فبروري 20, 2020

۲۰۱۷ میلادي کال او د ګوډاګي حکومت ناکامۍ او رسوایۍ

۲۰۱۷ میلادي کال او د ګوډاګي حکومت ناکامۍ او رسوایۍ

زخمي افغان

تېر میلادي کال هم له دود سره سم د اشرف غني او عبدالله د ګډوله حکومت لپاره له سترو ناکامیو او رسواییو سره همغاړی و.۲۰۱۷ میلادي کال داسې مهال پیل شو چې د جنرال دوستم او ایشچي شرموونکې قضیه د رسنیو سر ټکی وه. د جنبش ګوند سپین ږیري مرستیال احمد ایشچي دعوا درلوده چې د ولسمشر مرستیال عبدالرشید دوستم نه یوازې ځورولی او شکنجه کړی دی؛ بلکې جنسي تیری یې هم ورباندې کړی دی.

د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې په کابل کې یو شمیر ازادو د نظر خاوندانو او د سولې د بهیر پلویانو فیض محمد ځلاند، نظر محمد مطمئن او اسد وحیدي شکایت وکړ چې له نامعلومو نمبرونو څخه ورته مسیجونه او ټیلفونونه کیږي او هڅه کیږي چې له طالبانو سره د اړیکو دوسیه ورته جوړه شي. وروسته څرګنده شوه چې دغه توطیه د ملي امنیت لخوا په کار اچول شوې وه په جنورۍ کې بل د پام وړ جنجال د سولې شوری د مرستیال عبدالحکیم مجاهد د خبرو په اړه و. مجاهد طالبان د سولې پرښتې وبلل، خو په وړاندې یې د شورای نظار ډلې په خاص ډول ډاکټر عبدالله او عطا محمد نور توند غبرګون وښود. عطا نور وویل چې مجاهد دې زندان ته ولیږل شي او ډاکټر عبدالله یې له دندې د عزل کولو امر وکړ. خو عبدالحکیم مجاهد چې د اشرف غني ملاتړ ورسره و په زغرده د اجرائیه رئیس امر رد کړ او ویي ویل زه د ولسمشر په امضاء راغلی او د هغه په امر به معزول کیږم. په همدې ورځو کې په بلخ کې شپږ سوه لیتره شراب کشف شول چې دې خبر یو وار هغه بحثونه را ژوندي کړل چې د ګډوله رژیم چارواکي په پراخه کچه د شرابو په استعمال او تجارت کې لاس لري.

د جنورۍ میاشتې په وروستیو ورځو کې د اسرائیلو د دفاعي چارو مجلې یو مهم  راز رالوڅ کړ، دې مجلې ولیکل چې په افغانستان کې د بهرنیانو د غوڅ ملاتړ د جنګي ماموریت په چوکاټ کې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې هم دندې اجراء کوي او په ورځني شکل د افغانانو په وژلو کې برخه لري. دا خبر که څه د ګډوله رژیم لپاره شرموونکی و خو د ارګ او سپیدار چارواکو ورباندې سترګې خړې کړې او هیڅ غبرګون یي ونه ښود. د دې میاشتې په پای کې د لوګر د والي حلیم فدایي ساتونکو په لوګر کې ولسي وګړي ووژل چې په رسنیو کې پراخ اعتراضونه راوپاورل، خو د نورو ډیرو قضیو په شان د لوګر د اولسي خلکو وینې هم هدر وبلل شوې. تردې چې د یوه کال په تیریدو نه والي محاکمه شو او نه یي کوم ساتونکی تر عدلي تعقیب لاندې راغی.

د جنورۍمیاشتې په وروستۍ اونۍ او د فبرورۍ په لومړیو کې د ګوډاګي رژیم لخوا دوه داسې ادعاګانې وشوې چې ډير ژر یې دروغوالی ثابت او رژیم ته یې د ګټې په ځای زیان وکړ. لومړی ځل حکومتي لوړپوړو چارواکو ادعاء وکړه چې په کندز کې د طالبانو والي ملا عبدالسلام یې وژلی دی، خو ملا عبدالسلام له دې ادعاء وروسته مرکه وکړه او د حکومتي ادعاء دروغوالی یې واضح کړ. ورپسې د ملي امنیت د ادارې لخوا د هلمند والي ملا عبدالمنان په اړه یو جعلي لیک نشر کړای شو چې د اسلامي امارت له رهبرۍ سره یې په کې مخالفت کړی و. خو د دې جعلي لیک له تشهیر وروسته ملا عبدالمنان له رسنیو سره تفصیلي مرکه وکړه او د ده په عنوان جوړ شوی لیک یې بې بنسټه او دروغ وباله. د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې رسنیو راپور ورکړ چې د فراه په ولایت کې پولیسو د ۲۰ افغانیو په سر موټر چلوونکی وژلی دی. دې قضیې د پولیسو د نااهلۍ او خپلسرۍ بحثونه یو ځل بیا تاوده کړل.

