نوومبر 20, 2018

د صلح شرائط د فقهي اسلامي له لید لوري(۱۷مه برخه)

د صلح شرائط د فقهي اسلامي له لید لوري(۱۷مه برخه)

لیکنه : مفتي عبد الله رشاد افغاني

17 – اولسمه برخه :

اسلام د امن او سلامتیا دین دی، که خپلو پیروانو ته د جهاد حکم کوي هغه هم د امن او سلامتیا د پلي کولو لپاره وي ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په مختلفو حالاتو کې د مقابل لوري سره سوله کړي، او د سولي ترغیب ورکوي، خو لکه څرنګه چې جهاد خپل شرائط لري همداسي د مقابل لوري سره سوله د شریعت له لید لوري هم شرائط لري، چې په لاندي ډول دي :

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايې : « الصلح جائز بين المسلمين، إلا صلحا حرم حلالا، أو أحل حراما، والمسلمون على شروطهم، إلا شرطا حرم حلالا، أو أحل حراما» . سنن الترمذي ت بشار (3/ 28 )

ژباړه : رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمايې : د مسلمانانو په منځ کې سوله روا ده ، مګر هغه سوله چې حلال حرام نکړي، او يا حرام حلال نكړي، د مسلمانانو شرطونه هم معتبر دي، مګر هغه شرط چې حلال حرام نکړي او یا حرام حلال نکړي .

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) د حدیث نه دا واضحه شوه ، چې سوله هغه د اعتبار وړ ده ، چې د شرعي قانون سره موافقه وي، حلال په کې حرام نشي او یا حرام پکي حلال نشي .

نو په افغانستان کې د امریکایانو سره داسي سوله کول؛ چې د مسلمانانو ګټي نه وي په کې خوندي، او د کفارو د شر (اشغال) نه خلاصون نه وي په کې موجود، نو هغه سوله د شریعت له نظره نا سم کار دی .

ابو عبد الله آل سعدي د داسي صلحي په اړه وايې : (فإن تضمن الصلح تحريم الحلال، أو تحليل الحرام، فهو فاسد بنص هذا الحديث، كالصلح على رق الأحرار، أو إباحة الفروج المحرمة، أو الصلح الذي فيه ظلم) . بهجة قلوب الأبرار وقرة عيون الأخيار ط الرشد (ص: 104)

ژباړه : هغه سوله چې حرام په کې حلال شي، او یا حلال په کې حرام شي، دا د یاد حدیث پر بنسټ فاسده سوله ده ، لکه : به سوله کې داسي شرط ولګوي، چې آزاد خلک غلامان کې، او یا حرام فرج حلال کړي او یا داسي سوله وي ، چې پر ظلم مشتمله وي .

یعني هغه سوله چې پر ظلم مشتمله وي ، د شریعت له نظره فاسده او نا روا کار ده ، نو که په افغانستان کې د امریکایانو سره داسي سوله وشي ، چې د عامو افغانانو ازادي په سلب شي، وطن مو د اشغال نه خلاص نشي، هغه سوله په یو صورت هم جواز نلري .

تر دې هم په نیل الأوطار کې لا په وضاحت سره د شرائطو ذکر شوی دی : (وَالشَّرْطُ الَّذِي يُحِلُّ الْحَرَامَ كَأَنْ يَشْرُطَ نُصْرَةَ الظَّالِمِ وَالْبَاغِي أَوْ غَزْوَ الْمُسْلِمِينَ) . نيل الأوطار (5/ 305 )

ژباړه : هغه شرط چې حرام حلال ګرزوي، هغه لکه : د ظالم اویا باغي کومک کول، او یا د مسلمانانو پر خلاف جنګ کول. دا خبره په (تحفة الأحوذي : 4/ 487) کې هم منقوله ده .

په افغانستان کې امریکایان یرغلګر او ظالمان دي، د مسلمانانو پر یو خپلواک هیواد يې یرغل کړی دی، نو که داسي سوله ورسره وشي، چې په هغې کې د ظالمانو سره نور هم مدد وشي، لکه د حکمتیار سوله، د شریعت له نظره یو جواز هم نلري، د مسلمانانو زعامت که دا رنګه سوله د یرغلګرو سره وکړي؛ د الله په وړاندي به مسؤل وي .

