اکتوبر 20, 2019

دعوت او ارشاد: په ۲۰۱۷کال کې دکابل ادارې ۴۱۹۶ تنه منسوبین داسلامي امارت سره یوځای شوي

دعوت او ارشاد: په ۲۰۱۷کال کې دکابل ادارې ۴۱۹۶ تنه منسوبین داسلامي امارت سره یوځای شوي

دافغانستان اسلامي امارت ددعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون او نظامي مجاهدینو په هڅو دهیواد په ل راوبر کې په تیر ۲۰۱۷کال کي دیرغلګرو له ملګرتیا او کابل ادارې څخه  (۴۱۹۶)کسان له (۳۲۳)میله وسلو ۲عرادي ټانګو۷موټرانو ۲۰ موتر سیکلانو ۲۲مخابرو۱۵ اسانو ۴دوربینانو او ډیرو مهماتو سره مجاهدینو ته  تسلیم شوي دي.

او دارنګه په ۲۰۱۷کال  کي ددعوت ارشاد په بخش کي هم ډیر فعالیت شوی دي تر دري زره زیاتي غونډي او لوی مجالس او جلسي جوړي شوي،قومي اوجهادي مشرانو علماء کرامو طالبانو مجاهدینو،محصلینو ،معلمینو او دعام ولس خلقوګډون کړی وو، همدارنګه تر اته سوه زیات فقهي مجالس  جوړشوي  چي عام ولس ګټه تري اخلي او دارنګه دامر بالمعروف اونهي  عن المنکر په بخش کي هم دفام وړکارسوی دي چي په اکثره ولایتونو کي نظامي دلګیوته  مبلغین مقررسويدي او دمجاهدینو دسیرت اوصورت اصلاحات راغلي دي په عام ولس کي هم  ډیر دپام وړ فعالیت شوی دي په ډیر ولایتو کي دتبلیغ اونصیحت له لاري دبې لارۍ اوفحاشي دمخنیوي هڅې شوې، په ډیرو مساجدو کي دلمانځه دزدکړي تعلیم پیل شوي دي دامر بالمعروف ګروپونه دنصحت لپاره په ډیرو مساجدو ګرزیدلي دي دلمانخه دزدکړي طریقي اودلمانځه دترجمي ورقي ډیرو  امامانو ته رسیدلي دي.

په تیرو پنځوکلونو اونهو میاشتو کي چي دعوت،ارشادجلب اوجذب کمیسیون تاسیس سوي دي (۲۷۹۱۰) اووه ویشت زره نه سوه لس تنه  له (۵۶۷۸)میله/ سپکو او درنو وسلواوډیروپریمانه مهماتواوعرادجاتو سره ددي کمیسیون په هڅو له اسلامي امارت سره یو ځای سوي دي.

تفصيلي راپور دلته کتلی شئ.

Related posts