د مارچ په میاشت کې رسنیو خبر ورکړ چې د امریکا سفارت په خپلو ترجمانانو ویزې بندې کړي دي. دغه راز یې د ولسي جرګې هغه پلاوي ته هم ویزې نه دي ورکړې چې غوښتل یي امریکا ته سفر وکړي. په همدې ورځو کې د ټولنیزو رسنیو فعالانو خبر ورکړ چې دفاع وزرات له هلمند څخه د وژل شویو عسکرو جسدونو تر خپلو کورنیو پورې نه انتقالوي. له همدې امله په هلمند کې د مړو عسکرو لسګونه جسدونه خوسا او بوین شوي دي. د نظر خاوندانو وویل لوړپوړي چارواکي یوازې تر هغه وخته عسکر ته ضرورت لري چې ژوندی وي او دده لپاره جګړه کوي نو ځکه یې له مرګ وروسته د جسد د انتقال غم نه کوي.

د مارچ په میاشت کې د شورای نظار دوه پخواني غټان عطا محمد نور او عبدالله عبدالله سره ښکر په ښکر شول. عطانور چې دا وخت یې له اشرف غني سره پۍ پرې ایښې وې، د عبدالله په ضد یې سخته وینا وکړه او هغه یې نامرده لړم ونوماوه. په همدې ورځو کې د ولسي جرګې یو غړی لالی حمیدزی چې له اندازې زیات شراب یې څښلي و، په نیمه شپه له وسلې سره  له کوره ووت او تر څو ساعتونو یې په ډزو کولو سره د کابل ښاریانو تر منځ وحشت خپور کړ. د مارچ په میاشت کې روغتیا وزارت اعلان کړه چې په تیره یوه میاشت کې په کابل کې ۲۰ تنه د مسمومو شرابو د څښاک له امله مړه شوي دي.

د بشري حقوقو سازمان د مارچ په میاشت کې په خپل خپاره راپور کې څرګنده کړه چې دولتي پولیس په پراخه کچه له کم عمره ماشومانو څخه د جنسي اړیکو لپاره استفاده کوي. په همدې ورځو کې په فاریاب کې د جنبش ګوند قومندان نعیم چریک او د جمعیت ګوند قومندان خال محمد قشقه په جګړه سره کیوتل چې دواړو خواوو ته پکې درانه تلفات واوښتل. جمعیت او جنبش له دې وړاندې هغه مهال هم سره ښکر په ښکر شوي وو چې د جمعیت ګوند کسانو هڅه کوله د حبیب الله کلکاني نوم ته منسوب جسد د شهرارا په غونډۍ دفن کړي. دمارچ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د امریکا د مرستو د څار ادارې ( سیګار) اعلان وکړ چې د امریکایي مرستو ډیرې پیسې بیرته په مختلفو طریقو د امریکایانو لخوا غلا کیږي او له افغانستان څخه وځي.

د اپریل میاشتې په لومړیو کې د هیواد په ختیځ کې د شینوارو شوری قومي مشرانو وویل چې ګډ حکومت له داعش سره مرستې کوی او پټې اړیکي او معاملې ورسره لری. دغه ادعاء وروسته د ظاهر قدیر او ګڼو چارواکو لخوا هم مطرح شوه خو ارګ ورته کوم قانع کوونکی ځواب ونه وایه. په همدې میاشت کې د ټرمپ په امر د ننګرهار په اچین کې د ( بمونو مور ) په نوم هغه امریکایي بم وغورځول شو چې تخریب او اثر یې کم مګر مطبوعاتي انګازې یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسیدې. امریکایانو د دغه بم استعمال د داعش په وړاندې د خپل جدیت دلیل باله، خو د حامد کرزي په شمول ډیری مطرحو کسانو وویل چې د دې بم استعمال یوازې د امریکایي وسلو ازموینه وه چې د اشغال شوي افغانستان خاوره ورته انتخاب شوه. د اپریل په میاشت کې بله مسئله چې د حکومت په سطحه یي ناندرۍ راویښې کړې د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر د استازي ضیاء مسعود ګوښه کول و. ضیاء مسعود چې د خپل عزل ناڅاپي فرمان یې له رسنیو اوریدلی و د سخت غبرګون ګواښ وکړ مګر په عمل کې یې کوم اقدام ونه لیدل شو.

