيداتو څخه بچ شی او بله خوا دسمعت او ریا څخه محفوظ شی.

پنځمه پوښتنه: جناب شیخ صاحب د هر مدرس خپل تفردات وي او هر استاذ زده کوونکي ته مختلفې توصیې کوي، ستاسو په اند باید یو زده کوونکي کومې نکتې د خپلې زده کړې په وخت کې په نظر کې ونیسي؟

جواب: یو زده کوونکی باید یو جامع نظر لرونکی وی دافراط اوتفریط څخه ځان وساتي اوداعتدال مسلك اختيار کړي اود خپل استاد دتفرداتو احترام ولری لکن زده کوونکی باید دجمهورو رایی ته ترجیح ورکړی. زده کوونکی باید لاندنیو نکتو ته متوجه وي:

اول دا چې صحیح نیت: یعنی دعلم دحصول څخه صرف دالله تعالی رضاء اوخپل آخرت دروست کول وی اوکوم فاسد نیت اودنیاوی اغراض نه وی، دحدیث شریف مضمون دی چه دعمل بدله په نیت پورې موقوفه ده که نیت صحیح وي اجردی اوکنه بیا اجراوثواب نشته، دحضرت ابن عمر رضی الله تعالی عنهما څخه روایت دی چه څوک علم دالله تعالی نه علاوه دبل څه لپاره حاصل کړي هغه په جهنم کې ځانته ځای تیارکړو (جمع الفوائد) اوحضرت عبدالله بن مبارک رحمه الله تعالی فرمايی چه علم نه مخکې حسن نیت بیافهم بیاعمل بیاحفظ اولدینه وروسته اشاعت اوترویج ته ضرورت دی.

دویم دا چې طالب العلم به نفس د رزائلو عاداتو او خرابو صفاتو څخه پاکوي: لکه دروغ، غیبت، بهتان، سرقه، فضول ګفتګو اوخرابومجلسو کې شرکت نه به همیشه ځان ساتی ځکه علم دزړه عبادت دی، لکه لمونځ دظاهری اعضاؤ عبادت دی بې دطهارت څخه نه صحیح کیږی، همدارنګه علم چه باطنی عبادت دې بغیر دطهارت باطنی څخه نه حاصلیږی (احیاء العلوم)

دریم دا چې د استاذانو به ادب او احترم کوي: دحضرت علی رضی الله تعالی عنه قول دې چه زه دچاڅخه یوټکی لفظ زده کړم هغه زما مولی دی که آزاده وی مي اوکه غلام مي پریږدی، امام احمدبن حنبل رحمه الله فرمايي چه استاذ ته په نوم آوازمه کوه هغه ته په کنیت آوازکوه (تهذیب)، اوامام حضرت حسین رضی الله تعالی خپل صاحبزاده ته نصیحت کولو چه داستاذپه صحبت کې دزیاتی وینا نه دزیات زده کولو کوشش کوه داستاذ داولاد اودهغه دمتعلقینو هم عزت پکاردې کوم شخص چه استاذ په تکلیف کوی هغه دعلم دبرکت څخه محروم وی.

څلورم دا چې د استاذ خدمت د فلاح دارین ذریعه ده: حضرت معن بن عیسی چه دامام مالک رحمه الله دشاګردانو څخه دې دخپلی زمانې ستر محقق اومفتی هم وو، دغه مقام يی دخپل استاذ دخدمت په بدله کې موندلې دې، دشیخ الاسلام سید حسین احمد (مدنی) رحمه الله په حالاتو کې راځی چه داستاذ شیخ الهند حضرت مولانا محمود الحسن رحمه الله علیه میلمانه (مهمان) ډیرزیات وو اوبیت الخلاء یوه وه نوحضرت مدنی صاحب به هره شپه بیت الخلاء صفاکاوه چه دورځې به بالکل صاف ستره وه.

