جولای 24, 2019

سوریه، د امریکا هوايي بریدونو کې دوه روسي جنګیالي وژل شوي

سوریه، د امریکا هوايي بریدونو کې دوه روسي جنګیالي وژل شوي

سوریه کې د روسي جنګيالیو پخوانیو ملګرو ویلي چې دوه روسي جنګیالي د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

سوریه کې د روسیې په رسمي پوځیانو برسېره په غیر رسمي ډول ګڼ شمېر کرايي روسي جنګیالي د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ جګړه کوي.

دوی ویلي، دغه جنګیالي په دیرالزور ولایت کې هغه مهال ووژل شول چې کله امریکايي الوتکو د سوریې پر پوځیانو او ملاتړو ملېشو هوايي بریدونه ترسره کړل.

روئيټر اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله وویل، د روانې میاشتې په ۷ نېټه د سوریې د رژيم پوځیانو او د هغوی ملاتړو ملېشو  د امریکا پر ملاتړو کرد وسله والو پراخ برید ترسره کړ چې امریکايي الوتکو له ځانه او له خپلو شریکانو د دفاع په خاطر پر هغوی بمبار وکړ چې تر ۱۰۰ زیات پوځیان او ملېشې يې ووژلې.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، دغه جنګیالي د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د روسي جنګیالیو ملګروڅرګنده کړې، د دوی دوو ملګرو په غیر رسمي ډول د سوریې د رژیم له پوځیانو سره څنګ په څنګ جګړه کوله چې په دیرالزور ولایت کې ووژل شول.

په ورته وخت کې د روسيې یوه بل سازمان ویلي، دکيريل انانيف په نوم یو روسي وګړی د فروري په ۷ نېټه د سوریې خشام ښارګوټي ته نژدې په جګړه کې وژل شوی دی.

په همدې مهال کرملین ویلي چې دوی د روسي يوځیانو له چوکاټ څخه بهر په سوریه کې د روسي وګړو د وژنې په اړه معلومات نه لري.

د کرملین ویاند ديمتري پسکوف څرګنده کړې، په سوریه کې د نورو روسیانو د احتمالي شتون په اړه دوی معلومات نه لري.

احمد ظريف

Related posts