 د می میاشتې په څلورمه نیټه ګلبدین حکمتیار چې د یوې بې تضمینه معاملې په لړ کې د اشرف غني حکومت ته تسلیم شوی و کابل ته ورسید. د حکمتیار کسان دا وخت ډیر په جوش کې و ځکه د اشرف غني لخوا ورسره د مستقل شهرک په شمول د ډیرو امتیازاتو وعده شوې وه. خو وروسته معلومه شوه چې اشرف غنی د دوستم او ضیاء مسعود غوندې حکمتیار هم تږی تر اوبو تېرکړ او د تسلیمۍ موافقت نامه او وعدې نسیا منسیا وګرځېدې. په همدې ورځو کې یو ځل بیا د عسکرو د جسدونو د خوساکېدو خبره رسنیزه شوه. فیسبوکیانو ولیکل چې دا ځل په کندز کې د هغو حکومتي عسکرو اجساد د ډیرو ورځو نه انتقال له امله بوین شوي چې دلته په جګړو کې له منځه تللي.

د می په میاشت کې د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم چې له ایشچي سره د لواطت په جرم ککړ بلل کېده ترکیې ته تبعید کړای شو. په همدې ورځو کې د بامیانو یوه وکیل هم خپل زور او دبدبه نندارې ته وړاندې کړه. د وکیل شهیداني کسانو د کام ایر شرکت الوتکې ته اجازه ورنکړه چې د بامیان په هوایي ډګر کوزه شي. ځکه دې الوتکې د وکیل ته انتظار نه و کړی او پورته شوې وه. په ورته وخت کې د حکمتیار او عطانور تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ او د پیغورونو جنګ زور واخیست او په یوه بل یي ډول ډول تورونه ولګول. د می میاشتې په وروستیو کې د کابل ښار په زړه کې زنبق څلورلاري ته نږدې د ټانکر مرموزه چاودنه وشوه چې پراخ قهر او اعتراضونه یي راوپاراول.

د جون میاشتې په لومړیو ورځو کې په کابل کې د مرموزې چاودنې له امله راپاریدلې مظاهرې، د تحصن خیمې او د رستاخیز تغیر په نوم د په اصطلاح د مدني فعالانو هغه بیرغونه د رسنیو سرټکي وو چې د همجنسګرایانو له بیرغ سره یي ورته والی درلود. حکومت مظاهرو ته په مرمیو ځواب ورکړ او د مشرانو جرګې د مرستیال ایزدیار زوی یې وواژه. د دې پيښې په سبا د نوموړي په جنازه کې یو ځل بیا مرموزې چاودنې وشوې او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین مخامخ د کابل ادارې ملي امنیت شوری او حنیف اتمر ته د پړې ګوته ونیوله. د حنیف اتمر او صلاح الدین تر منځ ناندرې لا نه وې شلیدلې چې په تخار کې د حزب او جمعیت ټوپکیان سره ونښتل چې تر منځ یې په جګړه کې ۲۲ کسان ووژل شول.

د جون په میاشت کې د حکومت په ضد دوو نورو معارضینو سر راپورته کړ، رحمت الله نبیل د محور په نوم نوی ګوند اعلان کړ او  په ترکیه کې دوستم، محقق او عطانور د نجات په نوم ایتلاف جوړ کړ او د لاریونونو ګواښ یي وکړ، حکومت یې په مقابل کې له یوې خوا یو ځل بیا د ایشچي قضیه رابرسیره کړه او بل اړخ ته یې د دوستم الوتکه چې غوښتل یې افغانستان ته راشي د میدان له هوایي ډګر څخه بیرته د ترکیې په خوا وګرځوله. په همدې ورځو کې رسنیو راپور ورکړ چې د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت د پخواني رژیم په څیر لا هم په فساد کې ډوب دی او تردې دمه ۴۰ فیصده ګمرکي عوائد شخصي جیبونه ته ځي.

