نوومبر 19, 2018

د اسلامي‌امارت د سیاسي دفتر لخوا د تسلیت او بیعت پیغام 

د اسلامي‌امارت د سیاسي دفتر لخوا د تسلیت او بیعت پیغام 

بسم الله الرحمن الرحیم

 الحمد لله وحده، والصلاة و السلام علی من لا نبی بعده، و علی آله الاطهار و اصحابه الاخیار ومن تبعهم باحسان الی یوم الدین.

اما بعد: قال الله تعالی: (  وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبيلِ اللّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاء وَلَكِن لاَّ تَشْعُرُونَ ) سورة البقرة.154.

  زه او د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ټول ملګري د عالیقدر امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور صاحب د ویاړلي شهادت له امله د نوموړي مجاهدې کورنۍ، د اسلامي امارت مشرتابه، ټولو مشرانو، مجاهدینو، افغان مجاهد ولس او اسلامي امت ته د زړه له کومي تسلیت وایو. الله تعالی دې د هغوی درجات لوړ او جنت الفردوس ورته نصیب کړي.

 د عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله شهادت که یوې خوا د اسلامي امارت، افغان مجاهد ولس او اسلامي امت لپاره یوه ستره او نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، له بلې خوا مو په دې ټینګ باور دی چې د الله جل جلاله په لاره کې شهادتونه خپل هدف ته د رسېدو په لاره کې زمونږ عزم او اراده نوره هم پیاوړې کوي، الله تعالی دې ددې سترې غمیزې د زغملو لپاره مونږ ټولو ته په تېره بیا د نوموړي کورنۍ ته صبر جمیل را په برخه کړي.

یقینا چې د اسلام او ولس د خدمت په لاره کې د نوموړي ژوند او هلې ځلې د اسلام او افغانستان په تاریخ کې ویاړمن او زرین باب دی.

الله تبارک وتعالی ته لاس په دعا یو چې د شهیدانو د قربانیو او د مجاهدینو د ستړیاوو د ثمراتو د ترلاسه کولو په لاره کې مو توفیق نصیب کړي.

مونږ به ان شاء الله د پخوا په شان د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي مصالحو په پام کې نیولو سره خپلو هلو ځلو ته دوام ور کوو.

شیر محمد عباس ستانکزی

د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤول

۲۰۱۶ / ۵ / ۲۵

_______________

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده ونصلي علی رسوله الکریم و علی آله و اصحابه اجمعین.

اما بعد: قال الله تعالی : ( وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ… ) سورة آل عمران. ۱۰۳.

د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

زه او د سیاسي دفتر ملګري د اسلامي امارت د نوي امیر شیخ هبة الله آخندزاده صاحب سره بیعت کوو، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په ټولو امورو کې تر خپله وسه اطاعت کوو، او د حق پالنې په لاره کې له خپله طرفه ډاډ ور کوو.

له الله جل جلاله څخه غواړو چې د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو او ساتلو، او د اسلامي نظام د قیام د لوړ هدف لپاره له مونږ ټولو سره نصرت او مرسته وکړي. آمین.

شیر محمد عباس ستانکزی

د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤول

۲۰۱۶ / ۵ / ۲۵

Related posts