د فقهي حنفي مشهور مصنف علامه کاساني رحمه الله تعالی وايې : (وشرطها الضرورة، وهي ضرورة استعداد القتال، بأن كان بالمسلمين ضعف، وبالكفرة قوة المجاوزة إلى قوم آخرين، فلا تجوز عند عدم الضرورة؛ لأن الموادعة ترك القتال المفروض، فلا يجوز إلا في حال يقع وسيلة إلى القتال؛ لأنها حينئذ تكون قتالا معنى قال الله – تبارك وتعالى – {فلا تهنوا وتدعوا إلى السلم وأنتم الأعلون والله معكم} [محمد: 35]) . 2- بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع (7/ 108)

ژباړه : د سولي شرط دا دی، چې ورته اړتیا به موجوده وي، چې د سولي په وخت کې مسلمانان د جهاد لپاره تیاری وکړي، او که سوله د جهاد د تیاري لپاره نه وه، دا سوله غیر جائزه ده، ځکه دا په معنی د ترک الجهاد دی، چې ناروا ده، او که سوله د جهاد د تیاري لپاره وه ، په دې صورت کې سوله یو معنوي جهاد دی .

له دې نه دا خبره واضحه شوه ، چې سوله یوازي د ارامي لپاره په شریعت کې نه ده معتبره ځکه په دې صورت کې بیا ترک الجهاد راځي، چې عظیمه ګناه ده، که د امریکایانو سره یوازي پر دې بنسټ سوله وشي، چې موږ د جهاد نه ستړي شوي یو؛ دا غیر شرعي کار دی .

علامه زیلعي رحمه الله د خندق په ورځ د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) د مدیني د یهودو سره د سولي قیصه داسي کوي : د خندق د غزا په وخت کې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) د مدیني منوري د یهودو سره پر دریمه برخه خورماو سوله کوله ، د انصارو مشرانو، سعد بن معاذ او سعد بن عبادة رضي الله تعالی عنهما ورته وویل : چې اې د خدای رسوله ! دا که د الله حکم وي، نو پر سر سترګو مو قبول دی او که ستاسو د رایې پر بنسټ وي، نو د جهالت په وخت کې چې موږ د یو دین پیروان نه وو، او نه دوی کوم دین درلود ؛ د مدیني د میوو نه به مو یوه دانه هم بې پیسو نه ورکوله ، نو چې اوس الله تعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړ او موږ ته يې نبي را ولیږئ ، نو آیا اوس موږ د دوی په وړاندي ځانونه ذلیل کړو ؟!

موږ دوی ته د توري ماسوا بل هیڅ هم نه ورکوو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل : ما چې عرب ولیدل ټول درته راجمع شوي ول، نو زما دا خوښه وه، چې له تاسو يې مخ په پله واړوم نو که ستاسو نه وي خوښه، بس نو تاسو او دوی سره پوهیږئ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په دې سره ډیر خوشحاله شو، یهودو ته يې وویل : ځئ ولاړ شئ! موږ تاسو ته هیڅ هم نه درکوو، مګر صرف او صرف په توره خبره درته کوو . تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق وحاشية الشلبي (3/ 246 )

نو په افغانستان کې د امریکایانو سره هغه سوله چې د شرعي اصول خلاف وي؛ په یو صورت هم روا نه ده، بلکي افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د انګریزانو او روسانو په وړاندي هم د توري نه کار اخیستی او الله رب العزت يې نصرت وکړ، په اوسني وخت کې مو دښمن نا کام شوی، الله رب العزت به يې د ذلت او رسوايې سره مخ کوي .

لږ نور ثبات او استقامت ته اړتیا ده، افغانانو او عامه مسلمانانو زیاتي قرباني ورکړې، امریکایان به نور ماتیږي، د الله نه سوال کوو چې د مسلمانانو زعامت ته استقامت ور په برخه کړي .

آمین ثم آمین

نور بیا …

Related posts