د جون میاشتې په وروستیوکې واشنګټن پوسټ ورځپانې په یوه مفصل راپور کې ولیکل چې دولتي عسکر له هلکانوجنسي استفاده کوي. په همدې ورځو کې په کابل کې د محقق ساتونکو د یوه واده په ګډونوالو ډزې وکړې او ناوې یې ووژله.

د اګست میاشتې په ۱۷ مه د کال تر ټولو عجیبه پیښه وشوه. د بلخ د ولایتي شورا غړی آصف مومند چې د دې ولایت له والي سره اختلاف لري کله یې چې غوښتل له کابله مزار ته ستون شي د مزار په هوایي ډګر کې د عطاء نور کسانو زولانه کړ، وروسته یې عطا نور ته وروست، هغه لومړی سم لګد مال کړ او بیا یې په غاښونو ترې غوږ وشکاوه. آصف مومند څو ورځې بعد په داسې حال کې د رسنیو مخ ته راووت چې سر یې په بنداژ تړلی او چپ غوږ یې شلیدلی و.

د سبتمبر په میاشت کې امریکایانو په پروان ولایت کې له الوتکو داسې انځورونه وغورځول چې کلمة طیبه یې په کې د سپي په بدن باندې لیکلې وه. دې پیښې ولسي اعتراضونه راوپارول اما د ارګ د واکمنو وجدان یې ونه خوځاوه. په همدې میاشت کې چې کله اشرف غني په ملل متحد کې وینا کوله نو یوازې ورته څو تنه خپل کسان او نورې تشې چوکۍ ایښي وې. په ورته وخت کې د ارګ د یوه کارمند ثواب الدین مخکښ هغه لیک افشاء شو چې په ارګ کې یې د ژور قومي تعصب له حقیقته پرده پورته کوله. د مخکښ قضیه لا نه وه سړه شوې چې سیګار په یوه راپور کې وویل چې د ګډ حکومت پوځي چارواکي د وژل شویو عسکرو له کونډو څخه د مرستو په مقابل کې جنسي رشوت غواړي. دا قضیه که څه هم ډیره حساسه وه مګر د ارګ او سپیدار ماڼۍ چارواکو ورباندې د شرم احساس ونکړ او نه یې هم ورته کوم غبرګون وښود.

د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې دوه پیښې وشوې، په ګرشک کې امریکایانو د دولتي عسکرو پوسته بمبار کړه او د قومندان تور جان په شمول یې ۲۰ تنه عسکر ووژل، بل خوا د امریکا په لاس ویګاس کې یوه ټوپکوال د نڅا په غونډه برید وکړ او ګڼ امریکایان یې ووژل. خو د دې پیښو په اړه د اشرف غني او ډاکټر عبدالله عکس العمل خورا جالب و، دوی دواړو په ګرشک کې د خپلو عسکرو په مرګ ژوبله نه کومه غمرازي ښکاره کړه او نه یې هم امریکایانو ته ګیله وکړه اما د لاس ویګاس په پیښه یې د خواشینۍ اوږده پیغامونه نشر کړل او د امریکایانو غم یي خپل غم ونوماوه.

په همدې میاشتوکې یو شمیر خپرو شویو احصائیوهم د ګډوله حکومت له ناکامۍ او نااهلۍ پرده پورته کړه. د ifpri په نوم نړیوالې ادارې وویل چې د نړیوالو مرستو سره سره افغانستان لا هم د اسیا په سطحه تر ټولو زیات له لوږې سره مخ هیواد دی. د سیګار ادارې مشر جان سوپکو وویل چې د دولتي عسکرو تلفات تردې حده زیات شوي چې امریکا او د کابل حکومت موافقه کړې چې له دې وروسته د خپلو تلفاتو واقعي شمیر نه اعلانوي. بل اړخ ته د بریښنا شرکت وویل لوړ پوړي حکومتي چارواکي یي ۱۰ ملیارده افغانۍ پوروړي دي.

د اکتوبر میاشتې په ۲۳ مه نیټه اشرف غني او عبدالله له ارګ څخه بګرام ته لاړل تر څو د امریکا له خارجي وزیر ټیلرسن سره ملاقات وکړي.  ارګ هڅه وکړه چې د فوټو شاپ په واسطه د دې ملاقات انځورونه تغیر او رامنځته شوي رسوایي پټه کړي. خو امریکایي رسنیو د دې شرموونکي ملاقات ټول جزئیات خپاره کړل. د اکتوبر میاشتې وروستۍ جالبه دا وه چې د لالي حمیدزي او همایون همایون په نامه دوه زورور وکیلان په نیمه شپه د پارلمان د ټیلویزیون ارشیف ته ورغلل، دروازه یي ماته کړه او د خپل ضرورت وړ مواد یې له ځان سره یووړل، اما د دې ستر قانوني تخلف د پلټنې په اړه هیڅ مرجع هم هڅه ونکړه.