پنځم دا چې د دیني کتابونو به احترام کوي: لکه په اودس سره به یی مسه کوی او راا خلی به یی، ځکه علم نور دې اودس هم نور دې فلهذا دعلم نورداودس دنور څخه زیاتیږی اودکتابونو طرفته ته به خپې نه اوږدوی اوپه کتابونو دپاسه به څه نه ږدی.

شپږم دا چې د خپلو ملګرو سره به همدردي کوي: امام غزالی رحمه الله فرمایلی دی چه دکوم علم څخه تکبر پیدا کیږی هغه علم له جهل نه بدتردې.

اووم دا چې د علم په زده کړه کې به محنت او کوشش کوي: د یو بزرګ مقوله ده چې (العلم لایعطیک بعضه حتی تعطیه کلک) یعنې علم یو حصه نه درکوي تر څو چې ته ټول ځان ورته حواله نه کړې.

په کوشش کې د یو څو امورو لحاظ ضرور دی: مطالعه چې د دې نه سیوابل شی سره استعداد اوترقی په علم کې نه راځی اوبل سبق په پابندی سره ویل چه حتی الوسع قضاء پکې رانشی، دحضرت امام ابو یوسف رحمه الله په مناقبو کې یی لیکلی دی چه (مات ابن لی فلم احفرجهازه ولادفنه وترکته علی جیرانی واقربائی مخافة ان یفوتنی من ابی حنیفة رحمه الله شئ ولاتذهب حسرته عنی) یعنې ځما ځوئ وفات شوې وو، زه دهغه تدفین، تکفین، اوجهازې ته حاضرنه شوم، هغه مې خپلو رشته دارانو اوګاونډیانو ته وسپاره، له وجهې دویرې ددې خبرې نه چه کومه حصه دعلم دامام ابوحنیفة رحمه الله به راڅخه تیره اوپاتې شی چه دغه حسرت اوافسوس به بالکل نه ختمیږی اوبل تکرار اومذاکره ده، امام زهری رحمه الله فرمایلی دی چه دمذاکری نه کولوپه سبب نسیان راځی اوعلم ضائع کیږی.

اتم دا چې د علم په حصول کې حرص او سفر کول دي: سلفو به دیوحدیث شریف لپاره په میاشتو میاشتوسفرونه کول، دامام شعبی رحمه الله قول دې چه که څوک دشام اقصاء څخه دیمن آخرپورې سفروکړی اوپدې سفر کې دعلم یوه خبره زده کړی زماپه نزد دده سفر ضائع ندې، دابن ابی غسان رحمه الله مقوله ده چه سړې هغه وخته پورې عالم وی چه طالب العلم وی اوهغه وخت جاهل وی چه طالب علمی ته اجازه (رخصت) ورکړی ځکه چه علم خونه ختمیږی.

نهمه دا چې په طالب العلم کې ثبات قدمي او هر قسم تکلیفونه برداشت کول وي: د اصحاب صفه حالات خوڅرګنددی چه دومره به وږی وو چه څه به یی موندل نه اوچه نبی اکرم صلی الله علیه وسلم به څه پیداکړل بیا به یی په دوئ تقسیم کړل هغوئ دنبی اکرم صلی الله علیه وسلم څخه علم حاصل کړو اوتمام عالم یی په دین سیراب کړ، اوامام طبرانی رحمه الله علیه دعلم حدیث په زده کولوکې دیرش کاله په پوزي خوب وکړ بستره یی نه وه، دامام مالک رحمه الله علیه قول دی چه ترهغه پورې علم نه حاصلیږی ترڅوچه دفقرلذت ونه څکی.

لسم دا چې د پیر کامل سره اصلاحي تعلق قائم کول: لکه چه مولانا روم صاحب چه مشهور عالم وو او بیا یې د صوفی شمس تبریز څخه مستفیض شو فرمایي: مولوي هرګز نه شد مولای روم = تا غلام شمس تبریزی نه شد.

