اپریل 22, 2018

اشرف غني له اصلي خبرې په څنګ تېر شو

اشرف غني له اصلي خبرې په څنګ تېر شو

خالد افغان زوی

دې ورځو کې د سولې خبرې یو ځل بیا ګرمې شوي دي. کیسه له هغه ځایه راپيل شوه کله چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز د ټرمپ له سولې انکار د هغه شخصي نظر وباله او ویي ویل چې د امریکا حکومت اوس هم له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته چمتو دی. ورپسې د طالبانو لخوا د دوی سیاسي مرجع ( د قطر دفتر) اعلامیه ورکړه چې له امریکا سره مخامخ مذاکراتو ته چمتوالی لري.

د طالبانو او امریکا تر منځ د تفاهم شنه څراغونه په داسې حال کې تبادله شول چې بل اړخ ته د کابل پروسې تر عنوان لاندې د تفاهمي جرګې د دوهمې غونډې لپاره په کابل کې تیارۍ روانې وې. ارګ د طالبانو د سیاسي دفتر وروستي اعلان ته په غبرګون کې وویل چې په دې اړه به خپله بشپړه تګلاره د کابل پروسې په غونډه کې اعلان کړي.

نن د فبرورۍ ۲۸ مه چې د کابل پروسې دوهمه ناسته د ۲۵ هیوادونو او نړیوالو ادارو د نمایندګانو په شمولیت سره دائره شوه او مهم ویناوال یې اشرف غني و، تمه کیده چې نوموړی به د سولې په اړه په واقعیتونو بناء او رښتونی لرلید وړاندې کړي او په دې سره به د سولې وروستۍ هیلې نورې هم ژوندۍ شي.

اشرف غني د پخوا خلاف د طالبانو سره د سولې طرحه په نرمو ټکو وړاندې کړه، چې ځیني مهم ټکي یې دا وو: افغان حکومت طالبانو ته له کوم قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کوي؛ که طالبان سولې ته حاضریږي، باید له بهرنیو ډلو سره اړیکې پرې، د ښځو حقوقو تامین ته ژمن او د امنیتي ځواکونو په تقویه کې مرسته وکړي. د سولې د خبرو لپاره تر ټولو غوره ځای کابل دی؛ خو که دلته ممکن نه وي په نورو هېوادونو کې هم د سولې خبرې شونې دي.

غني وویل، د سولې لپاره باید لومړی یو سیاسي چوکاټ رامنځ ته شي، چې په هغه کې د قانون په چوکاټ کې اساسي قانون تعدیلیږي، د سراسري ټاکنو لپاره باید زمینه سازي او طالبان به د یوه سیاسي گوند په توگه وپېژندل شي

غني زیاته کړه: د سولې لپاره باید یو حقوقي چوکاټ هم رامنځته شي، چې د بندیانو د ازدولو او له د بندیزونو له نوملړ څخه د طالبانو په ایستلو کې به ترې گټه واخیستل شي او تر څنگ یې باید طالبان افغان حکومت په رسمیت وپېژني.

اشرف غني د سولې او راتلونکې افغانستان په ډیرو اړخونو رڼا واچوله او شک نشته چې د نوموړي نننۍ وینا فوق العاده او له نویو مواقفو مالامال وه، چې په مجموع کې یې د طالبانو په اړوند ژبه د پخوا په شان تېره او ځیږه نه بلکې سوله ایزه وه.

خو د اشرف غني وینا یوه اساسي نیمګړتیا درلوده، ټول پوهیږو چې د افغانستان د اوسنۍ جګړې اساسي علت او د نزاع زړی په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شتون دی. طالبانو همیشه ویلي چې د دوی د جګړې اصلي او بنیادي دلیل بهرنی اشغال دی او تر څو پورې چې بهرني اشغالګر په هیواد کې موجود وي د سولې هر وړ خبرې بې معنی دي.

خو په نننۍ وینا کې اشرف غنی د سولې د لرلید او طرحې د وړاندې کولو په مهال په راتلونکي افغانستان کې د بهرنیو اشغالګرو د شتون او نه شتون په باره کې حتی یوه خبره هم ونکړه او نه یې ورته اندک اشاره وکړه. له اوږدو خبرو سره سره د بهرني اشغال له موضوع د اشرف غني ګام اړول داسې وایسېدل لکه څوک چې د لمانځه په وخت مسجد ته لاړ اودس هم وکړي، خو لمونځ ونکړي او همداسې بیرته راووځي.

اشرف غنی که واقعا د سولې تږی وي او د سولې په اړه له طالبانو سره منتجو مذاکراتو ته تعهد لري، نو باید یو څه د بهرنیو پوځونو د راتلونکي وضعیت په اړه هم خپل دریځ روښانه کړي. ځکه د سولې خبرې که نن کیږي یا سبا د بحث اصلي ټکی به یې همدا وي. افغان اولس نه پوهیږي چې ایا د اشرف غني حکومت د سولې او تلپاتې ارامۍ په پار دې ته حاضر دی چې خبلو بهرنیو حامیانو ته ځواب ورکړي؟ دا یو له هغو مهمو موضوعاتو دی چې باید اشرف غني یې په اړه واضح دریځ ولري.

او که د اشغالګرو په شتون کې اشرف غنی د سولې خوب ویني، نو په دې باید پوه شي چې دغسې هڅو په تیرو ۱۷ کلونو کې کومه نتیجه نه ده ورکړې، طالبان له لویه سره یو متعهده او ارمانګرا ډله ده ، هغوی د امتیازاتو او سیاسي رشوت لپاره نه جنګیږي، بلکې مقاومت یې په ارزښتونو او دیني ملي ارمانونو استوار دی چې یو یې هم د بهرني اشغال پای ته رسول او د افغانستان د استقلال بیرته ترلاسه کول دی.

Related posts