د نوومبر میاشتې په لومړیو کې ولسي جرګې د برقي تذکرو په اړه پریکړه وکړه چې باید د اسلام او افغان نوم په کې رانشي. په همدې ورځو کې د ملي اردو د یوه سرطبیب ډګروال غلام رسول لغماني یوه ډیر رسوا ویډیو خپره شوه، خو د ارګ چارواکو بیا هم ځانونه کاڼه او ړانده واچول او موضوع د نورو رسواییو په شان تېره او هېره شوه. په همدې ورځو کې د ارغندیوال او حکمتیار تر منځ ناندرۍ راپورته شوې، ارغندیوال دعوه وکړه چې د عدلیې په وزارت کې د ده لخوا د حزب اسلامي ګوند ثبت شوی دی نو ځکه حکمتیار حق نلري په همدې نوم رسمي ګوند ولري.

په همدې ورځو کې ملل متحد وویل چې  د امریکا او اشرف غني تر واک لاندې افغانستان کې د مخدره موادو زراعت ۸۷ فیصده زیات شوی دی. ولسي جرګې ارګ د قومي نفاق په پارولو تورن کړ، د اجرائیه ریاست مرستیال په ایران کې د هغو افغانانو له کړنو ملاتړ وکړ چې ایران یې د مرتزقه جنګیالو په حیث د سوریې جنګ ته لیږي. په همدې وخت کې د نظم عامه له قومندانۍ څخه یو داسې مکتوب صادر شوي چې په کې لیکل شوي وو له تاجک قوم پرته باید د نوروقومونو له اتباعو یوه نوی ځواک جوړ کړل شي. دې نادودو که څه هم په عام اولس کې توند عکس العمل درلود او حکومت د سپیناوي او د بیا تکرار د مخنیوي لپاره کوم قانع کوونکی دلیل  او اقدام وړاندې نه کړای شو.

د تیر میلادي کال د وروستۍ میاشتې وروستی ګرم خبر په کندهار کې د حکومت مخالفه غونډه وه. په دې غونډه کې د پارلمان ډیرو وکیلانو شرکت کړی وو، د بلخ والي، د دوستم زوی او ځینو نورو کسانو چې غوښتل په غونډه کې ګډون وکړي د حکومت لخوا یي الوتکې ته د پرواز اجازه ورنکړل شوه. ظاهر قدیر حکومت ته ۱۲ ساعته ضرب الاجل تعین کړ، اما له ضرب الاجل وروسته هم ظاهر قدیر کوم عملي غبرګون ونه ښود. په دې میاشت کې د سیمه یزو مطالعاتو مرکز د یوې احصائیې له مخې وویل چې د هیواد ۶۷ خلک په دې نظر دي چې د اشرف غني حکومت سوله نه غواړي. په دې میاشت کې د ملي امنیت د عسکرو لخوا په کابل کې د افغان ترک لیسې د نجونو په لیلیه چاپه ووهل شوه او څواستادانې یې ونیول شوې. د ملي امنیت دا کار هم د نورو جرمي کړنو په شان عام اولس یو حساس جنایت وباله او استخباراتیان یي د اسلامي او افغاني حدودو په پایمالولو ملامت وبلل.

۲۰۱۷ میلادي کال په داسې حال کې پای ته رسیږي چې د اشرف غني او عطانور تر منځ جنجال بیا وروستي حد ته رسیدلی او حکومت په خپل منځي نزاع او بې اعتمادۍ کې غرق دی. اشرف غنی د عطا محمد نور استعفاء منظوره کړې او بلخ ته یې نوی والي ټاکلی، مګر عطا نور د ولایت له څوکۍ نه کوزیږي چې په دې ډول یي د ارګ د واکمنۍ حیثیت له سوال سره مخامخ کړی دی. تراوسه داسې نه ښکاري چې د ارګ او عطانور تر منځ جنجال به د چا په ګټه پای ته ورسیږي.

Related posts