یعنې د تزکیه نفس لپاره سلطان الطرق تصوف دي، الله پاک دې مونږ هم حقیقي صوفیان جوړ کړی.

یوولسم دا هم ضروري ده چې طالب العلم باید د طالب العلمي په وخت کې ډیر تعلقات پیدا نه کړي: ځکه چه ددې په وجه په سبق کې نقصان راځی، اواشرف علی تهانوی رحمه الله فرمایل که طالب وایی چه فارغ شم بیا به صحیح عمل شروع کوم دغه خیال شیطانی وسوسه ده چه په ویلوکې دې عمل پرې ونکړوپه آینده کې عمل کول خوډیر مشکل دی اوعلم په عمل باندې زده کیږی.

او همدارنګه د متقي، تابع سنت، متشرع استاذ څخه سبق ویل پکار دی، ابن سیرین رحمه الله فرمایی (فلینظر ممن تأخذ دینکم)؛ ځکه چې هغه صحبت کې تاثیر وي.

شپږمه پوښتنه: جناب شیخ صاحب: په افعانستان کی د امریکايي اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو په خلاف مقدس جهاد د ولس په مستقیمه او هر اړخیزه همکارۍ پر مخ روان دی، د یو خواخوږي مجاهد عالم په صفت مو مجاهدینو او جهادي مسؤلینو ته څه توصیه او مشوره ده، چې په څه ډول د ولس زړه او خواخوږي له ځان سره همداسې مله او همراه وساتي؟

جواب: د اسلامی لښکر هر مجاهد سپاهي ویښ ځیرک او با احساس وي، هر حرکت يې په شعوري او تګاهانه ډول وي، دوست او دښمن ډیر ښه پیژني، صادق او منافق ډیر ښه سره بیلولی شي، نه د دښمنانو په دسیسو غولیدای شي او نه په مادیاتو تطمیع کیږي او همدغه اسلامي حکومت ته به په هر میدان کي د خداي پاک خاص مرسته ورپه برخه وي، دوی به غالب او دښمنان به يې مغلوب وي؛ ځکه چه د یو مسلمان امیر وجایب ډیر زیات دي، لکه د مثال په توګه یو څو دا هم دي:

۱) د دین ساتنه او د ښوونې په وسیله د هغه خورول.

۲) د شرعي قوانینو نافذول او عدل برقرارول.

۳) امنیت ټینګول او د رعیت د سر او مال او ابرو ساتنه.

۴) د شرعي حدودو نفاذ او مجرمانو ته سزا ورکول.

۵) د پوځ او وسلې انتظام او د ځمکې د تمامیت ساتنه.

۶) د تیري کوونکو کافرانو پر خلاف جهاد او مبارزه کول.

۷) د مالي چارو انتظام او د دولتي شتمنۍ او خزانې ساتنه.

۸) د معاشونو عادلانه انتظام.

۹) پر ملي شتمنیو باندې د امانتدارو څارونکو ټاکل.

۱۰) د عوامو له حالاتو نه په مستقیم ډول ځان خبرول.

امیر په ځانګړی توګه په دغه دروند مسؤلیت ترسرکولوکي له زیاتو مشکلاتوسره مخامخ کیږی نوځکه اسلام دامیرلپاره د وزراؤ اوانصارو ټاکل داسلامی حکومت ضرورت بللی دي الله تعالی فرماي (وجعلنا معه اخاه هارون وزیرا) الآیه.

په لنډ تعبیر د اقتدار خاوندان د رعیت خدمتګاران دي، نه مسلط شوي ټول واکمن. خواخوږي، زړه سواندي او غم شریک ملکري وي نه جلادان او قصابان. نواسلامی حکومت مسؤلیت دي چه دملک ټولوضروري چارولپاره وزیران اوریسان اووالیان اونورمسؤلین انتخاب کړي ترڅوچه خپل دروند مسؤلیت ترسره کولوکي دخدای پاک ددین اوملت په حق کي ښه خدمت ترسره کړي لهذا مسؤلین لپاره ضروري ده چې لاندیني اصول په نظر کې ونیسی:

۱) په خپل وظیفه پوهیدل.

۲) د خپل ځان رتبه پیژندل.

۳) د ماتحت وګړو سره ښه سلوک او ښه چلند کول.

۴) پخپله وینا پخپله عمل کول.

۵) پخپل پروګرام ټول غړي خبرول.

۶) ټولو مجاهدینو ته په تریننګ وغیره کې په یو نظر کتل او خپلې رتبې موافق مکافات ورکول.

۷) د ناراضګي خبرې پخپله فیصله کول.

۸) خپل مسؤلیت او وظیفه پخپله اجراء کول.

۹) په ماتحت کسانو کې د کار جذبه پیدا کول.

۱۰) داسې امر نه کول چې د وګړو د تنقید نښه وګرځیږی.

۱۱) د هغوی مشکلات په نظر کې نیول.

۱۲) د خپل افرادو دسپلین او کنترول په نظر کې نیول.

۱۳) د خپلو افراد لپاره د فایدې کار کول.

۱۴) ټولو ته خپل حقوق او معاش و اعاشه پوره ورکول.

۱۵) د هغوی ادرس مکمل ثبتول لکه نوم، د پلار نوم، د وینې د ګروپ نمبر، د کور مشر وارث، تاریخ دخول، کسب و کار، درجه تحصیل، علمي او فني مهارت او سوابق، نښه، معاش او رخصتي، موبایل نمبر او داسې نور.

ابن ماجه پخپل کتاب تحریرالاحکام فی تدبیر اهل الاسلام کې د یو عادل مسلمان خلیفه حقوق داسې بیان کړي:

۱) د نېکي په چارو کې د زړه له کومي د هغه اطاعت کول.

۲) په ښکاره او پټ دواړو حالتونو کې د هغه خیر خواهي کول.

۳) تل د هغه د مرستې او ملاتړ لپاره چمتو اوسیدل.

۴) د هغه تعظیم او درناوی کول.

۵) د هغه غلیطو ته د هغه پام اړول او هغه ته د رښتیا خبر ورکول.

۶) د دښمنانو پر توطیو باندې د هغه خبرول.

۷) د کارکنانو او لاس لاندې مامورینو له کړنلارې نه هغه ته اطلاع ورکول.

۸) د ملت د خیر ښېګنې په چارو کې د هغه معاونت کول.

۹) د هغه ملاتړ او له هغه سره محبت کولو ته د خلکو هڅول.

۱۰) د وینا، عمل او مالي لګښت په وسیله له هغه نه دفاع کول، د اسلام له نګاه د نسل، رنګ، ژبې او وطن امتیازات لغوه دي، د ښه سیرت، ښه اخلاقو، ښه عمل او ښه خدمت امتیاز شرعي مسلم امتیاز دي.

اوومه پوښتنه: د جهاد په لار کې ستاسې له نظره هغه کوم بنیادي اصول او عادات دي چې که څوک یې عملي او پیروي وکړي نو د الله د لارې رښتينی مجاهد او سپاهي ورڅخه جوړېدای شي؟

جواب: څومره زيات اجرچې په جهادکې شته هومره په نوروعملونوکې نشته، ځکه جهاد عام دی هر څوک يې کولای شي، او جهاد کې ګڼ شميرعبادتونه راټول شوي دي، لکه د الله سره محبت، اخلاص، په الله توکل اوبروسه، دخپل نفس او مال تسليمول، صبر، تقوی، د الله ذکر او يادونه خلاصه دا چې ګڼ شمير نور عملونه هم دي چې په بل هيڅ عبادت کې نشته دي، هغه څوک چې مجاهد وی يوله دوه نيکمرغيو څخه به برخمن کيږي يا فتح او برياليتوب او يا هم شهادت اوجنت. جهاد د اسلام لوړه برخه ده په حديث شريف کې هم راغلي دي چې فرمايي: “رأس الأمرالإسلام، وعموده الصلاة وذروة سنامه الجهاد (رواه الترمذي: أبواب الإيمان، وابن ماجه ج 2ص1314) “. ژباړه: اسلام د هرکار سر دی او لمونځ د اسلام ستن ده او له ټولو اوچته او لوړه برخه يې جهاد دی.

همد راز د اسلامي شريعت حاکميت داسلامي نړۍ يوه مهمه مسئله ده ځکه دمسلمانانو بلکه دټولوانسانو ژونداونيکمرغي دشريعت په حاکميت پورې تړلې ده کله چې اسلامي شريعت د ژوند په اړخونو اقتصادي، سياسي، اجتماعي او اخلاقي کې عملي او تطبيق شو ددنيا او اخرت نيکمرغي به مو ترلاسه کړې وي.

له همدې کبله له ټولو لومړی دټولني په مخورو خلکو لکه علماء، داعيان، مجاهدين، فرهنګيان، ليکوالان، ژورنالستان، مفکرين او… باندې واجب ده چې بايد يو موټی شي اسلامي نظام د طاغوت له منګولو وژغوري اود الله تعالی پر ځمکه يې پلی کړي. الله تعالی فرمايي: “اِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الَّذِيٌنَ يُقَاتِلُوٌنَ فِى سَبِيلِهِ صَفًّا كَاَنَّهُمٌ بُنٌيَانٌ مَرٌصُوٌصٌ”. (الصف4) ژباړه: د الله تعالی هغه خلک خوښ دي چې د هغه په لاره کې په داسې شان صف تړلي جنګيږي، ګواکې هغوی يو محکم کړی شوی ديوال دی.

پس ددې له پاره چې داسلامي شريعت حاکميت منځ ته راوړو نولازمه ده چې دټولنې ټول غړي علماء، داعيان، خطيبان، ويناوال، ليکوالان، ژورنالستان، فرهنګيان اوعام مسلمانان يو موټي شي د الله په رسۍ منګولې ښخې کړي او دې هدف ته درسېدوله پاره خپل ټول امکانات په کار واچوي او هلې ځلې پيل کړي کنه نه ددوی له يو والي پرته هيڅ ممکنه نه ده چې دا هدف لاس ته راوړل شي.

نود ټولنې ټولو غړو ته مو سپارښتنه ده چې په هرځای او هر موقف کې وي بايد د ژوند ټولو برخو سياسي، اجتماعي، اخلاقي او اقتصادي کې د اسلامي خلافت اونظام دپلي کولوله پاره خپلې ممکنه هلې ځلې په کار واچوي، ځکه د اسلام او مسلمانانو عزت داسلام له حاکميت پرته بل څه کې نشته.

او همدا راز سپارښتنه موداده چې په هرځای اوهروخت کې د هر منکر د بندولو او له منځه وړلو له پاره بايد کار وکړو ترڅو ټولني ته د امن او هوسا ژوند فضا برابره شي.

اتمه پوښتنه: جناب شیخ صاحب! د عملي جهاد تر څنګ قلمي مبارزه او هلې ځلې څومره مهمې او مؤثرې درته بریښي او د فرهنګي برخو ملګرو ته مو د هغوی د بهبود لپاره عمده مشورې کومې دي؟

جواب: د اسلام د مقدس دين د احكامو رسوني او ابلاغ ته بايد په ځانګړي ډول په نن عصر کي زياته توجه او پام واړول شي ځكه د كفري عقايدو او تهذيبونو د اشاعت او خپرولو هلي ځلي ډير شدت اخيستى دى د نن عصرد ابلاغ او رسنيو ډول ډول مخته تللي وسائل كوم چي د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه د تصوير، آواز اوليکني په ښکلو ښکلو رنګونو او شکلونو كي و هر ملک، هر ښار، هر کلي، هر کور او هر فرد ته پيغامونه رسوي د ميډيا دا مخته تللي هر ډول وسائل د کفري عقايدو، کفري تهذيب او وران کوونکو افکارو د نشرولو لپاره په ډيره ځيركتيا او ماهرانه ډولونوترینه کار اخيستل کيږي.

همدا ميډيا او رسنى طاغوتي قوتونو ته د كفر د تيارې د خپرولو د پاره تر ټولو مهمه او مؤثره وسيله ده نو ځكه كفري نړۍ ميډيا ته تر هرشي زيات پام اړولى دى او په دې ډگر كي تر حد تير لگښتونه كوي او بې شميره وگړي يي په كښي استخدام كړي دي.

په تأسف سره بايد ووايو چي د طاغوتي ميډيا د طوفان د مخنيوي له پاره چي څه لازم او پكار دي او د مسلمانانو ايماني، شرعي او اخلاقي وجيبه او مسؤليت دى هغه د پام څخه غورځول شوى دى،

د نن عصر د ميډيا د پر مخ تللو وسائلو څخه په ډير لږ مقدار د اسلامي معلوماتو او ديني احکامو د ابلاغ او رسوني کار اخيستل کيږي.

په نني عصر او زمانه كي طاغوتي ميډيا ډير په قوت د وران کوونکي طوفان په شان د اسلام د مقدس دين د عقيدې، احکامو او اخلاقو ښکلې ماڼۍ ړنګوي او په ځانګړي ډول د ځواني طبقې پر ذهنونو او فکرونو باندي د کفري تهذيب او فاسدو عقايدو توري پردې غوړوي او د اسلام په هکله ډير بد انځور او تصوير په ذهنونو کي ورنقش کوي

نو په داسي حساسو شېبو کي پر علماؤ کرامو او د اسلامي فکر پوهانو او عامه مسلمانانو لازمه ده چي نور ځانونه بې مسؤليته و نه ګڼي او نه په لږ څه بسنه وكړي بلكي د طاغوتي ميډيا د يرغل په وړاندي د همت ليڅي را ونغاړي، نه ستړيدونكي هلي ځلي وكړي د ژبي او قلم د عظيمو نعمتونو څخه کار واخلي، د حق په بيان مزين ښکلي آوازونه د صوتي او غږيزو وسائلو د لاري تر هر کور او هر فرد پوري ورسوي،

او هم د قلم د عظيم نعمت څخه د کتبي يعني مجلې او اخباري ميډيا په ډګر کي کار واخلي او په حقائقو مزين او ښکلي مضامين تر لوستونکو پوري ورسوي. څو د همدې لاري د مسلمان ولس د ټولو افرادو، نارينه او ښځو، ځوانانو او کوچنيانو ذهنونه په اسلامي معلوماتو منور او روښانه کړي، عام او خاص ټول وگړي په اسلامي معتقداتو، شرعي احکامو او نبوي سپېڅلو اخلاقو خبر کړي.

خصوصا تعليمې مرکزونه او تعليمي مؤسسي د دعوت لپاره مهمه وسيلې دي، کله چې د ماشومانو په وړوکتونو، دارالحفاظونو، جهادي مرکزونو، ديني مدرسو، پوهنتونونو، د ذکر په مجالسو، معهدونو او تعليمي مؤسسو کې، د اسلام د زده کړې لپاره په زړه پورې تعلمي نصاب منځ ته راشي، او ترڅنګ يي عاملين مخلص علماء او روزونکي او بهترين نظام موجود وي، له شک پرته به امت ته داسې علماء وړاندې کړي چې د امت د رهبرۍ او قيادت استعداد به ورکې موجود وي. په پا ی کی داسلامی امارت د فرهنګی چارو د کمیسیون له محترمو مسئولینو څخه مننه کوم چې ماته يې د مرکې موقعه مساعده کړه. والسلام.

Related posts